Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

Новости за 23.01.2022

چين له طالبانو او طالبان له چين څه غواړي؟

Pa.azadiradio.com 

چین د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یوازینی دايمي غړی دی چې واک ته د طالبانو له رسیدو راوروسته، ددې ډلې له حکومت سره تودې اړیکې لري. کابل کې د چين سفارت پرانيستی او ډيپلوماتان يې د طالبانو د حکومت له لوړپوړو چارواکو سره پرلپسې ناستې ولاړې کوي. ددې اونۍ مثلث کې د طالبانو د حکومت او چين ترمنځ په اړيکو او په کې د پاکستان په رول غږېږو. دا اونۍ د ازادي راډیو د خبري برخې څخه ریډ سټنډیش چې د چین او ایرواشیا په اړوند مسالو راپورونه چمتو کوي، د مشال راډیو څخه داود خټک او له ازادي راډيو څخه اجمل اند، په سيمه کې د چين په لېوالتياوو سره بحث کوي.

وروستي بارانونه او واورې به د بلوچستان وچکالي ختمه کړای شي؟

Mashaalradio.com 

په بلوچستان کې تر اوږدې مودې وروسته د جنورۍ له ۲۱مې نيټې راهيسې د واورو او بارانونو لړۍ پیل شوې ده. په کوټه، زیارت، ږوب، سنجاوۍ، قلعه عبدالله، کاڼ مهترزۍ، مسلم باغ، قلعه سيف الله، خانوزۍ، توبه اڅکزۍ، توبه کاکړي او په بلوڅ مېشتو سيمو کولپور او منګوچر کې بارانونه او واورې شوې او په ځينو سيمو کې لاهم دا لړې دوام لري. بلوچستان په تېره بيا پښتون ميشتې سيمې له تېرو څو کالونو راهيسې له سختې وچکلۍ سره مخامخ دي چې له کبله يې هلته د اوبو کمښت رامنځ ته شوی دی. ځايي خلک وايي چې په سيمه کې د څښلو د اوبو ترڅنګ... Читать дальше...

د طالبانو حکومت: د وروستیو طبیعي پېښو قربانیانو ته مو مرستې رسولي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت وايي، د وروستیو اورښتونو او نورو طبیعي پېښو قربانیانو ته یې مرستې رسولي. د دې وزارت چارواکي وايي چې د بهرنیو ملاتړو پر همکارۍ د وروستیو طبیعي پېښو قربانیانو ته د نقدي پېسو تر څنګ خوراکي توکي هم رسولي. ددې وزارت مالي او ادارې مرستیال عنایت الله شجاع وایي:" د طبیعي پېښو سره د مبارزې وزیر د هدایت پر بنسټ د طبیعي پېښو له امله د هر شهید کورنۍ سره ۵۰ زره افغانۍ، زخمي سره ۲۵۰ زره افغانۍ او هغه کسان چې کورونه یې وران شوي ۳۰ زره افغانۍ نقدو پېسو مرستې شوې... Читать дальше...

 مدني فعالان: له افغانانو سره د نړیوالې ټولنې مرستې په نا عادلانه ډول وېشل کېږي 

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر مدني فعالانو د یکشنبی په ورځ په کابل کې د یوې اعتراضیه ناستې پر مهال له اړمنو کورنیو سره د مرستو د وېشلو پر بهېر نیوکې وکړې.   دغه مدنی فعالان ادعا کوي چې د نړیوالې ټولنې له لوري شوې مرستې د داسې کسانو په واک کې ورکړل شوي چې د یادو مرستو د وېشلو پر مهال سیمه ییزې، مذهبي او قومي اړیکې په پام کې نیسي او په فساد ککړ دي.  د دغې ناستې یوه ګډونوال او مدني فعال سخي بهزاد ازادي راډیو ته وویل، د نړیوالې ټولنې مرستې اړمنو کسانو ته نه دي رسیدلي او په وینا یې د کابل د لوېدیځ اوسیدونکي له دغو مرستو بې برخې پاتې دي. Читать дальше...

په روسیې د کرونا ویروس؛ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې نږدې ۶۳ زره پېښي ثبت شوي

Pa.azadiradio.com 

په روسیه کې نن یکشنبه د کرونا ویروس د مثبتو پېښو بې ساری لوړ شمېر ثبت شوی دی.   په دغه هېواد کې د ۲۴ ساعتونو پر مهال د کرونا ویروس ۶۳ زره ۲۰۵ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.   د دولتي ارقامو له مخې پرون بیا دغه شمېر ۵۷ زره ۲۱۲ او وړمه ورځ ۴۹ زره ۵۱۳ وو.  په روسیه کې دا شمېر په داسې حال کې په بې ساري ډول زیاتېږي چې د کرونا ویروس اومیکرون بڼه چې په چټکۍ په خلکو کې خپرېږي، د روسیې بېلابېلو برخو ته رسېدلې ده.  د کرونا ویروس په وړاندې د مبارزې لپاره د روسیې ګمارل شوې ډلې نن په ۲۴ ساعتونو کې په کرونا ویروس د ۶۷۹ کسانو مړینه ثبت کړې ده.

قرغزستان پر تحقیقاتي خبریال بولوت تیموروف د مخدره موادو د لرلو تور ولګاوه

Pa.azadiradio.com 

د قرغزستان چارواکو پر پېژندل شوي تحقیقاتي خبریال بولوت تیموروف د غیرقانوني مخدره موادو د لرلو تور ولګاوه.   تر دې څو ساعته مخکې امنیتي ځواکونو د دغه خبریال دفتر تالاشي کړ چې د تیموروف په وینا په دې وخت کې امنیتي ځواکونو د ده جېب ته غیرقانوني مخدره مواد واچول.  پر بولوت تیموروف دغه  تور نن داسې مهال ولګول شو چې ده د یوه زورور سیاستوال د کار و بارونو په اړه یوه څېړنه خپره کړه.   دغه خبریال پرون ناوخته د ده پر دفتر د پولیسو تر چاپې وروسته ونیول شو، خو د کورنیو چارو وزارت له ودانۍ دباندې تر اعتراضونو وروسته خوشې کړای شو. Читать дальше...

د خوست هوايي ډګر د سراج الدین حقاني په مالي لګښت له وارداتي برښنا سره وصل شو

Pa.azadiradio.com 

د خوست هوايي ډګر، ترمینل او نورو تاًسیساتو ته يې  چې مخکې برښنا له جنراتورونو برابرېده، خوست ته د غځیدلې وارداتي برښنا سره ونښلول شول او تر ډېره يې د برښنا ستونزه هواره شوه. ځايي چارواکي وايي، د برښنا د غځولو لګښت د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني په شخصي توګه ورکړی او کارونه يې د یوې میاشتې په موده کې سرته رسیدلي دی. نن د جنوري په ۲۳مه د ترانسپورټ وزارت معین حسیب الله سروش ازادي راډیو ته وویل، د خوست په هوايي ډګر کې یوازینۍ ستونزه د جنراتورنو د برښنا لوړ لګښت و چې د ښار د برښنا سره په وصل کېدو هواره شوه. Читать дальше...

 د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې د افغانستان په اړه درې ورځنۍ خبرې پیل شوې

Pa.azadiradio.com 

د ناروې پلازمېنه اوسلو کې د افغانستان د روان وضعیت په اړه درې ورځنۍ غونډه پیل شوه.  د دې غونډې په لومړۍ ورځ یعنې نن طالب ۱۵ کسیز حکومتي پلاوی د افغانستان د مدني ټولنې له غړیو، خبریالانو او د ښځو د حقونو له فعالانو سره د بشري حقونو په اړه خبرې اترې کړې دي.  خو د دوشنبې او سه‌شنبې په ورځو به د طالبانو لوړ پوړي چارواکي د لوېدیځو ډیپلوماټانو چې امریکايي استازي هم په کې شامل دي، بحثونه وکړي.  فرانس يرېس خبري اژانس لیکي، دا خبرې د سوریا موریا په هوټل کې د تړلو دروازو تر شا شوي دي .  د طالبانو د... Читать дальше...



کرکټ؛ افغان لوبډلې هالنډ ته په نننۍ ۵۰ اوره مسابقه کې د ۲۳۸ منډو هدف وټاکه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د هالنډ د کرکټ ټیم ته په نننۍ ۵۰ اوره مسابقه کې د ۲۳۸ منډو هدف وټاکه.   د دې لوبې چې په قطر کې روانه ده، ټاس یا پچه افغانستان وګټله او د بیټنګ کولو پرېکړه یې وکړه چې په ۵۰ اورونو کې یې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۳۷ منډې وکړې.   رحمت الله ګربز وتوانېد چې خپله سلیزه او حشمت الله شهیدي پنځوسیزه پوره کړي.   د افغانستان د کرکټ ملي ټیم وړمه ورځ خپله لومړۍ لوبه د ۳۶ منډو په توپیر له هالنده وګټله.

امریکا: په عمان خلیج کې مو د کیمیاوي سرې د لېږد کښتۍ ضبط کړي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحدو ایالاتونو سمندري ځواکونو نن وویل، په عمان خلیج کې یې هغه کښتۍ ضبط کړې چې کیمیاوي سره یې لېږدوله.   د دغو ځواکونو په خبره، له دې سرې د منفجره موادو په جوړولو کې هم کار اخیستل کېږي او کښتۍ له ایرانه پر هغه لار روانه وه چې مخکې ترې د یمن حوثي یاغیانو ته وسلې قاچاق شوي دي.   د امریکا سمندري ځواکونو وویل، تېره سه شنبه یې د عمان خلیج په نړیوالو اوبو کې هغه کښتۍ ضبط او تالاشي کړې چې تېرکال د یمن ساحلي ساتونکو ته د زرګونو میله وسلې د لېږد پر مهال نیول شوې وه.  په بحرین کې دېره د امریکا... Читать дальше...

د اوسلو ناسته؛ یو شمېر معترضې مېرمنې او د بشري حقونو فعالان یې په اړه ناهیلي دي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په اړه د اوسلو له ناستې سره هم مهاله، یو شمېر معترضې مېرمنې، د بشري حقونو ځیني فعالان او سیاسي شنونکي د دغې ناستې پایلو ته ناهیلي ښيي. دوی وايي، دغې ناستې ته چې د طالبانو حکومتي پلاوی به په کې د بېلابېلو هېوادونو له استازو او دغه شان ځینو افغان مدني فعالانو سره وګوري، خوشبینه نه دي. د محبوبې په نوم یوې معترضی مېرمنې ازادۍ راډیو ته وویل:" له بده مرغه د اوسلو د ناستې پایلو ته ډېره تمه نه شته، د دغه راز ناستو مخینې ته په کتو ناروې تر ډېره اسانچاری هېواد دی، له همدې امله د طالبانو غوښتنو... Читать дальше...

د اوښانو کبډي مو لیدلې ده؟

Mashaalradio.com 

په ترکي کې هر کال د اوښانو د کبډي تاریخي میله کېږي، چې پکې خلک سینګار کړي اوښان د سیالیو لپاره راولي او دوه، دوه اوښان په پرځولو ورځي. د اوښانو په کبډي کې د ګټې یا بېلات هم ځانګړی حساب کتاب دی چې پکې که یو اوښ د خپل مخالف زین ځمکې ته ولګوي، یا ترې چغې اوباسي، او یا یې په تېښته مجبور کړي نو بریالی ګڼل کېږي. نور تفصیل په دې راپور کې کتلای شئ.

جرمني کې ۱۰۰ زره کسان په ۷ ورځو کې په کووېډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوي

Pa.azadiradio.com 

په جرمني کې په ځانګړې توګه برلین ښار کې د کرونا ویروس پېښې مخ پر زیاتېدو دي. په دې ښار کې په اوو ورځو کې سل زره کسان په 'کووېډ-۱۹' اخته شوي دي.   د دې هېواد نفوس ۸۲ ملیونه دی او د ناروغیو د کنترول ادارې رابرټ کاخ انستیتوت ویلي چې ۴۱،۷ ملیونه کسانو وقایوي واکسین تر لاسه کړی.   په جرمني کې وضعیت ځکه سخت دی چې د ټول نفوس اوسط عمر لوړ او د هغو کسانو چې نه دي واکسین شوي، شمېر زیات دی.   زرګونو کسانو د جنورۍ په ۲۲مه نېټه د واکسینو د لازمي کېدو او کرونا ویروس له خپرېدو سره اړوندو محدودیتونو پر ضد لاریون وکړ. Читать дальше...

ملګري ملتونه: په کابل کې سخت ژمي د ګڼو کسانو ژوند له خطر سره مخ کړی

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې په ناروې کې د افغانستان پر بشري وضعیت بحث کېږي، د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق یا «UNFPA» وايي په کابل کې د بې وزلۍ او سخت ژمي له کبله د ګڼو کسانو ژوند له خطر سره مخامخ دی.  دغې ادارې نن په ټویټر کې لیکلي د خلکو د نفوس زیاتوالی، بې وزلي، د خلکو بې ځایه کېدل او د هوا سوړوالی زیات شوی چې ورسره د خلکو زیان ګالل او روغتیايي ستونزې هم زیاتې شوې دي.  د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق وايي، دوی په افغانستان کې مېندو، نویو زېږېدلو ماشومانو او ځوانانو ته د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو ملاتړ کوي. Читать дальше...

د روغتیا سازمان: په افغانستان کې مو د 'کووېډ-۱۹' په برخه کې هڅې پراخې کړي

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د اروپايي ټولنې په مرسته یې په افغانستان کې له 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د افغانانو د خوندیتوب لپاره خپلې هڅې پراخې کړي.   په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان یا «WHO» څانګې نن په ټویټر کې لیکلي چې دوی په ۳۴ ولایتونو کې له'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د خلکو د خوندیتوب لپاره خپل فعالیتونه پراخ کړي دي.   د دې سازمان په خبره دوی د څارنې، تشخیص، د ولایتي روغتونونو د تقویې او د ناروغیو د کنټرول مرکزونو ته د اسانتیاوو برابرولو هڅه کوي.   رسمي شمېرې ښيي چې په افغانستان کې د کرونا وبا... Читать дальше...

د قرغزستان پولیسو د بولوت تیموروف په نوم تحقیقاتي خبریال نیولی دی

Pa.azadiradio.com 

د قرغزستان پولیسو د بولوت تیموروف په نوم تحقیقاتي خبریال د هغه د دفتر له تالاشۍ وروسته ونیوه.   دغه خبریال وايي، امنیتي ځواکونو د دفتر د تالاشۍ پر مهال غیرقانوني مخدره مواد د ده جېب ته اچولي دي.  امنیتي ځواکونو د تیموروف لایف په نوم د یوټیوب چنل د بنسټګر دفتر پرون شنبه تالاشي کړ.  دغه خبریال د قرغزستان د ولسمشر، صدر جباروف او د ملي امنیت د دولتي کمېټې د مشر کامچي بېګ تاشییف په اړه یو راپور خپور کړی و.   د تیموروف مدافع وکیل، نوربېګ توکتاکونوف خبریالانو ته وویل، چې د خپل موکل د نیول کېدو د دلیل پیدا کولو هڅه کوي. Читать дальше...

سېنېټر مشتاق احمد: د ورکو کسانو مسله د منلو وړ نه ده

Mashaalradio.com 

په مشال مرکه خپرنه کې مو د جماعت اسلامي له سېنېټر مشتاق احمد سره خبرې کړې دي. نوموړي په وروستیو کې په سېنېټ کې د ورکو کسانو او د پاکستانیو وګړو د نوملیکنې او معلوماتو د ثبت په اداره (نادرا) کې د پخوانیو پوځي افسرانو د ګومارلو پر موضوع بحث او نیوکې وکړې. سېنېټر احمد وايي، په اوسني متمدن دور کې د ورکو کسانو مسله د منلو وړ نه ده او د دې نه هوارول د "ریاست پر مخ د څپېړې" معنا لري. دی وايي، د ۱۹۷۳ز کال له ایین سره سم، دولت د ټولو وګړو د ژوند د خوندیتوب ذمه وار دی. د مرکې کوربه ګل ایاز دی.

په اوسلو کې د افغانستان په اړه ناسته؛ خلک: ماشومان مو وږي دي، نړۍ دې زموږ غږ واوري

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې د ناروې پلازمېنه اوسلو د افغانستان په اړه د یوې مهمې غونډې کوربنه ده، یو شمېر کابل مېشتي بې وزله کورنۍ له نړیوالو غواړي چې افغانان له اوسني اقتصادي ناورینه وژغوري. عبدالمطلب وایي، له خپلې نهه کسیزي کورنۍ سره په اسمایي غره کې په یوه کرایي کور کې اوسي او ۳ میاشتې کېږي چې ډوډۍ له تریخ چای سره خوري. نوموړې په افغانستان د طالبانو له واکمنېدو مخکې د خپل یو ملګري ټکسي موټر د میاشتې په لس زره افغانیو په کرایه کړی و چې د ټکسي چلولو له درکه یې د ورځې دوه درې سوه افغانۍ کور ته یو څه خرڅ ګڼلو. Читать дальше...

شېخ رشيد: د تحريک طالبان پاکستان سخت شرطونه د منلو نه وو

Mashaalradio.com 

د پاکستان کورنیو چارو وزیر شېخ رشید احمد وايي له تحریک طالبان پاکستان سره یې ځکه په خبرو کې پرمختګ ونه شو چې غوښتنې یې د منلو وړ نه وې. شېخ رشید دا څرګندونې د جنورۍ پر ۲۲مه په اسلام اباد کې خبرې غونډې ته په وینا کې کړې دي. نوموړي له وسله والو پاکستانیو طالبانو (ټي ټي پي) سره د ناکامه شویو مذاکراتو په اړه وویل: ((د ټي ټي پي شرطونو د منلو وړ نه وو. د هغوی سره د افغانستان طالبانو د لارې مذاکرات کېدل او موږ ته چې افغان طالبانو څه رنګ په ګوته کړي وو نو هغه شرطونه دومره سخت وو چې د منلو وړ نه وو. هغوی بیا پخپله اوربند مات کړ. Читать дальше...

Новости России
Москва

Нижегородка скончалась на платформе Московского вокзала


د کندهار سوداګرۍ خونه: د تېر کال پرتله د انځرو صادرات دوه برابره شوي

Pa.azadiradio.com 

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، په تېرو ۹ میاشتو کې ۲۳۴۶۶ ټنه انځر له هېواده بهر صادر شوي دي.   د دې خونې عامل رئیس عبدالباقي نن یکشنبې( د سلواغې په ۳مه) ازادي راډيو ته وویل، د سږکال په تېرو ۹ میاشتو کې د وچو انځرو صادرات د تېر کال د ورته وخت پرتله دوه برابر ډېر شوي دي.   د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلومات پر بنسټ د تېر کال په ۹ میاشتو کې ۱۰۷۱۹ ټنه انځر صادر شوي وو.   ښاغلي عبدالباقي وویل، له انارو او انګورو وروسته انځر د کندهار درېیمه مېوه ده چې تر ډېره د پاکستان له لارې هند ته صادریږي. Читать дальше...

 د اقینې بندر له لارې صادرات او واردات ۴۰ سلنه کم شوي 

Pa.azadiradio.com 

د فاریاب د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، په تېرو ۵ میاشتو کې د اقینې بندر له لارې صادرات او واردات د تېر کال د لومړیو میاشتو پرتله ۴۰ سلنه کم شوي دي.   د دې خونې مرستیال عبدالرشید غیاثي نن یکشنبې( د سلواغې په ۳مه) ازادي راډیو ته وویل، د یاد ولایت د سوداګرو واردات لکه اوړه، غوړي، تېل، ګاز او نور الکترونیکي وسایل دي او شیرین بویه، ممیز، پیاز او کچالو د اقینې بندر له لارې صادرېږي.   د ښاغلي غیاثي په وینا، ترکمنستان، ترکيې او ځینو نورو اسیايي او اروپايي هېوادونو ته د اقینې بندر له لارې صادارات او واردات کېږي. Читать дальше...

د سالنګ مسؤلین: دا لویه لار له ۳۰ ساعته بندېدو وروسته پرانیستل شوه

Pa.azadiradio.com 

د سالنګونو د ساتنې او څارنې د ادارې مسؤلان وايي، دا لویه لار له ۳۰ ساعته بندېدو وروسته اوس د سپرلیو موټرو ته پرانیستل شوې ده.  د دې ادارې رئیس عبدالله عبید نن سهار ازادي راډیو ته وویل:" دا لویه لار د ترافیکو پرمخ خلاصه شوه، د اوس لپاره کومه ستونزه نه شته، له ټیلري موټرو پرته لاره ټولو مسافروړونکو او باري وسایطو ته پرانیستې ده." د سالنګ لویه لار د شدیدې واورې او توپان له کبله دوه شپې وړاندې بنده شوې وه خو په تېرو ۳۰ ساعتونو کې د واورې د پاکولو د عملیاتو او د هوا د بدلېدو له کبله بېرته پرانیستل شوې ده. Читать дальше...

په جرمني کې د کرونا ویروس د اومیکرن بڼې پېښي زیاتې شوې

Pa.azadiradio.com 

جرمني وايي چې په دغه هېواد کې د کرونا ویروس د اومیکرون بڼه ډېره خپره شوې ده.  د راپورونو له مخې، تر ټولو ډېرې پېښې په پلازمېنه برلین کې ثبت شوي او له یوې اوونۍ راهیسې د ورځې په متوسط ډول یولک تنه په دې ناروغۍ اخته شوي دي.  د جرمني رابرت کوخ انستیتیوت ویلي چې له دې سره په یو وخت د دغه هېواد نیمايي وګړو تقویتي واکسین کړی دی.  د جرمني یوه وتلي ویروس پېژاند اولیور کیپلر ویلي چې ژر به د هېواد روغتونونه له هغو ناروغانو ډک شي چې د کرونا په اومیکرون بڼې اخته شوي دي.  که څه هم د کرونا اومیکرون بڼه... Читать дальше...

د ترکيې "ختيځ اورګاډی" د ښکلو سيمو د سيل لپاره کارول کېږي

Mashaalradio.com 

په ترکيه کې د دوګو اېکسپرېس په نوم اورګاډی په واورو د پوښلو سيمو سفر کوي چې پکې ناست مساپر له قدرتي منظرو خوندونه اخلي. دا ځانګړی رېل ګاډی په اوونۍ دوه ځله سفر کوي او په ۳۲ ساعتونو کې شاوخوا ۱۳۰۰ کلوميټره مزل کوي. د فرانس پرېس اژانس ويډيويي راپور ګل اياز وړاندي کوي.

امریکا او ایران د دواړو لورو د موقتي موافقې په اړه د روسیې وړاندیز رد کړ

Pa.azadiradio.com 

امریکا او ایران د ایران د اتومي موافقې په اړه د دواړو خواوو ترمنځ د موقتي موافقې په اړه د روسیې وړاندیز رد کړ.  راپورونه وايي چې روسیې په وروستیو کې د ایران د اتومي موافقې د احیا کېدو لپاره وړاندیز کړی چې د اوس وخت لپاره دې یوه موقتي موافقه وشي.   اېن بي سي نیوز ټلوېزیوني شبکې د دوو امریکايي چارواکو او د کانګرېس د یوه غړي په قول وویل چې روسیې وړاندیز کړی چې د ایران پر اتومي پروګرام د ځینو محدودیتونو د بیا لګېدو په بدل کې دې پر دغه هېواد بندیزونه لېرې شي.  د روسیې له لوري دا وړاندیز په داسې... Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Потапова проиграла Фернандес во втором круге турнира WTA в Мадриде






Блогер Асхаб Тамаев попал в ДТП около Москва-Сити

Силовики задержали вместе с 12-м фигурантом дела «Крокуса» Курбоновым его брата

The Telegraph сообщила о планах Британии создать собственные ракеты к 2030 году

В Хабаровске завели дело по факту контрабанды медали «Золотая Звезда»