Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

Новости за 30.01.2022

ازادي راډیو افغانستان کې خپل د فعالیت درېیمه لسیزه پيلوي

Pa.azadiradio.com 

ازادي راډیو نن شل کلنه شوه او دغه څو رسنیز یا مولټي میډیا بنسټ د بې غږه خلکو د غږ په تګلارې د فعالیت درېیمه لسیزه پيلوي. دغې راډیو د لومړي ځل لپاره د ۲۰۰۲ کال د جنورۍ په ۳۰مه نېټه افغانستان لپاره خپرونې پيل کړې. په لومړیو کې د راډیو نوم "ازاد افغانستان" و، خو وروسته یې د مسولینو په سلا مشوره په ازادۍ راډيو بدل شو. دا چې ازادي راډیو په کوم هدف د فعالیت درېیمه لسیزه پيلوي، مشر یې قادر حبیب په دې اړه وایي: "په درېیمه لسیزه کې به هم زموږ لومړیتوب زموږ اوریدونکي وي، موږ به هڅه وکړو چې خپلو اوریدونکو... Читать дальше...

مکرون: ایران دې ټولو هغو ژمنو ته را وګرځي چې نړیوالو سره یې کړي

Pa.azadiradio.com 

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون وایي، د تهران او د نړۍ د قدرتونو ترمنځ د ۲۰۱۵م زیږدیز کال اټمي تړون بیا ژوندی کیدای شي.  مکرون ټینګار کړی چې په دې هدف پيل شوې خبرې باید ګړندۍ شي او ایران ټولو هغو ژمنو ته را وګرځي چې نړیوالو ته یې ورکړي دي.  مکرون له خپل ایراني سیال ابراهیم رییسي سره تر پرونیو ټیلیفوني خبرو وروسته ویلي، د ډپلوماټیک جوړجاړي امکان شته او په خبره یې دا اړینه چاره ده.  د مکرون دفتر نن د جنورۍ په دېرشمه ویلي، د اټمي تړون په اړه هر ډول خبرې دا ایجابوي چې ښکېل لوري یې ښکاره او کافي ژمنتیاوې ولري. Читать дальше...

بریتانیا: ختیځې اروپا ته د جنګي بیړیو او جیټونو پر لېږلو غور کوو

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیا صدراعظم وایي، هېواد یې ختیځې اروپا ته په لوی شمېر کې د سرتیرو، جنګي بیړیو او جنګي جیټونو پر لېږلو غور کوي.  بورېس جانسن ویلي، له دې کاره یې هدف د اوکراین پر وړاندې د روسیې له دښمنانه چلند سره مبارزه ده.  جانسن پرون ناوخته په یوه بیان کې ویلي: "د پوځي اقداماتو دا ټولګه به کرملین ته ښکاره پیغام ورکړي چې ګواښوونکي فعالیتونه یې د زغملو نه دي."  د ده په خبره، بریتانیا تل د روسیې د بریدونو په اړه د ناټو له متحدانو سره دریږي.  د بریتانیا صدراعظم دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د ناټو نورو... Читать дальше...

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار هېواد ته ستون شو؛ کابل ته یې د سفر هدف څه و؟

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار په کابل کې خپل دوه ورځنی سفر پای ته ورساوه او خپل هېواد ته ستون شو. په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان په دې اړه په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي: "د ملي امنیت سلاکار معید یوسف او ورسره ملګری پلاوی یې له ګټورې لیدنې وروسته له کابله روان شو. د لیدنې په ترڅ کې یې په دوه اړخېزو خبرو اترو کې په بشر دوستانه ښکېلتیا، سوداګرۍ، ټرانزیټ او د خلکو ترمنځ د اړیکو په برخه کې د اسانتیاوو په زیاتولو تمرکز کړی." د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي نن یکشنبه (د سلواغې ۱۰)... Читать дальше...

افغانان: د کرونا د واکسین برخه کې د روغتیايي سکټور هڅې بریالۍ نه‌دي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان یو شمېر اوسیدونکي د کرونا ویروس له امله خپلې روغتیا ته اندېښمن دي او  ادعا کوي چې روغتیايي سکټور د کرونا ویروس د واکسین برخه کې منظم پروګرامونه نه لري او نه دی توانیدلی چې دې برخه کې د خلکو باور خپل کړي. د کابل ښار اوسیدونکې پلوشه وايي: "د ژمي په راتګ سره د کرونا پېښې بیا په ډيرېدو دي او له بلې خوا په روغتونونو کې لازم امکانات نشته، ورسره جوښت د واکسین په برخه کې خلک عامه پوهاوی نه لري، له مسوولینو غواړم چې دې برخې ته جدي پام واړوي." دا مهال په دې برخه کې بله جدي اندېښنه چې مطرح کیږي... Читать дальше...

کورونا وایرس په پاکستان کې ۲۹ کسان وژلي دي

Mashaalradio.com 

په پاکستان کې د کورونا وايرس د څار ملي ادارې ( نيشنل کمانډ اېنډ اپريشن سېنېټر) د جنورۍ پر ۲۸مه په هېواد کې د کورونا وایرس مخنيوي لپاره لګول شوي بنديزونه د فرورۍ تر ۱۵مې وغځول.

د غېږ نیونې سیالۍ؛ د غزني غېږنیوونکو لوبغاړو لومړی مقام خپل کړ

Pa.azadiradio.com 

د غزني غېږنیوونکو لوبغاړو د غېږنیونې په سیالیو کې لومړی مقام خپل کړ.  د بدني روزنې او ورزش ادارې  نن یکشنبه د یوه خبر په خپرولو سره ویلي، دې سیالیو کې د غزني ولایت ۸ لوبغاړو برخه اخېستې وه چې له دې ډلې ۵ غېږ نیوونکو خپلو سیالانو ته ماته ورکړه او لومړی مقام یې خپل کړ.   دا غېږنیوونکي غزني ته له ستنېدو وروسته د دې ولایت د ورزشي امریت او د غزني د خلکو له لوري وستایل شول.  د غېږنیونې دا سیالۍ په ننګرهار کې پیل شوې وې چې د ۶ ولایتونو غېږنیوونکو په کې برخه اخېستې وه.   د دې سیالیو د جوړولو هدف... Читать дальше...



د ۱۹ کلنو څخه کم عمره افغان کرکټ لوبډله نیمه پایلوبې ته تیاری نیسي

Pa.azadiradio.com 

د ۱۹ کلنو څخه کم عمره افغان کرکټ لوبډله د انګلستان پر وړاندې د نړیوال جام نیمه پایلوبې ته تیاری نیسي. دا سیالۍ راتلونکې سې شنبه د وېسټ انډیز د انټيګا ښار په سر ويوان ریچارډز لوبغالي کې ترسره کېږي. د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن ازادي راډيو ته وویل چې راتلونکې لوبه مهمه ده او د ۱۹ کلنو څخه کم عمره افغان ملي لوبډله اوس د دې لوبې لپاره تیاری نیسي. د افغانستان ۱۹ کلنو څخه کم عمره ځوانانو په خپله مخکېنۍ لوبه کې سریلانکا ته په ۴ منډو ماته ورکړه او نیمه پایلوبې ته ووته. ښاغلي هوتک دغه... Читать дальше...

د طالبانو واکمني؛ 'م.م': تر ۱۰۰ زیات پخواني کارکوونکي له محاکمې پرته وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

له کله چې طالبانو د اګسټ میاشتې په نیمايي کې پر افغانستان ولکه ټینګه کړې، تر ۱۰۰ زیات پخواني دولتي کارکوونکي له محاکمې پرته وژل شوي دي. ملګرو ملتونو ویلي، د وژنو دغه ادعاګانې پر واقعیت ولاړې دي. د جرمني خبري اژانس د پروني راپور په حواله، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش امنیت شورا ته ویلي چې دوه پر درېیمه برخه وژنې د برحاله چارواکو او په هغوی پورې د تړلو کسانو له خوا شوي دي. د سرمنشي د دغه داخلي راپور له مخې چې جرمني خبري ژانس وايي، یوه کاپي یې دوی ته هم رسېدلې، څه باندې ۵۰ مشکوکې وژنې... Читать дальше...

ارزګان کې د ازادي راډيو مینوال مطیع الله: ۲۰ کاله راسره ملګرې پاتې شوې

Pa.azadiradio.com 

۵۶ کلن مطیع الله له ۲۰ کلنو راهیسې د سهار ۷ بجو څخه، د ماښام تر بجو پورې ازادي راډيو اوري، دی په خپل کلي د ازادي راډيو د مینوال په نوم شهرت لري. نوموړی ترینکوټ ښار کې د ملالۍ لېسې په دروازه کې ناست وي، ازادي راډیو اوري، نوموړي وویل: "ازادي راډيو سره له بې حده زیات مینه لرم، شلو کالو کې یوازې ازادي راډيو راسره ملګرې پاتې شوې." مطیع الله ازادي راډيو ته وویل، له دې راډیو یې زیات څه زده کړي دي. دي وايي: "نورې رسنۍ تر فشار لاندې ده، خو ازادي راډيو د هېچا تر فشار لاندې نه ده، تل حقایق خپروي، بې طرفه... Читать дальше...

د پولنډ یو شرکت افغانستان کې د پانګونې غوښتنه کړې

Pa.azadiradio.com 

د اېم.ای.ار 'MIR CONSULTING' په نوم یو پولنډي شرکت د افغانستان په ‏بېلابېلو برخو کې د پانګونې غوښتنه کړې ده. د دې شرکت رئیس رادو سلاو زروینسکي ویلي، د کرنې، د صنعتي فابریکو په حوړولو، د کرنیزو محصولاتو په پروسس، د درملو په تولید، د کانونو په استخراج او د ساختماني موادو په برخه کې لېوالتیا لري چې پانګونه وکړي. په هغه لیدنه کې چې د رادوسلاو زروینسکي او د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت د سرپرست وزیر دین محمد حنیف ترمنځ پرون ناوخته وشوه، ښاغلي زروینسکي یادونه کړې چې په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې... Читать дальше...

ترکمنستان: افغانستان د ټاپي پروژې په پلي کولو کې اقدام وکړي

Pa.azadiradio.com 

د ترکمنستان د ټاپي پروژې اړوند استازي وايي، افغانستان باید په خپله خاوره کې د ګازو د نللیکې د غځولو په برخه کې جدي اقدام وکړي. د طالبانو حکومت د اقتصاد وزارت په هغه خبرپاڼه کې چې د شنبې په ورځ خپره شوې راغلي دي، د ترکمنستان هېواد د ټاپي پروژې اړوند یوه استازي عاشیر قربان نیازوف ویلي، که افغانستان د ګازو د نللیکې د غځولو برخه کې جدي اقدام وکړي، کولی شي له دې درکه ۶ میلیارده ډالر د ټرانزیټ حق په توګه ترلاسه کړي. په همدې اړه د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت د تخنیکي مرستیال ملا محمد عیسی... Читать дальше...

د ازادي راډیو کلیزه؛ د تېروتنو ټولګه 

Pa.azadiradio.com 

په تېرو ۲۰ کلونو کې لوړې ژورې- د تېروتنو یوه ټولګې واورئ، په دې راپور کې د تېرو ۲۰ کلونو پر مهال د همکارانو له خوا د شوېو تېروتنو ځینې بېلګې راټولې شوي دي. دا راپور د دې لینک په کېکاږلو واورئ:

د ازادي راډیو کلیزه؛ ازادي راډیو څنګه شل کلن مزل پیل او بشپړ کړ

Pa.azadiradio.com 

ازادي راډیو د خپل نشراتي مزل ۲۰ کاله پوره کړل او اوس د یوه پیاوړي څو رسنیزه یا مولټي میډیا بنسټ په توګه د خپل کار درېیمه لسیزه پيلوي. د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان لپاره خپلې لومړنۍ خپرونې د ۲۰۰۲ کال د جنورۍ په ۳۰ پیل کړې. باوري، بې پلوه او متوازنه خبر رسونه د ازادي راډیو د اهدافو له ډلې ده او د دې ترڅنګ دا راډيو د ولسواکۍ، بشري حقونو او لږکیو ملاتړ کوي. د راډیو د پيل شپې ورځې د ۲۰۰۲م زیږدیز کال د ژمي سړې شپې ورځې وې چې د ازادي اروپا راډیو/ازادي راډیو د افغانستان لپاره په پښتو او دري ژبو ازمېښتي خپرونې پیل کړې. Читать дальше...

ملګري ملتونه: افغانستان کې مېرمنې بیا له خپلو بنسټیزو حقونو بې برخې شوي

Pa.azadiradio.com 

د لوګر پر اوسېدونکې رڼا چې په نهم ټولګې کې زده کړې کولې، پرې د طالبانو د حکومت له‌خوا د ښوونځي دروازې بندې شوي دي. مهمه غوښتنه یې د ښوونځیو بیا پرانیستل دي: "طالبان دې د نجونو ښوونځي ژر تر ژره خلاص کړي، څو موږ خپلې زده‌کړې وکړو او خپلو هیلو ته ورسېږو. " د افغانې نجلۍ دا غږ نړیوالو په ځلونو بدرګه کړی، تر دې چې اوس د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي، افغانستان کې نجونې او ښځې یو ځل بیا د زده‌کړې، کار او برابرۍ له حقونو محرومې شوي. انتونیو ګوترېش په خپله ټویټر پاڼه پر طالب چارواکو غږ کړی چې"په واقعي او... Читать дальше...

ګل کاکړ پخواني ساعتونه او راډیوګانې جمع کړي

Mashaalradio.com 

د کوټې ګل کاکړ د نادرو ساعتونو یا ګړیو ساتلو شوقین دی. هغه په لیویز دفتر کې رسمي مامور هم دی خو وايي، ګړۍ، راډیوګانې او نور نوادرات جمع کول، ساتل او نندارې ته وړاندې کول یې له تېرو څو لسیزو راهېسې مشغله ده. نوموړی وايي، هغه ګڼي چې ګړۍ ورسره خبرې کوي. د مشال راډیو خبریال د ګل کاکړ د ګړیو نندارتون ته ورغلی او دا راپور یې جوړ کړی دی.

Новости России
Москва

Новый транспортный хаб начали строить Казахстан, РФ и Китай


د ارزګان کوچيان: وچکالۍ مو د څارويو څړ ځايونه له منځه وړي

Pa.azadiradio.com 

ارزګان کې مېشت کوچيان وايي، رامنځته شوې وچکالي يې د حيواناتو څړځايونه له منځه وړي دي او حيوانات يې د مرګ له ګواښ سره مخ دي.  له ډلې یې ګل رووف وايي، نه تېر حکومت ورته پاملرنه کړې او نه هم اوسني حکومت: "ګڼ شمېر څاروي مو د خوړو له نشتوالي مري، دښته کې مو په دې هيله اړولي چې که څارويو ته څړ ځايونه پیداکړو، له حکومته غواړو چې سږکال دې زموږ سره د حيواناتو په غدايي موادو چمتو کولو کې مرستې وکړي، که نه ټول څاروي به مو له لوږې مړه شي."  ۵۷ کلن دارو خان چې د ترینکوټ ښار اړوند د چرمګر سیمې پر دښته کې خیمه... Читать дальше...

ملګري ملتونه: ۱۷ میاشتو کې ۲زره یمني ماشومان جګړو وژلي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو یو تازه راپور ښيي چې کابو دوه زره یمني ماشومان د ۲۰۲۰ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۱ تر مې میاشتې پورې د دغه هېواد په روانه جګړه کې وژل شوي دي.  په راپور کې راغلي چې دا کوچنیان د حوثي یاغیانو له لوري چې د ایران د رژیم له ملاتړه برخمنه ډله ده، جذب شوي وو.  په دې راپور کې چې پرون شنبې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې شو، ویل شوي؛ حوثي یاغیانو هڅه کړې چې د یمن له حکومت سره د مقابلې په هدف د ځوانانو لپاره د جنګي زده کړو کمپونه او پروګرامونه جوړ کړي.  د یمن حکومت چې د نړیوالې ټولنې له... Читать дальше...

د عراق پوځ وايي، د داعش تروریستي ډلې ۹ یاغیان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د عراق پوځ وايي، د دغه هېواد د هوايي ځواک په برید کې د اسلامي دولت یا داعش د تروریستي ډلې ۹ یاغیان وژل شوي دي.  د عراقي پوځ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د عراق د هوايي ځواک درېيو الوتکو پرون شنبې په حاوي العظیم سیمه کې د ترهګرو پر پناهځای بمباري وکړه.  د پوځ په وینا، ګومان کېږي چې په دیاله ولایت کې د جنورۍ د دوولسمې نېټې د حملې مسوولان په همدې ځای کې پټ شوي وو.  ۹ ورځې وړاندې په دیاله ولایت کې د عراق د پوځ لږترلږه ۱۱ سرتېري ووژل شول.

پاکستان: له خبرو وروسته اجازه ورکوو چې هند خپل غنم افغانستان ته ولېږي

Pa.azadiradio.com 

پاکستان وايي، له هند سره له څو میاشتې خبرو وروسته به اجازه ورکړي چې هند د غنمو مرسته د پاکستان له لارې افغانستان ته واستوي.   د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د هند مرسته به د راتلونکې فبرورۍ په لومړیو کې د پاکستان له لارې افغانستان ته واستول شي او دا به لومړی ځل وي چې پاکستان اجازه ورکوي چې هند د پاکستان له لارې افغانستان ته مرسته استوي.  د دواړو هېوادونو ترمنځ پر دې مسالې له څو میاشتو راهیسې خبرې روانې وې او پاکستان پر دې ټینګار کاوه چې هندي مرسته به په پاکستاني لاریو کې افغانستان ته رسول کېږي... Читать дальше...

د امریکا د کنزاس ایالت یوه اوسېدونکې ښځه محاکمه کېږي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د کنزاس ایالت یوه اوسېدونکې ښځه په دې تور محاکمه کېږي چې په سوریه کې د داعش د ښځو د کنډک قوماندانه وه.  د امریکا د عدلیې وزارت وايي، ۴۲ کلنه الیسن فلوک په وروستیو کې په سوریه کې نیول شوې او د جمعې په ورځ د امریکا د فدرالي تحقیقاتي ادارې 'اېف.بي.ای' توقیف ځای ته واستول شوه.  دا به سبا (دوشنبې) د لومړي ځل لپاره محکمې ته حاضره کړای شي.  پر مېرمن فلوک تور دی چې په سوریه کې یې ښځو او ماشومانو ته له وسلې، لاسي بمونو او د انتحاري بریدونو له واسکټونو څخه کار اخېستل او د امریکا په خاوره کې د تروریستي بریدونو لپاره پلانونه ښودل. Читать дальше...

د عکسونو ټولګه؛ د ازادي راډیو د خبریالانو کار او یادونو ته یوه کتنه

Pa.azadiradio.com 

ارادي راډیو شل کلنه شوه. ازادي راډیو نن شل کلنه شوه او دغه څو رسنیز یا مولټي میډیا بنسټ د بې غږه خلکو د غږ په تګلارې د فعالیت درېیمه لسیزه پيلوي. دغې راډیو د لومړي ځل لپاره د ۲۰۰۲ کال د جنورۍ په ۳۰مه نېټه افغانستان لپاره خپرونې پيل کړې. د عکسونو په دې ټولګه کې د ازادي راډیو دخبریالانو عکسونه وګورئ:


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Новак Джокович

Кто отец Дианы Джокович?






Стало известно, за сколько гаишник отпустил фигуранта дела об убийстве байкера

15 тысяч квадратов. В Некрасовке строят новую детско-взрослую поликлинику

Медведева призналась, что набрала вес из-за стресса после Олимпиады-2018

Вильфанд рассказал, что в городе за час выпало около 30% месячной нормы осадков