Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

Новости за 25.01.2022

د ماربلو کارخانو مالکانو د ټیکسونو ضد احتجاج کړی دی

Mashaalradio.com 

د خیبر پښتونخوا د ماربلو کارخانو مالکانو په پېښور کې د صوبايي اسمبلۍ ودانۍ مخې ته احتجاج کړی دی. دوی د جنورۍ پر ۲۴مه د مظاهرې پرمهال وویل چې د حکومت له لوري اضافي مالیه او یوشمېر نور ټیکسونه نه شي ورکولای. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.

''د طالبانو حکومت تسلیمول دې د افغانانو هنري حقونو د خونديتوب په شرط وي''

Mashaalradio.com 

د سيمې پېژندلي هنرمندان او د چارو شنونکي په افغانستان کې پر موسيقۍ او نورو ښکليو هنرونو د بنديز مسله د ډېرې اندېښنې وړ بولي او پرضد يې د يوه مضبوط غږ پورته کولو پر خبره ټينګار کوي. دا څرګندونې د ''ټوېټر سپېس ''په نوم په هغه يوه انلاين بحث کې وشوې چې مشال راډيو د جنورۍ پر ۲۴مه د پېښور پر وخت ماخوستن نهه بجې جوړ کړی وو. بحث پاو باندې يو ساعت جاري وو او پکې د پاکستان او افغانستان پشمول د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو ۲۱۲۷ ټوېټر کاروونکو ګډون ولاره. د پښتونخوا مشهور سندرغاړي کرن خان د خبرو پيل له خپل دې شعره وکړ... Читать дальше...

د وزیر اعظم عمران خان وروستۍ څرګندونې د چا لپاره وې؟

Mashaalradio.com 

د وزیر اعظم عمران خان وروستۍ څرګندونې د چا لپاره وې؟   د جنورې په ۲۳مه د پاکستان وزیر اعظم عمران خان ''ستاسو وزیراعظم له تاسو سره'' په يو ټيليفوني پروګرام کې چې پر ټېليويژن په ژوندۍ بڼه خپرېدو د يوې پوښتنې په ځواب کې بغیر د چا د نوم اخيستو وويل چې دا خبردارې مې هم واؤرۍ چې که د حکومت نه بهر شوم نو بیا به  تاسو ته د پتيډو ځای هم نه ملاوېږي.  ''زه تاسو ته دا خبرداری درکوم، که له حکومته بهر شوم نو بیا به ستاس لپاره نور هم خطرناک ثابت شم، تر اوسه خو زه په خپل دفتر کې چپ ناست یم او تماشې کوم، خو... Читать дальше...

له تحریک طالبان پاکستان سره د سولې خبرې به بریالۍ شي؟

Mashaalradio.com 

په داسې حال کې چې د تحریک طالبان پاکستان او د پاکستان حکومت ترمینځ د سولې لپاره هلې ځلې روانې دي. راپورونه وايي، د پاکستان له غاړې ځینو قبایلي مشرانو په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو له مشرانو سره کتلي دی. دغو مشرانو هڅه کړې، د تحریک طالبان پاکستان مشران اوربند ته اماده کړي خو هغوی د خپلو شرطونو له پوره کېدو پرته له هر ډول اوربنده انکار کړی دی. ټي ټي پي، تر دې وړاندې هم د اوربند لپاره د نورو شرطونو ترڅنګ دا وړاندیز هم کړی و چې د هغوی له سلو زیات مهم ملګري او مشران به د پاکستان حکومت له بنده خوشې کوي. Читать дальше...

ناروې: طالبانو ته مشخصې غوښتنې وړاندې کوو او ګورو چې منل کېږي که نه؟

Pa.azadiradio.com 

ناروې وایي، طالبانو ته به مشخصې غوښتنې وړاندې کړي او وبه ګوري چې ایا طالبان یې عملي کوي، که نه؟  دا خبره په بهرنیو چارو کې د ناروې د دولت وزیرې ینریک تون نن د ناروې خبري اژانس اNTB ته کړې او ویلي دې چې دا د یوې بې پایه پروسې پیل نه دی. نوموړي دغه څرګندونې نن مخکې له دې چې د ناروې د پلاوي په ترکیب کې د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ له پلاوي سره خبرې ترسره کړي، وکړې.  د ناروې د خبري اژانس د راپور له مخې له طالبانو بشري حقونو په تېره بیا د ښځو او اقلیتونو حقونو ته درناوی... Читать дальше...

په افغانستان کې د کرونا مثبتې پېښي زیاتې شوې دي

Pa.azadiradio.com 

د افغان جاپان روغتون ډاکټران وايي، په تېرو دوو اوونیو کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ډېر شوی او هره ورځ په منځني ډول له۱۰ تر ۱۵ ناروغان روغتون ته راځي.  د افغان جاپان روغتون سر طبیب ډاکټر طارق احمد اکبري ازادي راډیو ته وویل، چې د ویروس مثبتې پېښې اومیکرون ته ورته دي، خو دوی یې د تشخیص لپاره اړین کیټونه نه لري.  اکبري وایي:" اوس مهال د افغان جاپان روغتون او د 'کووېډ-۱۹' په نورو ولایتي سنټرونو کې د کرونا ویروس مخ په زياتېدو دی، پرون مو ٢٥ مثبتې پېښې درلودې، نن ښايي تر دې هم زياتې شي، موږ پرون... Читать дальше...

په ننګرهار کې انځورګر: طالبانو راباندې کار بند کړی او وایي چې دا چاره حرامه ده

Pa.azadiradio.com 

په ننګرهار ولایت کې یو انځور ګر وايي، طالبانو ورته ویلي چې له دې وروسته دې انځورګري نه کوي.   دغه انځورګر چې عزت نومیږي ادعا کوي چې د طالبانو امربالمعروف او نهي عن المنکر پنځم امریت ورته ګواښ کړی چې له خپل هنره لاس واخلي.  نوموړی چې له تېرو څو کلنو راهیسې انځورګري کوي، نورو ته د دې هنر د زدکړې یو مرکز هم جوړ کړی دی.    عزت وایي:" زه انځورګر عزت یم، په ننګرها ولایت کې د یو هنرۍ مرکز مسؤلیت په غاړه لرم. له انځورګرۍ ور هاخوا په دې برخه کې شاګردان هم لرم، د ځوانانو علاقه هم په دې برخه کې ډېره ده... Читать дальше...

بایډن له اروپايي چارواکو سره له خبرو وروسته د غربي قدرتونو د یووالي اعلان وکړ

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحدوایالتونو ولسمشر جو بایډن، له اروپايي چارواکو سره تر ۸۰ دقیقو خبرو وروسته د غربي قدرتونو ترمنځ د بشپړ یووالي اعلان وکړ.   پرونۍ خبرې پر دې متمرکزې وې چې پر اوکراین د روسیې د احتمالي یرغل مخه څنګه نیول کېدای شي.   دا خبرې داسې مهال وشوې چې اندېښنې شته روسیه ښايي ډېر ژر د اوکراین په وړاندې پوځي اقدام وکړي.   روسیې د اوکراین پولې ته څېرمه زرګونو سرتېري ځای پر ځای کړي چې غربي چارواکو ویلي مسکو د اوکراین په وړاندې پوځي اقدام ته ځان چمتو کوي، خو مسکو دا تور رد کړی دی.   په وروستیو... Читать дальше...



د ٢٠٢٢کال د لامبو وهنې نړیوالې سیالۍ یو ځل بیا وځنډول شوې

Pa.azadiradio.com 

د ٢٠٢٢کال د لامبو وهنې نړیوالې سیالۍ یو ځل بیا وځنډول شوې.   ټاکل شوې وه د لامبو وهنې نړیوالې سیالۍ د روان د ۲۰۲۲کال په مې میاشت کې د جاپان په فوکویوکا ښار کې ترسره شي، خو د المپیک نړیوالې کمیټۍ اعلان کړی چې د کرونا ویروس له امله د رامنځته شویو محدودیتونو په پار دغه سیالۍ راتلونکي میلادي کال ته ځنډوي.  د المپیک نړیوالې کمیټی دغه پریکړه د جاپان د ورزشي ادارو د مسؤلینو په لارښونه کړې.   ټاکل شوې چې د لامبو وهنې نړیوالې سیالۍ د ۲۰۲۳کال د جولای په میاشت کې د جاپان په فوکویوکا ښار کې ترسره شي. ... Читать дальше...

په سېند کې د کروندګرو مظاهرې

Mashaalradio.com 

په پاکستان کې د کرهڼیزه سرې د کموالی پرضد پاکستان پيلپلز پارټې د جنورۍ پر ۲۴مه د سیند په ځینې ښارونو کې لاريون او احتجاجونه وکړل. د وفاقي حکومت وزيرانو څو څو وارې ويلي دي چې د کمې يوه وجه یې د سرې قاچاق دی او بل د ګیس کمی دې.  نور حال په دې ویډیويي راپور کې.

د ناروې غونډې ګډونوالې: طالبان دې په عمل کې د بشري حقونو درناوی وکړي

Mashaalradio.com 

د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې د لوېدیځو هېوادونو له استازیو سره د طالبانو د پلاوي رسمي غونډې چې د جنورۍ پر ۲۴مه پیل شوې، نن هم دوام کوي. د تړلو دروازو تر شا د دې غونډو د خبري پوښښ لپاره رسنیو ته اجازه نه ده ورکړل شوې. درې مختلف لوري له مشخصو غوښتنو سره په دې درې ورځنۍ غونډو کې ګډون کوي. دې ته په پام چې د افغانستان له نیمایي زیات وګړي، د لوږې له خطر سره مخامخ دي، په دې هېواد کې د بشري بحران حل د نړیوالې ټولنې یوه اساسي غوښتنه ده. بل لوری ښځې دي چې غواړي اساسي حقونه یې ورکړل شي او د طالبانو حکومت یې کار کولو او روزنې ته ژمن پاتې شي. Читать дальше...

په خوست کې 'یو.اېن.اېچ.سي.ار' لسګونو کورنیو ته نغدي مرسته ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د جنوري په ۲۵مه د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د لويې کمېشنری UNHCR له خوا په خوست کې پر نږدې درې سوه غریبو کورنیو باندې د ژمنیو توکو د رانیولو په خاطر نغدي مرستې ووېشل شوې. د مسوولانو په وینا، یادې کورنۍ د سپېرې او تڼیو ولسوالیو همدارنګه د مرکز اړوند  سیمو څخه انتخاب شوې او هرې کورنۍ ته ۲۶۵ امریکايي ډالر په نغدي ډول ورکول شول. د خوست په ولایت مقام کې 'یو.اېن.اېچ.سي.ار' همکار محمدایوب اندیال د یادو مرستو په باب ازادي راډیو ته وویل، په راتلونکې کې به هم په ورته توګه بې وزلو کورنیو باندې نغدي مرستې ووېشل شي. Читать дальше...

یو پاکستانی خبریال حسین شاه لاهور ښار کې په ډزو ووژل شو

Pa.azadiradio.com 

یو پاکستانی خبریال حسین شاه چې له یوه سیمه ییز ټلوېزیون سره یې کار کاوه تېره شپه د پاکستان په لاهور ښار کې په ډزو ووژل شو.  پولیسو وویل، دوه وسله وال چې پر یوه موټر سایکل سپاره و، پر حسین شاه د لاهور پرېس کلب ته نژدې ډزې وکړې او د پېښې له ځایه وتښتېدل.  د پولیسو یوه جګپوړي چارواکي صفدر رضا کاظمي وویل، په دې اړه چې نوموړی د چا له خوا وژل شوی؟ څېړنه کوي.  تراوسه چا یا کومې ډلې د هغه د وژلو مسولیت نه دی اخیستی.  د حسین شاه له وژل کېدو وروسته یو شمېر قهر وړو خبریالانو په لاهور کې لاریون وکړ،... Читать дальше...

ګواښ سره د مخ افغانانو په ایستلو ټینګار؛امریکا: قطر دې له کابله الوتنې پیل کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د لویې څارنوالۍ یو څارنوال چې وایي، له لوړو امنیتي ګواښونو سره مخ دی، له هېواده د وتلو لپاره د الوتنو پیل ته په تمه دی. دا څارنوال چې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته یې وویل چې د کړې دندې له امله یې ژوند په خطر کې دی: "هغه څارنوالان چې په تېرو دوو لسیزو کې یې په افغانستان کې د قانون د پلي کولو لپاره د اصولو له مخې کار کړی، اوس د طالبانو له خوا ټول هغه پخواني مجرمین او ترهګر ازاد شوي موږ له جدي ګواښونو سره مخ یو، نړیوال دې زموږ ژوند ته پام... Читать дальше...

سرچینه: افغانستان ته پټ تللي پاکستاني پلاوي له کالعدم تحریک طالبان سره خبرې کړې

Mashaalradio.com 

د پاکستان پوځ او طالبانو ته نېږدې سرچینو مشال راډیو ته ویلي، افغانستان ته د پاکستان د حکومت لخوا په پټه استول شوي پلاوي په پکتیکا ولایت کې د تحریک طالبان پاکستان د ډلې له مشر نورولي محسود او د دې ډلې د مشرتابه شورا له نورو غړیو سره خبرې وکړې.

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم وروستۍ لوبه له هالنډ سره روانه ده

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ د نړیوالو سیالیو په ترڅ کې نن سې شنبه(د سلواغې ۵مه) د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم وروستۍ لوبه له هالنډ سره روانه ده.  دغه لوبه چې د قطر د پلازمېنې دوحې په لوبغالي کې د افغانستان له خوا په بیټنګ سره پیل شوې، تر اوسه یې په نهو اورونو کې کې ۲۲ منډې کړي او هېڅ یو لوبغاړی نه دی سوځیدلی.  د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک، د لوبو دغه لړۍ چې ټیمونه مستقیماً د کرکټ نړیوال جام لوبو ته لاره مومي، مهمه بولي: "تر اوسه افغانستان د نړیوال جام سیالیو په جدول کې شپږم مقام ته پورته شوی او په ټوله... Читать дальше...

طالبان: اوسلو کې ټولو لوریو سره رغنده خبرې شوي، ښو پایلو ته یې هیله‌مند یو

Pa.azadiradio.com 

د ناروې پلازمېنه اوسلو کې د طالبانو حکومتي پلاوی له لویدیځو ډپلوماټانو سره د وروستۍ ورځې لپاره خپلو خبرو ته دوام ورکوي. هغه خبرې چې رسنیزه اجنډا یې په افغانستان کې د بشري ناورین د لا پراختیا مخنیوی، د یوه ټول‌ګډونه حکومت پر جوړېدو بحثونه او د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو خوندیتوب دی. خو دا خبرې د بندو دروازو تر شا روانې دي او له عمومیاتو پرته یې د بحثونو لپاره وضع شوي شرایط، وړاندیزونه او غوښتنې نه مطبوعاتي کېږي. خو ناروې ته تللي د طالبانو د حکومتي پلاوي مشر او د بهرنیو چارو وزارت... Читать дальше...

Новости России
Москва

Подмосковные проекты победили в Международном профессиональном конкурсе НОПРИЗ на лучший проект – 2023


سبا چهارشنبه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د افغانستان پر وضعیت غږیږي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا سبا چهارشنبې (د سلواغې ۶مه) د افغانستان د روان وضعیت په اړه غونډه وکړي.  د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا غونډه به د افغانستان پر وخت د ماښام ۷نیمې بجې پیل شي. رسنۍ هم کولی شي چې دغه غونډه په ژوندۍ بڼه تعقیب کړي.  یوناما ویلي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ډیبرا لاینز او د ناروې د بهرنیو چارو وزیره انیکین هویتفیلډ به هم د امنیت شورا دې غونډې ته معلومات وړاندې کړي. Читать дальше...

د کلیو او کرنې د پراختیا موسسه: لغمان کې د بېرو ۳لکه ونې کینول کیږي

Pa.azadiradio.com 

د کلیو او کرنې د پراختیا موسسې په لغمان ولایت کې خپل فعالیت له سره پیل کړ. د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مستعین عمري نن سې شنبه (د سلواغې ۵مه) ازادي راډیو ته وویل چې د یادې موسسې د فعالیت په پیل سره به په لغمان ولایت کې د بېرو درې لکه ونې کېنول شي. د ښاغلي عمري په خبره، د کلیو او کرنې د پراختیا موسسه به سږکال د 'WFP' موسسې په مرسته به لغمان ولایت کې د بېرو د ونو شته ځنګلونه هم بیاورغوي. د کرنې وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د دغو ځنګلونو په بیارغېدو سره به ۵۲۲ کسانو ته د کار زمینه برابره شي. Читать дальше...

سوات: ځايي خلکو د تودو جامو اخيستو لپاره کباړ بازار ته مخه کړې

Mashaalradio.com 

د يخنۍ زياتېدو سره سم د سوات ځايي وګړيو د کباړ بازار مخه کړې او کارول شوې تودې جامې په ارزانه بيه اخلي. پېرودونکي وايي چې په پاکستان کې ګراني ډېره زياته شوې چې له کبله يې له يخني څخه د ځان ساتلو لپاره د نوو جامو اخيستلو توان نه لري. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونه: د انارو صادرات راکم شوي

Pa.azadiradio.com 

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونه بهر ته د انارو صادراتو د را کمېدو خبر ورکوي. د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې عامل رییس عبدالباقي نن سې شنبه (د سلواغې ۵مه) ازادي راډیو ته وویل، د روان لمریز کال په ۹ میاشتو کې یوازې ۶۹۸ ټنه انار بهر ته صادر شوي، په داسې حال کې چې تېرکال دا اندازه ۳۴ زره و ۴۰۸ ټنه وه. د ښاغلي باقي په وینا، د ټرانزیټي لارو د تړل کېدو او دغه شان د هوایي دهلیز له لارې د صادراتو بندېدل د دې لامل شوه چې د کندهار ولایت ډېر  انار له منځه لاړ شي چې بڼوالو ته یې لوی اقتصادي زیانونه اړولي دي. Читать дальше...

بایډن: امریکا او اروپا اوکراین کې د روسیې پر وړاندې موافقې ته رسیدلي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر جو بایډن وایي، متحده ایالاتونه او اروپایي متحدان یې د اوکراین پولې ته نژدې د روسیې د "پوځي ګواښ" پر وړاندې بشپړې موافقې ته رسیدلي دي.  بایډن دا څرګندونې پرون له اروپایي متحدانو سره تر ویډیویي غونډې وروسته خبریالانو ته وکړې.  د بریتانیا صدر اعظم بورېس جانسن هم د امریکا، ایټالیا، پولنډ، فرانسې، جرمني او دغه راز اروپایي شورا، اروپایي کمېسیون او ناټو له چارواکو سره تر لیدو کتو وروسته ورته څرګندونې کړي دي.  دغو لویدیځو هېوادونو هوکړه کړې چې که پر اوکراین د روسیې د یرغل امکانات ډېریږي،... Читать дальше...

ریچارد نیفیو د هغو مرکچیانو له ډلې ووت چې ایران سره اټمي تړون ارزوي

Pa.azadiradio.com 

د تهران لپاره د امریکا یو لوړپوړی استازی د هغو مرکچیانو له ډلې ووت چې له ایران سره اټمي تړون ارزوي.  ریچارد نیفیو داسې حال کې له دې ډلې ووځي چې د دغه تړون بیا ژوندي کېدو ته هڅې ګړندۍ شوي، خو مرکچیان یې د نظر اختلاف لري.  د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړپوړي چارواکي د ازادې اروپا/ازادي راډیو ته ویلي چې ریچارد له دې وروسته د ایران لپاره د امریکا د ځانګړي استازي مرستیال نه دی.  دغه وزارت د خپل دې اقدام لامل څرګند نه کړ، خو والسټریټ ژورنال ویلي، ریچارد نیفیو له نورو امریکایي مرکچیانو سره د ایران د اټمي تړون په اړه د نظر اختلاف درلود. Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Карен Хачанов

Хачанов обыграл Баутиста-Агуту в третьем круге «Мастерса» в Мадриде






Минздрав: большая часть оборудования в скорых стала отечественной

Власти Евросоюза призвали РФ пересмотреть решение о судьбе "дочек" Ariston и Bosch

52 диплома завоевала команда Подмосковья на школьной олимпиаде по 4 предметам

Росстат: Уровень безработицы в России обновил исторический минимум