Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

Новости за 24.01.2022

د مرمرو کارخانو مالکانو د ټیکسونو ضد احتجاج کړی دی

Mashaalradio.com 

د خیبر پښتونخوا د مرمرو کارخانو مالکانو په پېښور کې د صوبايي اسمبلۍ ودانۍ مخې ته احتجاج کړی دی. دوی د جنورۍ پر ۲۴مه د مظاهرې پرمهال وویل چې د اوبو او برېښنا ادارې (واپډا) له لوري اضافي مالیه او یوشمېر نور ټیکسونه نه شي ورکولای. حکومت د مرمرو د کارخانو مالکانو مظاهرې په غبرګون څه نه دي ویلي خو د اپوزیشن مسلم لیګ (ن) ګوند یوه سیاستوال اختیار ولي د برېښنا د اضافي ټیکس پرضد په صوبايي اسمبلۍ کې قرارد دایر کړی وو. ویډیويي رپورټ.

د سره صلیب کمېټې سکرتر جنرال برنټ اپېلانډ کابل ته تللی 

Pa.azadiradio.com 

د سره صلیب کمېټې سکرتر جنرال برنټ اپېلانډ کابل ته تللی او هلته یې له طالب چارواکو سره لیدلي. د افغاني سرې میاشتې ټولنې دا خبره نن په یوه اعلامیه کې کړې. د اعلامیې له مخې سره صلیب کمېټې سکرتر جنرال ښاغلي اپېلانډ د سرې میاشتې ټولنې له سرپرست مرستیال ملا نورالدین ترابي سره کتلي او له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره یې په روغتیايي برخه کې د همکاریو ژمنه کړې ده. اعلامیه زیاتوي سره صلیب کمېټې دې چارواکي ویلي چې په ۲۰۲۲کال کې د افغاني سرې میاشتې ۴۶ ثابتو کلینیکونو ته د اړتیا وړ هر ډول درمل ورکوي او له... Читать дальше...

امریکا او بریتانیې له اوکراینه د خپلو سفارتونو د ځینو کارکوونکو د ایستلو اعلان کړی

Pa.azadiradio.com 

اروپايي ټولنې د اوکراین لپاره د ۱.۲ ملیارډه یورو مالي مرستې اعلان کړی چې له روسیې سره د مخالفت د اغیز مخه ونیسي. د دې مخالفت په پایله کې روسیې د اوکراین پولې ته سل زره ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.   اروپايي ټولنې څرګنده کړې چې دا ټولنه په چټکه توګه د امریکا او برتانیې اقدامات نه تعقیبوي. د اروپايي ټولنې یوه مشر چارواکي د جنوري په ۲۴مه نېټه وویل چې تر هغه وخته چې له روسیې سره خبرې دوام کوي، وضعیت باید کړکېچن نه شي.   د کارکوونکو د ایستلو خبره په داسي حال کې ده چې ناټو خپلو ځواکونو ته د تیار... Читать дальше...

دېبورا لاینز د طالبانو کورنیو چارو وزیر ته: افغان ښځینه فعالانې پیدا کړئ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دېبورا لاینز د طالبانو د کورنیو چارو له وزیر غوښتي چې تري تم شویو افغان ښځینه فعالانو د لټون لپاره لاس په کار شي.  دا خبره د یوناما په یوه ټوېټر بیان کې راغلې ده.  په بیان کې زیاته شوې چې دېبورا لاینز نن د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له سرپرست سراج الدین حقاني سره په کابل کې کتلي دي.   د بیان له مخې دېبورا لاینز سراج الدین حقاني هڅولی چې د تري تم شویو افغان ښځینه فعالانو لپاره چې ویل کېږي تېره اوونۍ په کابل کې له خپل کوره وړل شوي اقدامات وکړي او د هغوی ازادي خوندي کړي. Читать дальше...

اوسلو کې طالبانو د امریکا او ځینو نورو هېوادونو استازو سره خبرې پيل کړې

Pa.azadiradio.com 

نن د ناروې پلازمېنه اوسلو کې د امریکا په شمول د یو شمېر هېوادونو استازیو له طالب پلاوي سره خبرې پيل کړې دي.  دا خبره د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند قهار بلخي په خپل ټویټر خپره کړې ده.  هغه زیاته کړې چې د مولوي امیرخان متقي په مشرۍ د طالبانو له پلاوي سره په دې خبرو کې د امریکا، بریتانیا، جرمني، ناروې، ایټالیا، قطر، فرانسې او اروپايي ټولنې استازي حضور لري.  د بلخي په ټوېټر کې راغلي چې تر دې دمه د اقتصاد، بشري مرستو، امنیت، مرکزي بانک په فعالیت، روغتیا او نورو اړوندو مسئلو باندې خبرې وشوې. Читать дальше...

طالب مسؤلین: په کابل کې مو ۱۱ کلن ماشوم له انسان تښتوونکو وژغوره

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د طالبانو امنیتي چارواکو ویلي چې یو ۱۱ کلن ماشوم یې له انسان تښتوونکو ژغورلی دی. د راپورونو له مخې انسان تښتوونکو د شعېب په نوم ماشوم د کابل له درېیمي حوزې تښتولی وو.  د درېیمې حوزې مرستیال محب الله مشفق د دوو انسان تښتوونکو د نیولو او د ماشوم د خوشې کولو په اړه په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي:" څلور ورځې مخکې یو ورور مراجعه وکړه چې وراره یې لا درکه دی. بیا موږ خپل اقدامات پيل کړل او په نتیجه کې مو دا دوه تنه انسان تښتوونکي ونیول."   اخوا په دې ویډیو کې چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت... Читать дальше...

نن په پاکستان کې د سترې محکمې یواځېنۍ ښځينه قاضي عایشه ملک لوړه وکړه

Pa.azadiradio.com 

نن په پاکستان کې د سترې محکمې د یواځېنۍ ښځينه قاضي عایشه ملک لوړه وکړه.  دا د پاکستان لپاره چې د فعالانو په خبره قوانین یې د ښځو لپاره سخته دي بې ساری اقدام بلل کېږي.  عایشه ملک د امریکا په هاروارد پوهنتون کې درس ویلی او دوه لسیزه یې د پنجاب په عالي محکمه کې د قاضي په توګه دنده مخته وړې.  د پاکستان د سترې محکمې د غړې په توګه د هغې ټاکل کېدو وار دمخه د یو شمېر مذهبي ګوندونو او ځینو قاضیانو غبرګونونه پارولي وو.  قاضي عایشه ملک هغه وخت مشهوره شوه چې تېرکال یې په لاهور عالي محکمه کې د ښځو د پېغلتوب... Читать дальше...

د زده کړو نړیواله ورځ؛ له زده کړو د افغانو نجونو محرومیت څه وخت پای ته رسېږي؟

Pa.azadiradio.com 

د جنوري ۲۴، د زده کړې نړیواله ورځ په داسې حال کې را ورسېده چې افغانستان کې ډیری زده کوونکې او محصلانې له زده کړو بې برخې شوې دي.   شکېبا مرادي د اووم ټولګي زده کونکې ده، نوموړې وایي، له کومه چې ښوونځي د نجونو پر مخ تړل شوي دي، د کورسونو له لارې یې خپلو زده کړو ته دوام ورکړی او په تمه ده چې ښوونځي به هم د نجونو پر مخ پرانیستل شي.   شکېبا وایي:" متاسفانه په دغه شرایطو سره چې اوس رامنځته شوي دي زه نشمه کولای چې ښوونځي ته لاړه شمه؛ اوس په داسې یو وضعیت کې زه انګلیسي کورسونه او د بیان فن کورسونه تعقیبومه... Читать дальше...



ګوادر کې د حق غوښتنې ولسي تحریک بیا احتجاجونه پیل کړي

Mashaalradio.com 

د صوبې مواصلاتو او تعميراتو وزير سردار عبدالرحمن کېتراڼ د جنورۍ پر ۲۴مه نېټه مشال رېډيو ته وويل، چې حکومت به تړون عملي کوي خو "په دې کې به وخت لګېږي. تاسو ته معلومه ده چې وړې وړې غلاګانې کېږي. او بیا دا پراخ سمندر دی چې ګوره خدای پاک پکې د چا چا رزق ليکلی دی خو موږ چې له مولانا صیب

کرکټ؛ سبا د افغانستان او هالنډ د درېیو نړیوالو یو ورځنیو لوبو وروستۍ لوبه ده

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې سبا د افغانستان او هالند کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درېیو نړیوالو یو ورځنیو لوبو وروستۍ لوبه هم وشي.  د افغانستان او هالنډ ترمنځ لومړۍ لوبه افغانستان په ۳۶ منډو او دویمه یې د ۴۸ منډو په توپیر ګټلې دي.   د افغانستان کرکټ بورد اداره وايي، د هالنډ او افغان لوبډلو ترمنځ درېیمه یو ورځنۍ لوبه به سبا سه شنبه د دوحې په ایشین ټاون کرکټ لوبغالي کې وشي.  د افغانستان او هالنډ ترمنځ لوبې د ۲۰۲۳ کال نړۍ جام ته وال د سوپرلیګ سیالیو برخه دي چې د دې لیګ مخکښې لوبډلې به وکولای شي، په نړیوال جام کې ولوبېږي. Читать дальше...

عراق کې یو تاریخي پل د غورځېدو له خطر سره مخامخ دی

Mashaalradio.com 

په عراق کې یو تاریخي پل د نه پاملرنې له امله د غورځېدو له خطر سره مخامخ دی. دا د عباسي خلافت د دور یو پل دی چې د کلونو لپاره د رفت او امد  یوه مهمه لاره وه چې د عراق موصل ښار یې د ترکي او شام له نږدېو ښارونو سره نښلولای و. خو اوس د یوه ځايي سیند او باران اوبو ورته خطر پېښ کړی دی. تفصیل د اسوشيېټېډ پرېس په ویډیويي رپورټ کې

باز محمد مبارز د رزمي ورزشونو فدراسیون له ریاسته استعفا وکړه

Pa.azadiradio.com 

باز محمد مبارز د رزمي ورزشونو فدراسیون له ریاسته استعفا وکړه.  مبارز پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي دي، د مدیریتي ستونزو او دغه شان د فدراسیون په چارو کې د مداخلې له امله د رزمي ورزشونو فدراسیون له ریاسته استعفا کوي.    مبارز په خپل استعفا لیک کې لیکلي دي چې د ورزش اداره د ټولو ملي او نړیوالو قوانینو او مقرارتو خلاف د فدراسیونونو په چارو کې لاسوهنه کوي او د خپلو پلانونو د تطبیق هڅه کوي.   خو نوموړي د دغو پلانونو په اړه ډېر معلومات نه دي ورکړي.  هڅه مو وکړه چې د ښاغلي مبارز د استعفا د دلایلو په... Читать дальше...

د ملګرو ملتونو د نقدو پیسو پنځمه کڅوړ؛ ۳۲ ملیونه ډالر افغانستان ته ورسېدې

Pa.azadiradio.com 

د بشری مرستو په دوام، ۳۲ میلیونه ډالر نقدی پیسې افغانستان ته انتقال شوې.   د افغانستان بانک له لوري په دې اړه یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې له افغانستان سره د بشري مرستو په دوام، پرون دوشنبه ۳۲ میلیونه امریکایي ډالر کابل ته انتقال او د افغانستان نړیوال بانک «AIB» ته وسپارل شوې.    د افغانستان بانک له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، یاد بانک د هر هغه اقدام هرکلی کوي چې له اړمنو افغانانو سره د مرستې لامل کېږي.  له افغانستان سره د بشري مرستو په دوام دا د نقدو پیسو د مرستی پنځمه کڅوړه... Читать дальше...

د سوداګرۍ خونه د طالبانو له حکومته غواړي چې د سوداګرو بانکي ستونزې حل کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه د طالبانو له حکومته غواړي چې د افغان سوداګرو بانکي ستونزې هوارې کړي.   د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې خونې مرستیال محمد یونس مهمند او ګڼو سوداګرو یاده غوښتنه د افغانستان بانک له رئیس سره په لېدنه کې کړې.   په خبر پاڼه کې د ښاغلی مهمند له خولې ویل شوي چې افغان سوداګر د بانکي ستونزو له امله په منظم او عادي ډول سوداګري نه شي کولي.  د افغانستان بانک رئیس له سوداګرو سره ژمنه کړې چې هڅه به وکړي ترڅو ډېر ژر د سوداګرو بانکي ستونزې هوارې کړي. Читать дальше...

په ناروې کې نن د طالبانو د حکومتي پلاوي او لوېدیځو ډیپلوماټانو ترمنځ خبرې کېږي

Pa.azadiradio.com 

په اوسلو کې د طالبانو د حکومت، افغانانو او لوېدیځو ډیپلوماټانو ترمنځ د خبرو دویمه ورځ ده. پرون د طالبانو ۱۵ کسیز پلاوي له ځینو افغانانو سره، په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو د حقونو د خوندیتوب په اړه خبرې وکړې. له دې خبرو وروسته، د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا د نجونو، ښځو او بشري حقونو په برخه کې ټاکل شوې استازې رینا امیري د ناروې غونډه په افغانستان کې د بشر‎ي حقونو په تېره بیا د نجونو او ښځو د حقونو په اړه د خبرو لپاره یو ښه فرصت وباله. اغلې... Читать дальше...

کابل کې يوشمېر افغان مېرمنو کارونه له لاسه ورکړي

Mashaalradio.com 

په افغانستان کې په سلایي مرکزونو کې د طالبانو تر راتګ وړاندې په زرګونو ښځو کار کاوه. د دغو ښځو په وينا دا د دوی لپاره یو اسانه کار وو. په کابل کې په هم داسې یو سلایي مرکز کې کارکوونکې افغان مېرمنې وایي چې دوی د دې کار له لارې د خپل کور ټول لګښتونه پرې کوي خو د طالبانو په واک کې له راتلو سره یې ډېريو ملګرو کار پرېښود. نور تفصیل د رویټرز اژانس په ویډیويي رپورټ کې وګورئ چې فرخند اسد پښتو کړی دی.

Новости России
Москва

Что можно отметить в этот день


یو شمېر سوداګرو مېرمنو له افغانستانه له وتلو وروسته انلاین سوداګرۍ ته مخه کړې

Pa.azadiradio.com 

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د ډیریو سوداګرو ښځو کډوالي د دې لامل شوه چې یادې سوداګرې مېرمنې خپله سوداګرۍ له لېرې لارې یا په انلاین توګه پر مخ یوسي. د هرات ولایت اوسیدونکی ۳۸ کلنه مریم جامع اوس مهال په جرمني کې اوسېږي. اغلی جامع له ۱۷ کلونو راهیسې د بانو په نوم د یوه سوداګریز شرکت رئیسه ده. مریم وایي چې له ۵۰ زره افغانیو پانګې یي سوداګري پیل کړه او له درېیو کلونو وروسته یې وکړای شوای چې خپلې سوداګرۍ ته په مسلکي توګه وده ورکړي خو په خبره یې د طالبانو له واکمنۍ وروسته یې د امنیتی ستونزو له امله هېواد پرېښود. Читать дальше...

امریکا خپلو اتباعو ته: له اوکراینه ووځئ

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحدو ایالاتونو په اوکراین کې د خپل سفارت د کارکوونکو د کورنیو غړو ته له کیف د وتلو امر وکړ. امریکا ویلي د روسیې د پوځي اقدام د خطر له کبله دې ټول امریکايي اتباع له اوکراینه پر وتلو غور وکړي.   د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل، د سفارت غیر ضروري کارکوونکي کولای شي په خپله خوښه د حکومت په لګښت له اوکراینه ووځي.   یوه چارواکي ویلي، دا احتیاطي ګامونه دي چې د هغه په خبره له اوکراینه د امریکا  د ملاتړ پر تعهد کوم اغیز نه کوي.   دغه چارواکي چې نوم یې نه دی اخیستل شوی،... Читать дальше...

مسؤلین: د سالنګ پر لار د پېښو په وړاندې د اقدام لپاره ۱۳ مرکزونه جوړ شوي   

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د ټول­ګټو وزارت وايي، د سالنګ پر لویه لار د پېښو په وړاندې د اقدام لپاره ۱۳ مرکزونه جوړ شوي دي.   د دغه وزارت د ویاند مرستیال محمد اشرف حق­شناس پرون په دې اړه ازادۍ راډیو ته وویل:"د ژغورنې دغه محلات یا د اضطرار اتاقونه په ژمنیو تجهیزاتو مجهز دي. ګران هېوادوال کولای شي د لویې لارې د تړل کېدو، توفان او واورې ښویېدو په صورت کې، زموږ دغسې یوه مرکز ته ځان ورسوي."  هرکال د ژمي پر مهال پر سالنګ درنه واوره اوري چې زیات وخت د دې لار د تړل کېدو سبب کېږي.   د سالنګونو د ساتنې او څارنې... Читать дальше...

د ارمنستان ولسمشر له خپلې دندې استعفی وکړه

Pa.azadiradio.com 

د ارمنستان ولسمشر، ارمن سرکیسیان له خپلې دندې چې تر ډېره تشریفاتي بڼه لري، استعفی وکړه. ده ویلي د ملي بحران پر مهال پر پالېسیو د نفوذ نه درلودلو له کبله له خپلې دندې استعفی کوي. د هغه د دفتر وېب سایټ پرون په یوه یوه اعلامیه کې د ده په وینا ویلي، ولسمشر په اوسنیو بحراني شرایطو کې چې ملت او هېواد ورسره مخامخ دی، پر محلي او بهرنۍ پالېسۍ د نفوذ اړتیا وړ ابزارونه نه لري. ۶۹ کلن سرکیسیان ویلي، دا پرېکړه یې د احساساتو له مخې نه ده کړې، بلکې یو مشخص منطق ورته لري. سرکیسیان د ځینو مسایلو له کبله... Читать дальше...

نن په اوسلو کې د طالبانو په ګډون د ناستو دویمه ورځ ده

Pa.azadiradio.com 

نن د ناروې پلازمېنه اوسلو کې د طالبانو په ګډون د ناستو دویمه ورځ ده. طالبانو ویلي چې پرون یې له یو شمېر بهر مېشتو افغان فعالانو سره رغنده خبرې وکړې.  اخوا د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ او د افغانستان د بشري حقونو او ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري له خپلو همکارانو سره اوسلو کې دي. دوی او اروپايي استازي به نن او سبا له طالبانو سره غونډې ولري. طالبان وایي له امریکايي او اروپايي ډیپلوماټانو سره به د کنګل شویو پیسو د خلاصون او مرستو په اړه وغږیږي. د امریکا... Читать дальше...

هېدر بار: د ښځو د حقونو دوه فعالانې باید ژر تر ژره خوشې شي

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د څانګې مشره وايي چې د ښځو د حقونو دوه فعالانې پروانه ابراهیم خېل او تمنا زریاب پریاني باید ژر تر ژره خوشې شي. هیدر بار بېګا په خپل ټوېټر باندې دا خبره لیکلې ده. هغې ویلي:" له چهارشنبې راهیسې دا دوه افغانې فعالانې ترۍ تمې دي طالبان که څه هم دا ردوي چې هغوی ورسره دي خو د ځای د معلومولو لپاره یې هم هېڅ پلان نه ورکوي."  هیدر بار د امریکا د خاص استازي توماس وېسټ په وروستي بیان هم انتقاد کړی چې ویلي یې دي ،له طالبانو سره د پرانیستو سترګو ډیپلوماسي کوو. بار نیوکه... Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Елена Рыбакина

Елена Рыбакина рассказала о проблемах на турнире в Мадриде






Петржела: «Зенит» может проиграть «Динамо»

Брат Дхумохона Курбонова также задержан по делу о теракте в "Крокусе"

Обязательная программа для дачника: что нужно успеть на огороде в майские праздники

Блогер на BMW столкнулся с авто и влетел в столб у «Москва-Сити»