Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

Новости за 27.01.2022

د پښین برښور سیمې خلک د نه خوړو احتجاج کړی

Mashaalradio.com 

د بلوچستان د پښین ضلعې برښور سیمي اوسېدونکو له ۲۴مې جنورۍ څخه په یاده سیمه کې تر مرګه د څه نه خوړلو هړتال کړی دی. د هغوی په وینا چې په سیمه مرغه کۍ د باراني اوبو د خوندي کولو لپاره په جوړېدونکي بند سم کار نه دی شوی. احتجاج کوونکي وايي چې تر هغه به څه ونه خوري تر څو چې یې غوښتنې منل شوې نه وي.

ترکيه د کرد وسله والو پر ضد يوه وسله واله ډله روزي

Mashaalradio.com 

ترکيه د شام په شمال خیځ کې په عفرین سیمه کې يوه وسله واله ډله روزي چې د شام جمهوري ځواک (ایس ډي ایف) پر ضد ده. د ایس ډي ايف ډيری غړي‌ کردان دي او د کردانو يوې بلې ډلې، پي کی کی سره ښې اړيکې لري چې د ترکيې لخوا ترهګره ګرځولې شوې. د دې ډلې د روزنې په اړه نور حال د منورشاه په دې ويډيو راپور کې

د کمبوډيا کب نيونکي د چين په پروژه خفه دي

Mashaalradio.com 

د کمبوډیا په ساحلي ښار کې د چین په مالي مرسته یوه لویه پروژه روانه ده چې پکې هوټلونو او کورون جوړيږي. خو ځايي‌کب نيونکي وايي چې دا پروژه د دوی کاروبار خرابوي. په دې اړه د ريډيو فري ایشيا له ويډيو د فرخنده اسد جوړ کړی راپور وګورئ.

عوامي نیشنل ګوند خدايي خدمتګار تحريک ژوندی کول غواړي

Mashaalradio.com 

عوامي نیشنل ګوند د جنورۍ له شلمې تر ۲۷مې پورې د باچا خان او ولي خان اونۍ ولمانځله. دوی په دې ورځو کې د خدايي خدمتګار او عدم تشدد د فلسفې په اړه عامه پوهاوی زیات کړ او د پخوانيو خدايي خدمتګارانو قبرونو ته ورغلل. په دې اړه د عظمت علي شاه ويډيو راپور وګورئ.

پاکستان کې يوشمېر حکومت مخالفه ګوندونو د احتجاجونو اعلانونه کړي 

Mashaalradio.com 

د پاکستان جماعت اسلامي مرکزي نايب امير پروفېسر محمد ابراهيم وايي چې دوی به د فرورۍ له شپږمې د پاکستان تحريک انصاف ګوند په مشرۍ مرکزي حکومت پرضد احتجاجونه او لاريونونه پيلوي. نوموړي د جنورۍ پر ۲۷مه مشال راډيو ته وويل چې د دوی دا احتجاجونه به د ضلعې، تحصيل او صوبې پر کچ تر مارچ مياشتې پورې روان وي او بيا به وروستی احتجاجي لاريون د سرښار اسلام اباد پر لور کوي. تر دې وړاندې حکومت مخالفه اتحاد پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) او پاکستان پيپلز ګوند هم د حکومت پرضد د احتجاجي لاريونونو اعلانونه کړي دي. Читать дальше...

مصطفی حدید په جرمني کې له خپل پخواني فوټبال کلپ سره یوځای شو

Pa.azadiradio.com 

افغان فوټبال لوبغاړی مصطفی حدید په جرمني کې له خپل پخواني فوټبال کلپ سره یوځای شو.  مصطفی حدید چې په ۲۰۰۹کال کې د افغانستان د فوټبال له ملي لوبډلې سره یو ځای شو، په ۲۰۱۶ کال کې جرمني ته کډوال شو او هلته یي د جرمني د فوټبال لیګونو په څو مطرح کلپونو کې د فوټبال ډګر په بېلابېلو موقعیتونو کې لوبې وکړې.  حدید په وروستیو کلونو کې د التونا۹۳ په نوم له فوټبال کلپه له وتلو وروسته د افغانستان ملي ټیم لپاره په څو کورنیو او بهرنیو سیالیو کې لوبه وکړه.  د فوټبال دغې وتلې څېرې په لومړیو کې د فوټبال ډګر په... Читать дальше...

د افغانستان د کرکټ له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله نن له سرېلانکا سره مخ کېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ له نولس کلنو کم عمره لوبډله نن د نړیوال جام په کوارتر فاینل کې له سرېلانکا سره مخ کېږي.  د افغانستان کرکټ بورد ویاند فرید هوتک ازادۍ راډیو ته وویل، دغه لوبه د کربین په انټیګوا کې د کابل په وخت نن ماښام په پنځه نیمو بجو پیلېږي. د ښاغلی هوتک په خبره د افغانستان د کرکټ لوبډله یادې لوبې ته پوره چمتوالی لري.  افغان لوبډلې تر دې دمه د نولس کلنو کرکټ نړیوال جام کې د ګروپي دور دوه ټیمونه پاپوا نیوګينې او زیمبابوې ته ماتې ورکړي خو پاکستان ته یې بایللې ده. نننۍ لوبه د کوارټر فاینل... Читать дальше...

سرچینې: روانه اوونۍ د تېر نظام د ۳ امنیتي سرتېرو په ګډون ۵ کسان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د هدفي وژنو په دوام دا اوونۍ د پنځه کسانو چې درې یې د پخوانیو ځواکونو سرتېري وو وژل کېدل یې تائید شوي دي. د عبدالرزاق بلوڅ چې د جدي میاشتې په ۲۹ نېټه په کابل ښار کې یې له کوره تښتول شوی و د شنبې په ورځ  یې کورنۍ د انسان تښتونکو له لوري د هغه د وژل کېدو خبر ورکړ. عبدالرزاق بلوڅ په پاکستان کې سیاسي فعال و چې له اووه کلونو راپدېخوا یې په افغانستان کې پناه اخیستې وه. سیاسي فعاله او د عبدالرزاق بلوڅ همکاره او ملګرې سدره بلوڅ د ښاغلي بلوڅ د وژل کېدو د خبر... Читать дальше...



د پاکستان سوپر لیګ نن پیلیږي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان سوپرلیګ لومړۍ لوبه نن د کابل په وخت د ماښام په اووه نیمو بجو د کراچۍ کېنګز او ملتان سلطان لوبډلو ترمنځ د کراچۍ ښار په ملي سټوډیوم کې ترسره کېږي.  په سږني PSL کې افغان ستوري محمد نبي عیساخېل، راشد خان، حضرت الله ځاځی، رحمان الله ګوربز او نور احمد لکڼوال هم اخیستل شوي دي.  محمدنبي به د کراچي کېنګز، راشد به د لاهور قلندرز، ځاځی به د پېښور زلمیو، ګوربز به د اسلام اباد یونایټیډ او لکڼوال به د کوټه ګلډيېټرز لوبډلو لپاره لوبېږي.  د شل اووریزو سیالیو دا لړۍ یوه میاشت- د فبروري تر ۲۷مې پورې دوام کوي او اوه لوبډلې په کې لوبیږي. Читать дальше...

راپور: مرستندویې موسسې افغانستان ته پیسې نه شي لېږدولی

Pa.azadiradio.com 

په یوه نوي راپور کې څرګنده شوې چې د طالبانو واک ته له رسېدو وروسته پر افغانستان د لوېدیځو هېوادونو د اقتصادي بندیزونو له کبله مرستندویې موسسې افغانستان ته پیسې نه شي انتقالولی.  د راپور له مخې، له دې امله ملیونونه افغانان د بیړنیو مرستو له ترلاسه کولو محروم شوي دي.  په دې راپور کې چې د ناروې د کډوالو شورا خپور کړی، راغلي چې ناممکنه ده هغو ملیونونو کسانو ته مرستې ورسول شي چې اړتیا ورته لري مګر دا چې د امریکا د خزانې وزارت او نورې مرستندویې ټولنې فوري اقدام وکړي او بانکونو ته د پیسو د انتقال اجازه ورکړي.

هرات کې مېرمنې: طالبان له شرعي محرم پرته د ګرځېدو پرمهال پوښتنې ګروېږنې کوي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې ښځې د طالبانو له حاکمیت وروسته د کار او تک راتک په برخه کې له سختو شرایطو سره مخ دي او دې چارې اندېښنې هم راپورته کړي. د هرات ولایت اوسیدونکې عفت حسیني وايي، د محرم پرته طالبانو د تالاشۍ پرمهال ترې پوښتنې کړي دي. نوموړې چې د یو شخصي بنسټ کار کوونکې ده، له کوره د کار تر ځایه په درېیو ښاري ټکسیو کې تک راتک کوي او په وینا یې چې د لارې په اوږدو کې د طالبانو له چیک پاینټونو اندېښنه لري. نوموړې وايي: "دا زما لپاره چې ۲۵ کاله عمر لرم یو شوک دی، زه درې کاله کېږي چې په دې تولنه کې... Читать дальше...

شمالي کوریا ۲ مشکوک بالسټیک توغندي د سمندر پر لوري توغولي

Pa.azadiradio.com 

شمالي کوریا دوه مشکوک بالسټیک توغندي د سمندر پر لوري توغولي چې په دې سره د هغو وسلو شمېر چې دې هېواد روانه میاشت ازمویلي، شپږو ته ورسېد.  د جنوبي کوریا پوځ پرون چهارشنبې (د سلواغې ۶مه) دا لنډ واټن ویشتونکي توغندي یاد کړل چې په خبره یې تر شل کیلو مترو پورې لوړ شوي او د ۱۹۰ کیلو مترو واټن له وهلو وروسته په ختیځ یا د جاپان په سمندرګې را پریوتي دي.  پر شمالي کوریا د بندیزونو له مخې دا هېواد د اټمي وسلو او لېرې واټن ویشتونکو توغندیو له ازموینو منع کړای شوی دی، خو یو شمېر کارپوهان وایي، پیونګ یانګ... Читать дальше...

د امریکا ساحلي ګارډ: ښايي د فلوریډا سواحلو کې ۳۹ کډوال وژل شوي وي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ساحلي ګارډ وایي، د دې وېره شته چې د فلورېډا سواحلو ته نژدې د یوې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې به چې غیر قانوني کډوال یې لېږدول، تر ۳۹ پورې کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وي. ساحلي ګارډ ته وړمه ورځ وروسته له هغې خبرداری ورکړل شو چې یوې تجارتي کښتۍ یو کس چې د ډوبې شوې کښتۍ په یوې ټوټې پورې نښتی و، ژوندی وموند. دغه ژغورل شوي کس ویلي، په کښتۍ کې نور ۳۹ تنه سپاره وو او هېڅ یوه هم د ژغورنې واسکټې نه درلودې. د ساحلي ګارډ یوې افسرې جو ان بورډیان Jo-Ann Burdian خبریالانو ته وویل، دغې کښتۍ د جنوري... Читать дальше...

له کابله قطر ته په چارتر الوتکه کې له ۳۰ زیات امریکایان لاړل

Pa.azadiradio.com 

امریکایي 'اېن.بي.سي' ټلوېزیون د ځینو سرچینو په حواله وایي چې له څو میاشتني ځنډ وروسته د کابل له نړیوال هوایي ډګره د قطر د هوایي شرکت په یوه چارټر الوتکه کې له ۳۰ زیات امریکایان قطر ته ولېږدول شول.  د راپور له مخې دا خبره د امریکا د کانګرس یوه چارواکي او له دغې موضوع باخبرو دوو نورو کسانو کړې او ویلې یې دي چې دغه چارټر الوتکه د قطر د بهرنیو چارو وزارت له خوا چمتو شوې او پیسې یې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ورکړي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس روانه اوونۍ وویل، د بهرنیو چارو وزیر... Читать дальше...

د ملګرو ملتونو سرمنشي: افغانستان له یوه ډېر بحراني حالت سره مخ دی

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش وایي، افغانستان له یوه ډېر بحراني حالت سره مخامخ دی او له هېوادونو غواړي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې دې هېواد کې د بشري فعالیتونو د ترسره کولو لپاره د پیسو ټولو اړینو لېږد رالېږد ته اجازه ورکړي.  ګوترېش دغه څرګندونې تېره شپه د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډې ته چې د افغانستان په اړه جوړه شوې وه، وکړې او زیاته یې کړه چې افغانان اوس مرستو ته اړتیا لري.  دی وايي: "د اخلاقي مسؤلیت په توګه او د سیمه ییز، نړیوال امنیت او سوکالۍ لپاره موږ نه شو کولی دوی 'افغانان' پرېږدو. Читать дальше...

د اوسلو تر ناستې وروسته له طالبانو د اروپايي ټولنې او امریکايي اساسي غوښتنې

Pa.azadiradio.com 

د اروپایي ټولنې غړي هېوادونه او امریکا د ناروې تر ناستې وروسته په یوه ګډه اعلامیه کې پر طالبانو غږ کړی چې په افغانستان کې دننه دې ټول بشري او د ښځو حقونه خوندي کړي. دې خبرپاڼه کې چې پرون ناوخته "جنورۍ میاشتې په ۲۶مه نېټه" خپره شوې په کې راغلي چې طالبان به د ترهګرۍ او نشه یي توکو د قاچاق پر وړاندې پر خپلو ژمنو عمل کوي. په اعلامیه کې راغلي: "له طالبانو څخه غوښتل شوي چې د بشري حقونو د سرغړونو، خطرونو د زیاتوالي د مخنیوي لپاره لا زیات کار وکړي، خپل سرې نیونې 'د ښځو د حقونو د فعالانو وروستي نیول کېدل... Читать дальше...

طالبان: سراج الدین حقاني امریکا او نړیوالې ټولنې ته ګواښ نه دی کړی

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، د دوی وزیر سراج الدین حقاني امریکا او نړیوالې ټولنې ته ګواښ نه دی کړی. دا خبره یاد وزارت نن په خپل ټوېټر لیکلې. په ټويټ کې چې نن انګریزي او پرون پښتو باندې شوی ادعا شوې چې له الجزیرې ټلوېزیون سره د سراج الدین حقاني د خبرو په استناد ځینو رسنیو ناسم راپورونه خپاره کړي چې که طالبان په رسمیت ونه پېژندل شي امریکا او نړیوالې ټولنې ته به ګواښ پېښ کړي. په دغه ټويټ کې زیاته شوې چې حقاني هېڅ ګواښوونکې کلمه نه ده کارولې. د ټويت دوهمه برخه کې راغلي چې طالبان د دوحې... Читать дальше...

طالبان غواړي یو منظم پوځ جوړ کړي

Mashaalradio.com 

په افغانستان کې د طالبانو حکومت هڅه کوي چې خپلو وسله والو ته د پوځي روزنې په ورکولو یو منظم پوځ جوړ کړي. دوی د امریکا ملاتړ لرونکي پخواني افغان حکومت له ځواکونو جدید پوځي ګاډي، وسله او نور دفاعي سامانونه ترلاسه کړي دي. یو امریکايي شنونکی وايي چې د جدید جنګي سامان استعمال به د طالبانو لپاره ستونزه نه وي ځکه چې د پخواني حکومت ځینې روزلي کسان یې په خپلو لیکو کې شامل کړي. په دې اړه تفصیل د مشال رېډیو د خبرونو مرکزي څانګې په ویډیويي رپورټ کې.

Новости России
Москва

Шапки женские на Wildberries — скидки от 398 руб. (на новые оттенки)


د اوکراين له پولې سره د روسیې پوځي مشقونه

Mashaalradio.com 

روس له اوکراين سره د پولو په اوږدو خپل پوځيان ځای پر ځای کړي او په ځينو مهمو ځايونو کې سمندري، هوايي او ځمکني ځواکونه تمرينونه کوي. دې ګام یې غربي هېوادونه اندېښمن کړي دي چې ښايي روس پر اوکراين يرغل وکړي. روس څه غواړي؟ اوکراين به یې د نظامي ځواک پروړاندې ودرېږي؟ دا پوښتنې د مشال راډيو د خبر د مرکزي څانګې په دې ويډيو کې ځواب شوي چې بشير ګواښ پرې راپور جوړ کړی او تاسو پکې د روسي ځواکونو د درنو وسله استعمال لېدلای شئ.

له لاریون او اعتراض سره باید څنګه تعامل وشي؟

Pa.azadiradio.com 

د اګسټ په ۱۵مه چې طالبان کابل ته دننه شول، تېرجمهوري حکومت ړنګ شو او حکومتي سېستم له پښو وغورځېد، له همدې امله د خلکو اقتصادي او نورې ورځنۍ ستونزې ډېرې شوې. همدې ستونزو او د طالبانو د حکومت له خوا ځینو محدودیتونو خلک سړکونو ته را وایستل او هغوی د لاریونونو او غونډو له لارې د خپلو حقونو او د ستونزو د حل غوښتونکي شول. په دې خپرونه کې د همدې لاریونونو او اعتراضونو په اړه خبرې کوو چې څه ډول تعامل باید ورسره وشي؟ څه ډول کېدای شي چې دا لاریونونه او اعتراضونه په ښه ډول مدیریت شي چې د ستونزو د حل په... Читать дальше...

د کندز د قلعه زال اوسېدونکي: پُل نړیدلی کښتیو کې تګ د سر په بیه تمامېږي

Pa.azadiradio.com 

د کندز د قلعه زال ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د عمومي پُل خرابوالي له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي. د ځایي اوسېدونکو په خبره اوس خلک د کښتیو په وسیله قلعه زال او اقتپې ته تګ را تګ کوي، خو د اوبو د زیاتوالي او سیلابونو په موسم کې په کښتیو کې تګ را تګ د دوی د سر په بیه تمامېږي. د دغې ولسوالۍ اوسېدونکی ۴۰ کلن خدای نور ازادي راډیو ته وویل: "کابو ۶ کاله وړاندې د دغې ولسوالۍ پُل د جګړو پر مهال پر بمونو الوځول شوی و، خلک اوس په کښتیو کې ځي راځي، دې مسالې د ۸۰ کلیو اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ کړي. سل افغانۍ... Читать дальше...

امریکا: افغان ډپلوماټان دې واشنګټن کې د افغانستان سفارت بند کړي

Pa.azadiradio.com 

العربیه ټلوېزیون وايي، د امریکا حکومت په خپل هېواد کې افغان ډپلوماټانو ته خبر ورکړی چې دوی په واشنګټن کې د افغانستان سفارت او همدا راز په نیویارک او لاس انجلس کې کونسلګرۍ بند کړي.  العربیه ادعا کوي چې له موضوع خبرو سرچینو دا هم ورته ویلي چې امریکا د افغان ډپلوماټانو ډپلوماټیک مصونیت هم اخلي.  تراوسه پورې د امریکا حکومت په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي، خو په امریکا کې افغان ډپلوماټانو چې د افغانستان د پخواني حکومت استازیتوب کوي، پرون وویل چې بانکي حسابونه یې تړل شوي دي.  د امریکا غږ انګلیسي څانګې... Читать дальше...

ناروې: طالبانو سره د غونډې معنی دا نه ده چې دوی په رسمیت پېژنو

Pa.azadiradio.com 

د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې انیکن هوینفیلډ په اوسلو کې د طالبانو له استازو سره د امریکا، اروپايي اتحادیې د استازو له درې ورځنیو خبرو وروسته وویل، هېواد یې د دې ډول خبرو لار هواره کړه او د دې معنی دا نه ده چې ناروې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژني.  دې وویل، ناروې له کلونو راهیسې له طالبانو سره خبرې کوي.  د اوسلو له خبرو وروسته د ناروې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د اوسلو خبرې د یو شمېر افغاني موسسو په غوښتنه او د لوېدیځو متحدانو په مشوره وشوې.  د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان... Читать дальше...

د افغانستان د کرکټ تر نولسو کلونو کشره لوبډله نن سریلانکا سره مخ کیږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ له نولس کلنو کم عمره لوبډله نن په نړیوال جام کې له سریلانکا سره مخ کېږي. د دوی لوبه د کوارټر فاینل یا یو څلورم وروستي دور له سیالیو ده چې ګټونکی یې نیمه پایلوبې ته وځي. لوبه د کربین په انټیګوا کې ده چې د کابل په وخت نن ماښام په پنځه نیمو پیلېږي. افغان لوبډلې تردې دمه د نولس کلنو کرکټ نړیوال جام کې د ګروپي دور دوه سیال ټیمونه 'پي.اېن.جي پاپوا نیو ګينې' او زیمبابوې مات کړي، خو پر پاکستان یې بایللې. هاخوا نن د پاکستان د کرکټ غوره لیګ پیلېږي. ګڼ مشهوره افغان لوبغاړي لکه راشد... Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Елена Рыбакина

Камбэком обернулся матч вундеркинда из России перед стартом Еленой Рыбакиной в Мадриде






Фигуристка из Карелии заняла первое место на всероссийских соревнованиях

Собянин поздравил работников скорой помощи с профессиональным праздником

Москва выпускает продукцию для активного отдыха в праздники

"Наступление сетей": томский эксперт о трендах общепита