Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

Новости за 16.01.2022

د طالبانو له خوا د هنرمندانو ځورولو غبرګونونه پارولي دي

Mashaalradio.com 

د افغانستان په ځاځي اريوب ولسوالۍ کې جوړې دې وېډيو کې ليدل کېږي چې ټوپک په لاس طالبانو دوه ځايي ولسي هنرمندان د لسګونه عامو کسانو په منځ کې درولي، د هغوی وېښتان يې ورقينچي کړي او ترېنه غواړي چې نور د هنر نه کولو اعلان وکړي.

په اوکراین کې سر نننه د رسمي ژبې قانون عملي کیږي

Pa.azadiradio.com 

په اوکراین کې سر له نن یکشنبه د ژبې په اړه هغه قانون عملي کېږي چې له مخې یې ټولو چاپي رسنیو غواړي په اوکرایني ژبه چې رسمي ده خپرونې وکړي. د دې کار هدف د اوکراین په عمومي حوزه کې د روسۍ ژبې د کارونې د مخې ډب کول دي. دغه قانون په ۲۰۱۹م کال کې تایید شوی و، خو په روسۍ ژبه یې نشرات نه وو منع کړي، بلکې سپارښتنه یې کړې وه چې په موازي ډول دې په اوکراینۍ ژبه هم مطالب چاپ شي. دغه کار د چاپي رسنیو لپاره چې مارکیټ یې په خرابېدو دی، یو ګټور انتخاب نه ګڼل کېږي. د دې نوي قانون ملاتړي وايي چې دا قانون یې... Читать дальше...

افغانستان کې د کرونا ویروس ۳۸ مثبتې پېښې ثبت شوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت تازه شمېرې ښيې چې په افغانستان کې د څلورویشتو ساعتونو پرمهال د کرونا ویروس اته دېرش مثبتې پېښې ثبت شوي دي.  د دغه وزارت ویاند جاوید هژیر، نن ازادي راډیو ته وویل: "د هېواد په کچه د پرون وروستۍ شمېرې دا دي چې د ۸۲۹ سمپلونو له جملې ۳۸ یې مثبتې پېښې وې. یو تن هم مړ شوی. ۲۹ نور کسان پرون روغ شوي. د مثبتو پېښو له جملې ۲۹ یې په کابل، اته په هلمند او یوه هم په لغمان کې ثبت شوې ده. یو تن په کابل کې مړ شوی دی."  د رسمي شمېرو له مخې، د کرونا وبا له پیله په افغانستان کې د کرونا... Читать дальше...

د طالبانو واکمني؛ نظرپوښتنه: ۹۵سلنه خبریالان معلومات نه‌شي خپرولی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ژورنالېستانو ملي ټولنې د یکشنبې په ورځ (د مرغومي ۲۶مه) د خپلې هغې نظرپوښتنې پایلې اعلان کړې چې په کې په ۳۴ ولایتونو کې له ۵۰۰ خبریالانو سره خبرې شوې وې.  د دغې نظر پوښتنې پر بنسټ چې انلاین ډول ترسره شوې، څه باندې ۹۵ سلنه پوښتل شوېو خبریالانو ویلي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په خپلواک ډول معلومات نه شي خپرولی. دغه نظر پوښتنه کې نېږدې ۹۰ سلنه پوښتلو شوېو خبریالانو ویلي چې معلوماتو ته د لاسرسي برخه کې د مشخص قانون د نشتوالي له امله د معلوماتو د راټولولو برخه کې له ستونزو سره مخ دي. Читать дальше...

پاکستان د کورونا اومېکرون بڼې له کبله الوتکو کې خواړه ورکول بند کړل

Mashaalradio.com 

د کورونا وايرس د څار او قابو کولو ادارې( اېن سي او سي) د وايرس په اړه ورځنيو رپورټونو جاج واخیستل نو معلومېږي چې يوازې په تېره یوه اوونۍ کې په اومېکرون بڼې باندې د اخته کسانو شمېر تر ۵۰ فيصده زیات شوی دی.

خوست کې طالب چارواکي: د عواید په راټولولو کې ۵۱ سلنه ډېروالی راغلی

Pa.azadiradio.com 

په خوست کې طالب چارواکي وايي چې د تېر پرتله د دې ولایت حکومتي عواید لوړ شوي دي. دوی حکومتي مامورینو سره د مالیه ورکوونکو  همکارۍ ستايي او وايي،  نظام هغه مهال خپلو خلکو ته ښه خدمتونه وړاندې کولی شي چې مالیات په خپل وخت او شفافه بڼه راټول شي. چارواکو یادې څرګندونې د جنوري په ۱۶ مه په دې ولایت کې د مالیاتو د اوونۍ د نمانځنې پرمهال وکړې. د خوست مستوفي مولوي محمدشریف ازادي راډیو ته وویل، د روان لمریز کال په تېره ربع کې ۵۱ سلنه اظافي عواید راټول شوي دي. نوموړي زیاته کړه: "په درېیمه ربع کې څه هم... Читать дальше...

کابل کې د اجباري حجاب او ځینو محدودیتونو پر وړاندې د مېرمنو لاریون

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر ښځو نن یکشنبه(د مرغومي ۲۶مه) په کابل کې د دوی په خبره د طالبانو له خوا پر دوی د قوانینیو د سختېدو او لګېدلو محدودیتونو په غبرګون لاریون وکړ. دوی وايي، دا لاریون یې د طالبانو له لوري په دې وروستیو کې پر دوی د ګرځېدو برخه کې د ځینو محدویتونو، اجباري حجاب او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په غبرګون کې کړی دی. د دې لاریون له مسوولینو تمنا زریاب پریاني ازادي راډیو ته وویل: " که څه هم زموږ غوښتنې تر ډېره تکراري وې، خو موږ په ټینګار سره وغوښتل چې پر افغان مېرمنو دې د حجاب او د سفر برخه کې وضع... Читать дальше...

ځيني هندوان ولې پر انګار ګرځي؟

Mashaalradio.com 

د هندو مذهب ځيني عقیدت مند پښې ابلې په سور انګار ګرځي او په ګرمو کړو تېلو کې لاس وهي. دوی دا کار د هندوانو په مذهب کې په ځان د قابو ساتلو لپاره ځانګړې دېوي، اییپا سوامي د لمانځلو لپاره په کلني رسوماتو کې کوي. په دې اړه د رويټرز خبري اژانس له ويډيو جوړ کړی د منور شاه راپور وګورئ.



روسی لوبغاړی حبیب نور محمدوف په کرونا ویرویس اخته شوی

Pa.azadiradio.com 

د ازادو سیالیو روسی لوبغاړی حبیب نور محمدوف د کرونا په ویرویس اخته شوی دی.   یوې روسي رسنۍ اعلان کړی چې حبیب اوس د سنګارپور په یوه هوټل کې قرنطین دی.   ټاکل شوې وه چې د ازادو سیالیو دا اتل په یوه نړیوال ټورنمېنټ کې ګډون وکړي، خو سنګاپور ته له ورتګ سره هلته په کرونا اخته شو او په دې بریالی نه شو چې په یادو سیالیو کې ولوبېږي.

غزني کې د سکي سیالۍ پای ته ورسیدې

Pa.azadiradio.com 

په غزني ولایت کې د سکي سیالیو لومړی دور پای ته ورسېد.  د المپیک د ملي کمېټې د مطبوعاتو غړي مجیب قاري زاده نن یکشنبه (د مرغومي ۲۶مه) ازادي راډيو ته وویل، دا سیالۍ چې پرون ناوخته پای ته ورسېدې، د سکي ۱۲ لوبغاړو په کې ګډون کړی وو.  ښاغلی قاري زاده وايي، په دې سیالیو کې ځوانانو او تنکیو ځوانانو ګډون کړی وو.  نوموړي زیاته کړه چې د ځوانانو په کټګورۍ کې محمد یاسر عزیزي لومړی، سیرت غزنوي دوهم او ناصر اصغري درېیم مقامونه ترلاسه کړل.  د تنکیو ځوانانو په کټګوري کې منصور عزیزي اول، ساحل اصفي دوهم او ادریس عزیزي درېیم مقامونه وګټل. Читать дальше...

هرات کې د سوک وهنۍ سیالۍ؛ طارق رضايي لومړی مقام وګاټه

Pa.azadiradio.com 

په هرات ولایت کې د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې.  د هرات د بدني روزنې او ورزش ادارې فني مدیر ضیاالحق ضیا نن یکشنبه (د مرغومي ۲۶مه) ازادي راډیو ته وویل، دا سیالۍ چې نن سهار پیل شوې او له غرمې وروسته پای ته ورسېدې، ۷۵ لوبغاړو په کې د تنکیو ځوانانو، ځوانانو او لویانو په کټګورۍ کې ګډون کړی وو.  ښاغلی ضیا د دې سیالیو هدف د سوک وهنې په برخه کې د ځوانانو د مهارتونو لوړول بولي.  د دې سیالیو په پای کې د لومړي مقام ګټونکي طارق رضايي، د دوهم مقام ګټونکي نوید احمدي او د درېیم مقام ګټونکي نورالله ته مډال او ستاینلیکونه هم ورکړل شول.

په ترپارکر کې د اوښانو د ځغل او ښکلا سیالي

Mashaalradio.com 

د سيند صوبې په ترپارکر کې د اوښانو د ځغل مېله شوې چې د صوبې له بېلابېلو سيمو ورته خلکو اوښان وروستي وو. اوښانو د ځغل تر څنګ د ښايست په سیالۍ کې هم ګډون وکړ. ځايي خلک وايي دا قسم مېلې د سيند صوبې د لرغوني کلتور په اړه عامه پوهاوی زیاتوي نو ځکه بايد حکومت ورته خاص پام وکړي. د نياز علي ويډيو وګورئ.

لغمان کې یوه کورنۍ: طالبانو زموږ ۲ غړي په ډزو وویشتل؛ طالبان: 'سهواً' لګیدلي

Pa.azadiradio.com 

د لغمان په مرکز مهترلام کې د پرونۍ پېښې قرباني کورنۍ وايي، طالبانو یې د کورنۍ دوه تنه په ډزو وېشتلي، خو لا یې د دوی پوښتنه هم نه ده کړې.  د دې پېښې په ویډیو کې لیدل کېږي چې په کې یوه مور او لور په وینو لړلې روغتون ته لېږدول کېږي.  په ویډیو کې ادعا کېږي چې پر دې دواړو ښځو یوه طالب وسله‌وال په پاسپورټ مدیریت کې دننه هغه مهال چې دوی بایومټریک ته کتار کې ولاړې وې، ډزې وکړې.  دا دواړه مور او لور اوس د لغمان په دولتي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.  د قرباني کورنۍ یو غړی او د پېښې عیني شاهد عبدالرزاق... Читать дальше...

په خوست کې د سیمه ییزو رسنیو ستونزې ډېرې شوې دي

Mashaalradio.com 

د افغانستان په دې ولایت کې د یو شمېر ملي او نړیوالو رسنیو تر څنګ  ۱۴ سیمه ییزې راډيوګانې ۴ تلویزیونونه او ۱۷ مهالنۍ چاپي رسنۍ په فعالیت بوختې دي. خو د طالبانو له واکمنېدو وروسته د چاپي رسنیو د نویو ګڼو خپریدل نه دي ترسترګو شوي.

په اوکراین کې سر له نن یکشنبې د ژبې په اړه یو قانون عملي کېږي

Pa.azadiradio.com 

په اوکراین کې سر له نن یکشنبې د ژبې په اړه یو قانون عملي کېږي چې له مخې یې ټولو چاپي رسنیو غواړي په اوکراینۍ ژبه چې رسمي ده خپرونې وکړي.   د دې کار هدف د اوکراین په عمومي حوزه کې د روسۍ ژبې د کارونې د مخې ډب کول دي. دغه قانون په ۲۰۱۹م زیږدیز کال کې تایید شوی و، خو په روسۍ ژبه یې نشرات نه وو منع کړي، بلکې سپارښتنه یې کړې وه چې په موازي ډول دې په اوکراینۍ ژبه هم مطالب چاپ شي.   دغه کار د چاپي رسنیو لپاره چې مارکیټ یې په خرابېدو دی، یو ګټور انتخاب نه ګڼل کېږي.   د دې نوي قانون ملاتړي وايي چې... Читать дальше...

کابل کې چاودنه شوې، یو ماشوم یې وژلی دی

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې یوې چاودنې یو ماشوم وژلی دی. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، دا چاودنه نن یکشنبه (د مرغومي ۲۶مه) د کابل ښار د دولسمې امنیتي حوزې اړوند بتخاک څلور لاري سره نږدې شوې ده. د دغه وزارت مرستیال ویاند عقیل جان عزام رسنیو ته په استولي پیغام کې دا پېښه تاييد کړې او ویلي یې دي چې په دې اړه یې څېړنې روانې دي. د پېښې مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.

Новости России
Москва

Российские ученые первыми создали средство, способное вылечить болезнь Бехтерева


ټکساس کې د پاکستانۍ عافیې صدیقي د پلوي له لوري برمته شوي خلک خوشې شول

Pa.azadiradio.com 

د ټکساس والي ګریګ اباټ ویلي، د یوه عبادتځي دننه برمته شوي ټول کسان روغ رمټ خوشې شوي دي.   اباټ پر خپله ټویټرپاڼه دا خبره د عبادت کوونکو په حواله لیکلي او زیاته کړې ده چې دا لانجه پای ته رسېدلې ده.   د راپورونو له مخې یوه کس څلور کسان د یهودانو په عبادت ځای کې برمته کړي وو او په بدل کې یې د هغې پاکستانۍ ښځې د خوشې کېدو غوښتنه کوله چې له القاعده سره د اړیکو تور پرې پورې دی.   د کولیویل د پولیسو مشر میخایل مېلر خبریالانو ته ویلي،  برمته کوونکی مړ شوی دی.   د مېلر په وینا د فدارلي پولیسو د... Читать дальше...

ملګرو ملتونو افغانستان کې د سختې بې وزلۍ د زیاتېدو خبرداری ورکړ

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو سرمنشي په افغانستان کې د سختې بې وزلۍ د زیاتېدو په باب خبرداری ورکړ.  انتونیو ګوتیریش پرون په ټویټر کې لیکلي، که نړیواله ټولنه نورې کوټلې هڅې ونه کړي، په افغانستان کې به تقریباً هر نارینه، ښځه او ماشوم له سختې بې وزلۍ سره مخامخ شي.   ګوتیریش لیکلي چې د اقتصادي او ټولنیز زوال د مخنیوي لپاره باید همدا اوس لاس په کار شو او داسې لارې چارې پیدا کړو چې د میلیونونو افغانانو د نور کړاو مخنیوی وشي.   د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش تېره اوونۍ یوه کنفرانس ته په خبرو کې د ځینو شرایطو... Читать дальше...

کرونا ويروس؛ هند په ۵ ایالاتونو کې پر کمپایني غونډو بندیز تمدید کړ

Pa.azadiradio.com 

د کرونا ويروس د مثبتو پېښو زیاتېدو له کبله د هند د ټاکنو کمېسیون په پنځو ایالاتونو کې پر سیاسي لاریونونو او کمپایني غونډو بندیز تمدید کړ.   په همدې حال کې چې چین په پلازمېنه پیکنګ کې د کرونا ویروس د بدلې شوې بڼې اومېکرن د لومړۍ مثبتې پېښې راپور ورکړ.  په هند کې په تمدید شوي بندیز کې په سرپټو ځایونو کې د سیاسي ګوندونو پر هغو مناسبتونو او غونډو بندیز شامل نه دی چې تر ۳۰۰ لږ کسان په کې راغونډېږي.  دغه بندیز به د جنورۍ تر ۲۲مې روان وي.   په پنځو ایالاتونو کې به د اسامبلۍ لپاره ټاکنې په اوو پړاوونو... Читать дальше...

جوزجان کې د ښځنیه سوداګرو فعالیتونه بیا پیل شوي

Pa.azadiradio.com 

د جوزجان د سوداګرۍ او پانګونې خونه په دې ولایت کې د ښځنیه سوداګرو د فعالیتونو د بیا پیل خبر ورکوي.  د جوزجان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر معلم تورخي نن ازادي راډيو ته وویل، له وروستیو سیاسي بدلونونو وروسته د ښځینه سوداګرو کارونه په ټپه درېدلي وو، خو له تېرو دوو میاشتو راهیسې دا فعالیتونه بیا پیل شوي چې اوس د دې سوداګرو تولیدات او محصولات د جوزجان او نورو ولایتونو په بازارونو کې پلورل کیږي.  ښاغلی تورخی وايي، له ۱۵۰ ډېرې مېرمنې په ۱۹ بېلابېلو ټولنو کې سوداګریز فعالېتونه کوي او لسګونه نورې ښځې... Читать дальше...

افغانستان ته د ایران واردت ډېر شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، له وروستیو سیاسي بدلونونو وروسته افغانستان ته د ایران واردت ډېر شوي دي.  د دې خونې مرستیال خان جان الکوزي نن یکشنبه (د مرغومي ۲۶مه) ازادي راډيو ته وویل چې وروستیو سیاسي بدلونونو په سوداګریزو چارو په ځانګړي توګه په وارداتو منفي تاثیر کړی و، خو په وروستیو څو اوونیو کې له ایرانه د افغان سوداګرو واردات عادي حالت ته راګرځېدلي دي.  که څه هم ښاغلي الکوزي له ایرانه افغانستان ته د واردات کره ارقام و نه ښودل، خو ويې ویل چې افغان سوداګر تر ډېره د تولیداتو لپاره... Читать дальше...

د امریکا د ټکساس یوه عبادتځي کې برمته شوي کسان خوشې شول

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د ټکساس ایالت د یهودانو په یوه عبادتځای یا کنیسې کې ټول برمته شوي کسان روغ رمټ خوشې شول. راپورونه وايي، یوه سړي د برمته کړیو کسانو د خلاصون په بدل کې د یوې پاکستانۍ ښځې چې شک دی له القاعده شبکې سره اړیکې لري، د خوشې کېدو غوښتنه کوله. برمته ګر په پیل کې ۴ تنه یرغمل کړي وو. د ټکساس والي ګریګ اباټ پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې دا لانجه پای ته رسېدلې او ټول برمته شوي کسان روغ رمټ دي. د پېښې د سیمې د پولیسو قوماندان په یوه خبري غونډه کې وویل چې برمته ګر وژل شوی دی.


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Елена Рыбакина

Камбэком обернулся матч вундеркинда из России перед стартом Еленой Рыбакиной в Мадриде






В аэропорту Кишинёва опять удерживали участников оппозиционного блока «Победа»

Самарские педагоги смогут принять участие в Форуме классных руководителей в Москве

Яркие события мая: куда сходить в Москве в праздники

В Москве возведут более 160 объектов по программе создания мест приложения труда