اقبال بانو نجونو ته د فېشني جامو ډیزاینولو روزنه ورکوي
د پېښور اقبال بانو د فېشني کالیو ډیزاینول کوي او نورو ښځو ته هم ورښيي. اقبال بانو وايي، په لسګونو ښځې یې روزلې او اوس دوی خپل کاروبارونه لري. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.
د پېښور اقبال بانو د فېشني کالیو ډیزاینول کوي او نورو ښځو ته هم ورښيي. اقبال بانو وايي، په لسګونو ښځې یې روزلې او اوس دوی خپل کاروبارونه لري. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.
د طالبانو ځینو سرچینو تائید کړې ده چې په فراه ولایت کې یې یو کاناډايي وګړی نیولی دی. یو ځايي امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې دا بهرنی له هراته فراه ته روان و چې د طالبانو د استخباراتي مامورینو له خوا د فراه رود په سیمه کې نیول شوی دی. د دې سرچینې په وینا یاد کس د هویت تر تثبت وروسته دا مهال د نورو پوښتنو ګروېږنو لپاره د استخباراتو د ریاست په توقیف کې دی. په سیمه کې ځايي طالب چارواکو په څرګنده د دې موضوع په اړه د جزئیاتو له ورکولو ډډه وکړه خو ازادي راډیو ته په یو... Читать дальше...
په کابل کې یو شمېر معترضو مېرمنو د عالیې عزیزې د خوشې کېدو غوښتنه وکړه. لاریون کوونکې ادعا کوي چې طالبانو عالیه عزیزي پرته له کوم جرمه بندي کړې او دا د بشر حقونو نقض دی. د دې لاریون غړې شبنم توانا ازادي راډيو ته وویل، طالبانو د تېر حکومت دولتي او نظامي کارکوونکو ته عمومي عفوه اعلان کړې خو د عالیې نیول او بندې کېدل له عفوې ښکاره سرغړونه ده. اغلې توانا وایي:" موږ نن د عالیې عزیزې د خلاصون لپاره خپل غږ پورته کړی و، موږ دا غوښتل چې ووایو اغلې عزیزي بې ګناه ده او له تېرو څلور میاشتو راهیسې د... Читать дальше...
د ایران تر دېرشو زیاتو ښارونو کې سلګونه ښوونکي له هغو اعتراضونو سره یو ځای شوي دي چې په تنخواګانو کې د زیاتوالي او د کار په شرایطو کې د ښه والي غوښتنه کوي. راپورونه ښيي چې تهران، اصفهان، شیراز، مشهد، قم او نورو ښارونو کې ښوونکو اعتراضونه کړي. راپورونه وايي چې معترضو ایراني ښوونکو پر هغه څه نیوکه کوله چې دوی یې د " پوهنې پر وړاندې د حکومت بې پروايي" بولي او په عین حال کې یې د خپل نیول شویو همکارانو د خوشې کېدو غوښتنه کوله. ښوونکو په وروستیو کې په ایران کې څو اعتراضونه کړي چې په ځواب کې یې ځینې... Читать дальше...
پاکستان کې حکومت مخالفه ګوندونه پر حکومت تور پورې کوي چې د ناسمو تګلارو له کبله یې په هېواد کې ګراني زياته شوې او هېواد له اقتصادي بحران سره مخامخ دی، خو حکومت بيا د دې هر څه تر شا د پخوانيو حکومتونو درغلي يادوي چې هغوی تل انکار ورڅخه کړی دی.
دا راپور په ۷۵۰ مخونو اډانه لري او پکې په پاکستان کې د ښځو او اقلیتونو په حقونو، او د خلکو په لادرکه کېدو د فکرمندۍ څرګندونه شوې ده.
د غور ولایت انځورګر چې په دې برخه کې یې لس کلنه تجربه درلوده له خپل مسلکه لاس په سر شو. همایون عارف چې په دې برخه کې یې په سلهاوو انځورونه ویستلي اوس وايي، دا چې طالبانو په دې برخه محدویتونه لګولي نوموړی هم د انځورګرۍ له نړۍ سره خدای په امانۍ کوي. د ښاغلي عارف د انځورګرۍ سوژې تر ډیره د افغانستان لرغونو سیمو او نامتو څېرو ته ورټولې دي. نوموړي له ماشومتوبه له دې هنر سره علاقه وه او له تېرو لسو کلنو یې په دې برخه کې مسلکي کار پیل کړی. دغه افغان انځورګر چې اوس مهال په یو فیستوال کې د ګډون لپاره... Читать дальше...
د ریال ماډرید لوبډلې د اسپانیې سوپر جام سیالیو ته لار پیدا کړه. د بارسلونا او ریال ماډرید لوبډلو تېره شپه د اسپانیا د سوپر جام سیالیو په دوام د ریاض ښار په ملک فهد په لوبغالي کې سره لوبه وکړه. په دغه لوبه کې ریال ماډرید ۳ د ۲ پر وړاندې بارسلونا لوبډلې ته ماتې ورکړه او د یاد جام پای لوبې ته یی لار پیدا کړه. په دغه لوبه کې وینیسوس جونیور په ۲۵ دقیقه، کریم بنزیما په ۷۲ دقیقه او فدریکو والورده د اضای وخت یعنی ۹۸ دقیقه کې د ریال ماډرید په ګټه ګولونه ووهل. ریال ماډرید به د دغه جام سیالیو په... Читать дальше...
روسیې ویلي دي چې له قازقستانه خپل هغه ۲۰۰۰ کسیزه ځواک باسي، چې دغلته یې د قهرجنو مظاهرو پس د امنیت ساتلو لپاره لېږلی ول. دا ځواکونه د روسیې په مشرۍ د ګډ امنیت تړون تر چوکاټ لاندې په قازقستان کې وګومارل شول. په دغه هېواد کې د انرژۍ اوخاصکار د مایع ګېس په سرکاري نرخ کې دوه چنده زیاتولي له خواشینۍ ډک پراخ ولسي لاریونونه راپارول. د روسیې خبري اژانسونو تر مخه د روسیې د دفاع وزارت نن (جنوري ۱۳) په یو بیان کې ویلي دي چې ځواکونه یې له قازقستانه راوتلو ته تیاری نیسې. د ګډ امنیت تړون یا سي اېس ټي او د... Читать дальше...
تر ۱۹ کلونو د کم عمر کرکټ نړیوال جام لوبې سبا په ویسټ اېنډیز کې پیلېږي. د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنیو د برخې مسؤل فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان د لوبو په مهال وېش کې بدلون راغلی دی. هوتک وایي:" د افغانستان ۳ لوبې دي، ټاکل شوې وه چې د افغانستان لومړۍ لوبه په ۱۶ ترسره شي خو اوس په ۱۸مه نېټه ده، لومړۍ لوبه له پاپو نیوګیني سره په ۱۸ د جنوري، دوهمه د جنوري په ۲۰مه له پاکستان سره او درېیمه د جنوري په ۲۲ له زمبابوې سره." تمه ده چې افغان لوبډله نن ویسټ اېنډیز ته ورسېږي. دې لوبغاړو... Читать дальше...
بلخوا د ډاکټرانو اتحادیې پرېکړه کړې چې د جنورۍ له ۱۳مې د صوبې په ټولې سرکاري روغتونونو کې د ایمرجنسي خدمتونه پرانېزي خو (او پي ډي ایز) به لا تړلې وي.
عمران خان لیکلي له نړیوالې ټولنې غواړي چې په افغانستان کې د بشري بحران مخنیوای وکړي ځکه چې هلته د تېرو ۴۰ کالونو راهیسې خلک د جنګونو او ناامنیو ښکار شوي دي.
د افغانستان د برېښنا شرکت وايي، له ازبیکستانه افغانستان د وارداتي برېښنا په بهیر کې د ناڅاپي کمې ستونزه بېرته هواره شوې ده. تر دې یوه ورځ مخکې د افغانستان برېښنا شرکت له ازبیکستانه په وارداتي برېښنا کې د شپېته په سلو کې کموالي خبر ورکړی و او ویلي یې وو ، تاشکند د برېښنا د کمولو پرېکړه د افغانستان له برېښنا شرکت سره له همغږۍ پرته کړې ده. خو نن سهار د افغانستان د برېښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي رسنیو ته په یو استولي پیغام کې وویل چې له ازبیکستانه د برېښنا په بهیر کې راغلې ستونزه هواره شوې ده... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (یو اېن اېچ سي ار) وايي، د نصاب د ژبې بدلولو او عصري کولو اقدام یې ځکه کړی دی چې افغان ماشومان هم د پاکستانیو هغو په څېر ښه تعلیم وکړای شي او په راتلونکې کې د لوړو زده کړو زیاتې موقعې ولري.
زلزله ځپلی ملک عمل خان وايي، داسې ښکاري چې حکومت له دوی سره د درواغو وعدې کړې وې. د ده په وینا، ځکه چې تر اوسه یې د سرکار هېڅ عملي کار و نه لید.
په جوزجان ولایت کې پر ۷۰۰ بزګرو اصلاح شوی تخمونه ووېشل شول. د طالبانو حکومت د کرنی، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مستعین عمري نن پنجشنبه (د مرغومي ۲۳مه) ازادي راډیو ته وویل، د اکټېډ موسسې په مرسته یې په جوزجان ولایت کې پر ۷۰۰ بزګرو ۳۵ ټنه د غنمو اصلاح شوی تخم، ۳۵ ټنه کیمیاوي سره او د کرنیزو توکو د ودې لپاره د ۳۵ ټنه د DAP په نوم ځانګړی سره ووېشله. کرنې وزارت د دغو تخمونو د وېش هدف په جوزجان ولایت کې د کرنیزو حاصلاتو د کیفیت د لوړېدو ترڅنګ، د کرنې په برخه کې خلکو ته د کار پیدا کول او د هغوی د عایداتو ډیریدل بولی. Читать дальше...
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، په تېرو ۹ میاشتو کې یې د څه باندې یو میلیارډ امریکایي ډالرو په ارزښت بهر ته صادرات کړي دي. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس توکل احمدیار ازادي راډیو ته وویل، په تېرو ۹ میاشتو کې یې د یو میلیارډ او ۹۶ میلیونه ډالرو په ارزښت زرګونه ټنه داخلي تولیدات بهر ته صادر کړي. د ښاغلي احمدیار په خبره، په صادرو شوېو توکو کې وچه او تازه میوه، طبي بوټي، سابه، قیمتي ډبرې، غالۍ، لاسي صنایع او حیواني محصولات شامل دي. دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د... Читать дальше...
ملګرو ملتونو له افغانستان سره د بشري مرستو لپاره له نړیوالو د پنځه اربه ډالرو غوښتنه کړې ده. د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې د طالبانو لخوا د افغانستان واک ترلاسه کولو وروسته ملګرو ملتونو وخت په وخت ویلي چې دغه هېواد د بشري ناورین اړخ ته روان دی. د ملګرو ملتونو د شمېرو تر مخه په افغانستان کې دا مهال لږ تر لږه یو میلیون ماشومان د خوراک له کمښت سره مخ دي او نیمايي وګړي یې بشري مرستو ته اړتیا لري. د دې ترڅنګ ۳.۵ میلیونه خلک په هېواد دننه د کدوالۍ ژوند کوي. نور حال په دې ویډیو راپور کې. ویډیو: ایسوشیېټیډ پریس
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وایي، پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د دغه هېواد بشري او اقتصادي حالات لا پسې کړکېچن شوی دی. دغه راپور کې چې نن د جنورۍ میاشتې په ۱۳مه نېټه خپور شوی، په کې راغلي چې د دې بشري او اقتصادي ناورین تر ټولو زیاته بیه ماشومان او ښځې پرې کوي. د 'هیومن رایټس واچ' په دې راپور کې د ۲۰۲۱ کال پر مهال په سلو هېوادونو کې بشري وضعیت ته کتنه شوې ده. د راپور له مخې، د طالبانو د حکومت له پیل راهیسې تر اوسه د تېرو شلو کلونو سترې لاسته راوړنې په زیاته اندازه له منځه... Читать дальше...
په کونړ کې یو شمېر کسان وايي، د پاسپورټونو د وېش پڅ بهیر او په دفتر کې واسطه لرونکو ستونزو سره مخ کړي دي. د کونړ ولایت امنیه قوماندانۍ مخې ته هره ورځ په اوږده قطار کې سپین ږیري، ښځې، ماشومان او ځوانان له اسنادونو سره ولاړ وي. هر یو کوښښ کوي چې له نورو وړاندې يې کار خلاص شي، خو دوی کې ډېر کم کسان دي چې چارې يې په چټکۍ ترسره شي. پاسپورټ اخستونکي وايي، د پخوا په څېر اوس هم د واسطو خاوندان په کې وړاندې دي. د مرورې ولسوالۍ اوسیدونکی عطاالله وايي: "پلار مې ناروغ دی، دا څلورمه ورځ ده چې دلته راځو،... Читать дальше...
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وایي، طالبانو په جګړه ځپلي افغانستان کې بشري او اقتصادي وضعیت لا پسې خرابه کړی دی. دغه سازمان نن (د جنورۍ په ۱۳مه ) په یوه راپور کې ویلي چې افغانستان کې بشري کړکېچ په غمیزې یا فاجعې بدل شوی دی. د 'هیومن رایټس واچ' په دې راپور کې د ۲۰۲۱ کال پر مهال په سلو هېوادونو کې بشري وضعیت ته کتنه شوې ده. د راپور له مخې، طالبانو په افغانستان کې د بشري حقونه وضعیت هم په بېړه خرابه کړی دی چې درنه بیه یې ښځې او نجونې پرې کوي. راپور کې وړاندې راغلي چې د امریکا او متحدانو... Читать дальше...
د طالبانو په لاس د افغانستان تر سقوط وروسته افغانونو ترمنځ پر ټویټري سپېسونو خبرې اترې زیاتې شوي دي. اوس مهال په دغه خواله رسنۍ هر ورځ لږ تر لږه تر پنځو سپېسونه «په ژوندۍ بڼه» خبرې اترې کېږي چې د ټولنې بېلابېل خلک په کې ګډون او نظریات تبادله کوي. د دې سپېسونو ګډونوال او د بیان د ازادۍ د ځینو ملاتړو بنسټونو مسولین دا خبرې اترې ګټورې بولي او وایي چې په دې سره د بیان ازادي لا پیاوړې کېږي. د تېر جمهوري نظام د یو سرتېري غږ چې په یو ټویټري سپېس کې یې د طالبانو په لاس د افغانستان د سقوط د ورځو خاطرې بیانوي. Читать дальше...
انګۍ، د پښتني ولسي ادب یو غښتلی سندریز دود. هغه سندریز دود چې پرته له موسیقي له ویر، ژړا او فریاد سره بلل کېږي. دغه ویرجنو سندرو ته چیغیانې، چیغې او ساندې هم ویل کېږي، خو د فولکلوریستانو په باور د انګۍ ویلو دود سوکه سوکه مخ په ورکېدو دی. د دغه دود په اړه نور حال د لاندې لینک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:
د افغانستان د تکواندو رییس نجیب الله سکندر چې په جمهوریت روغتون کې ډاکټر هم دی په کابل کې تری تم شوی. د تکواندو د ملي ټیم روزونکي بشیر ترکي ازادي راډیو ته وویل چې موضوع یې د طالبانو له امنیتي سرچینو سره شریکه کړې ده: "کله چې موږ تماس ونیو له ټولو امنیتي ادارو سره ډاکټر صاحب هلته نه و، نو جوتیږي چې دا یا د اختطاف یا د غلو کار دی، طالبانو موږ ته ډاد راکړ چې دا مساله جدي تعقیبوو او انشاالله ژر تر ژره به معلومه شي او خپلې کورنۍ ته به یې وسپارو." د ښاغلي ترکي په وینا، ډاکټر سکندر د سې شنبې د شپې... Читать дальше...
تر ۱۹ کلونو د کم عمر کرکټ نړیوال جام لوبې سبا په وېسټ انډیز کې پیلېږي. تمه ده چې افغان لوبډله به نن وېسټ انډیز ته ورسېږي. دې لوبغاړو د ویزو د اخېستو ستونزه لرله چې له همدې امله یې وېسټ انډیز ته سفر وځنډیده. د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنیو د برخې مسوول فرید هوتک په ټویټر کې لیکلي دي چې په دې نړیوال جام کې د افغانستان د لوبو په مهالویش کې بدلون راغلی دی او افغان لوبډله به خپله لومړۍ لوبه راتلونکې اونۍ سې شنبې له پاپونیوګیني سره وکړي، دوې ورځې وروسته تر هغې به له پاکستان سره او بیا دوې ورځې ترمنځ له زیمبابوې سره ولوبېږي. Читать дальше...