Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

Новости за 28.01.2022

وال سټریټ ژورنال: د افغانستان روغتونونو کې تر وخت مخکې کمزوره ماشومان مري

Pa.azadiradio.com 

ګڼو لوېدیځو ورځپاڼو په افغانستان کې د شدیدې لوږې پر موضوع لیکنې خپرې کړي دي.  وال سټریټ ژورنال په دې اړه وال ستریټ ژورنال امریکايي ورځپاڼې  لیکلي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې لوږه په خپرېدو ده، په روغتونونو کې تر وخت مخکې کمزوره ماشومان مړه کېږي.  ورځپاڼه د طالبانو واک ته له رسېدو وروسته پر افغانستان د امریکا د بندیزونو اغېز ته په اشارې وايي چې دا هېواد له بشري ناورین سره مخامخ شوی دی.  وار ان دي راکس په همدې موضوع وار ان دي راکس خپرونې هم لیکنه خپره کړې خو د دې خپرونې په باور... Читать дальше...

 د سلګونو ایرانیانو  لاریون؛ طالبان دې د کمال خان بند اوبه را خوشې کړې

Pa.azadiradio.com 

راپورونه وايي په ایران کې د نیمروز ولایت پولې ته څېرمه په سلګونو ایرانیانو په یوه مظاهره کې له افغانستانه د کمال خان بند د اوبو د خوشې کولو غوښتنه وکړه.   د دې مظاهرې پر مهال د ابرېشم تجارتي لار هم د هر ډول ترافیکو پرمخ تړل شوې وه چې د ایران او افغانستان ترمنځ غزېدلې ده.   دغو مظاهره چیانو ویلي، دغه لار تر هغو نه پرانېزي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له کمال خان بنده اوبه ورخوشې کړي نه وي.   کمال خان بند د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د حکومت پرمهال تر رغونې وروسته پرانیستل شو چې ورسره ایران ته د بهېدونکو اوبو مخه ونیول شوه. Читать дальше...

امریکا یو ځل بیا روسیې ته وویل چې خپل پوځیان د اوکراین له پولې وباسي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحدو ایالاتونو یو وار بیا له روسیې غوښتنه وکړه چې د اوکراین له سرحده خپل پوځیان وباسي.   دا غوښتنه داسې مهال وشوه چې وېره کېږي مسکو ښايي د جګړې نه کولو له ډاډ ورکولو سره- سره پر اوکراین یرغل ته ځان چمتو کړي.   د مسکو لپاره د امریکا سفیر جان سالیوال نن جمعه وویل، چې واشنګټن اوس دې ته انتظار دی چې له روسیې د اوکراین د بحران د ډیپلوماتیک حل لپاره د لیکلو پېشنهادونو ځواب ترلاسه کړي.   ده هیله وښوده چې له دې سره به د امریکايي او روسي ډیپلوماتانو ترمنځ کتنې ته زمینه برابره شي.  د مسکو... Читать дальше...

د بشري حقونو د څار سازمان د نرګس محمدي لپاره تازه اعلان شوې سزا وغندله

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د ایران د بشري حقونو د یوې مخکښې مدافع لپاره تازه اعلان شوې سزا وغندله.   دغه سازمان له تهرانه د نرګس محمدي د ژر او له قید او شرط پرته خوشې کېدو غوښتنه وکړه.   د بشري حقونو د څار په نړیوال سازمان کې د ایران د برخې څېړونکې تارا سپهري­فر د مېرمن محمدي بیا نیول کېدو او محاکمې ته په اشاره نن په یوه اعلامیه کې ویلي:" ایراني چارواکي د بشري حقونو د دې مدافع د بند د ناعادلانه حکم په اضافه کولو سره، په هره بڼه چې وې د هغې د ځپلو او غلې کولو هڅه کوي." د نرګس محمدي مېړه،... Читать дальше...

ملګري ملتونه: په افغانستان کې ۲۳ ملیونه وګړي عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي په افغانستان کې ۲۳ ملیونه وګړي، د روان ژمي پر مهال عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.   د دغه سازمان د افغانستان څانګې نن په یوه ټویټ کې ویلي چې تر ټولو د زیانګالو کسانو تر تثبیت وروسته، د خوړو نړیوال پروګرام د نورو همکارو سازمانونو په مرسته خوراکي توکي وېشي.   وروسته له هغې چې طالبانو د اګست په نیمايي کې پر کابل هم ولکه ټینګه کړه، د ملګرو ملتونو په ګډون ګڼو نړیوالو سازمانونو په افغانستان کې د بشري بحران د پراخېدو خبرداری ورکړ.

بلېنکن له بلاروسه غوښتي چې سیاسي بندیانو، له قید و شرط پرته خوشې کړي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلېنکن د بلاروس حکومته د سیاسي بندیانو، له قید و شرط پرته خوشې کېدو غوښتنه وکړه.   دغه کسان د دې لپاره بندیان شوي چې د زورواکي الکساندر لوکاشینکو پر خلاف یې په ډله ییزو اعتراضونو کې برخه اخیستې ده.   بلېنکن په هغه اعلامیه کې چې پرون خپره شوې ویلي، د ۲۰۲۰کال د اګست میاشتې د ولسمشرۍ له درغلیو ډکو ټاکنو پر مهال په بلاروس کې تر ۱۰۰۰ زیات سیاسي کسان په بند کې دي او د بلاروس په لسګونو زره نورو بې ګناه وګړو هم په بند کې وخت تېر کړی دی.  د امریکا... Читать дальше...

ملګري ملتونه: افغانستان کې اقتصادي وضعیت د اندېښنې وړ دی

Pa.azadiradio.com 

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي، په افغانستان کې اقتصادي وضعیت د اندېښنې وړ دی.   د دغه سازمان د اسیا پسفیک څانګې نن په یوه ټویټ کې ویلي، وضعیت ډراماتیک دی، خلک دندې نه لري، د روان بحران، د بهرنیو پرمختیايي مرستو د کموالي له کبله اقتصاد سقوط شوی دی.   د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي، په افغانستان کې د دوی استازي د افغانانو فوري بشري اړتیاوې درک کوي او خپلې مرستې کوي.   وروسته له هغې چې طالبانو د اګست په نیمايي کې پر کابل هم ولکه ټینګه کړه، د ملګرو ملتونو... Читать дальше...

پاکستان د کورونا مخنیوي لپاره بندیزونه د فبرورۍ تر ۱۵مې وغځول

Mashaalradio.com 

په وروستيو کې په پاکستان کې، د کورونا وايرس کيسونه زيات شوي دي. د کورونا په اړه د معلوماتو خپروونکې حکومتي وېبپاڼې د جنورۍ پر ۲۸مه خبر ورکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وایرس ۸۱۸۳ نوي کیسونه ثبت شوي او ۳۰ کسان یې له وجې مړه شوي دي.



د اروپايي ټولنې د پناه غوښتونکو په ډله کې د افغانانو شمېر زیات شوی 

Pa.azadiradio.com 

تازه شمېرې ښيي چې په اروپايي ټولنه کې د پناه غوښتونکو په ډله کې د افغانانو شمېر زیات شوی دی.   د جرمني خبري اژانس په حواله، یوازې په نوامبر میاشت کې د اروپايي ټولنې او نورو اروپايي هېوادونو کې د پناه غوښتنې ۷۱زره ۴۰۰ درخواستونه ثبت شوي چې د اکتوبر میاشتې په نسبت ۹ سلنه زیاتوالی ښيي.   د اروپايي ټولنې چارواکو نن جمعه ویلي چې دا په ۲۰۱۶کال کې د کډوالو تر بحران وروسته د پناه غوښتونکو دویم لوړ شمېر دی.   د اروپايي ټولنې د پناه غوښتونکو ادارې، په حواله، په ثبت شویو درخواستونو کې ۱۳۰۰۰ یې د افغان وګړو دي چې ورپسې د سوریې د وګړو شمېر زیات دی. Читать дальше...

قطر: د کابل هوايي ډګر د مدیریت لپاره له طالبانو او ترکیې سره هوکړې ته نږدې یو

Pa.azadiradio.com 

د قطر د بهرنیو چارو وزارت وايي، قطر، ترکیې او طالبانو د کابل د نړیوال هوايي ډګر د مدیریت په اړه په کلیدي موضوعاتو هوکړه کړې. د دې وزارت له‌خوا یوه خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي،  قطر، ترکیې او د طالبانو حکومت په پلازمېنه دوحه کې د پنجشنبې په ورځ په خپله درې اړخیزه غونډه کې د کابل د هوايي ډګر د مدیریت  او ترې د ګټنې په اړه  په "څو کلیدي موضوعاتو"  هوکړه کړې. خو تر اوسه دا روښانه نه ده چې دا کلیدي موضوعات کوم موارد را نغاړي. د قطر د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دوحې پرونۍ غونډه په کابل کې د شویو هغو دوام و. Читать дальше...

د بلوچستان په کېچ سیمه کې ۱۰ پوځیان د وسله والو په بريد کې وژل شوي 

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان پوځ وايي چې د بلوچستان په کېچ سیمه کې د دوی پر يوه امنيتي پوسته د وسله والو په بريد کې۱۰ سرتېري وژل شوي دي.  د پوځ د عامه اړيکو ادارې ای اس پي ار پرون په يو بيان کې ويلي چې دا بريد د سې شنبې او چهارشنبې په منځنۍ شپه وشو چې د ډزو په تبادله کې يو وسله وال هم ووژل شو او يوشمېر نور ژوبل شول.  بيان زياتوي چې امنيتي ځواکونو د وسله والو پرضد د لټون عمليات پيل کړي او تر دې دمه يې درې وسله وال نيولي دي.   بل خوا د بلوڅ بېلتون غوښتونکو ناقانونه ګرځول شوې ډلې "بلوچستان لبرېشن فرنټ" په يو خپور... Читать дальше...

کرکت؛ د پاکستان سوپر لیګ کې نن کويټه ګلېډيېټرز او پېښور زلمي سره مخ کېږي

Pa.azadiradio.com 

پاکستان کرکټ سوپر ليګ د اووم پړاو سيالۍ پرون په کراچۍ کې پيل شوې. د دې ۲۰ اووريزه سياليو لومړۍ لوبه د ملتان سلطانز او کراچي کینګز لوبډلو ترمنځ وشوه. کراچي کينګز لومړی بېټينګ وکړ او په ټاکل شويو ۲۰ اوورونو کې يې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۴ منډې وکړې. په ځواب کې ملتان سلطانز د درو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۱۹م اوور کې هدف تر لاسه کړ او لوبه يې په اوو ويکټونو وګټله. نن به د کويټه ګلېډيېټرز او پېښور زلمي لوبډلو تر منځ سيالي کېږي. په کوټه کې رحمن الله ګربز او په پېښور ټيم کې نجیب الله ځدراڼ لوبیږي. Читать дальше...

روسیه: د اوکراین پر مسئلې د امریکا او ناټو سره خبرو ته ځای شته

Pa.azadiradio.com 

روسیې پرون پنجشنبې وویل چې په اوکراین کې یې د خپلو اصلي امنیتي اندېښنو په اړه له امریکا هېڅ مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی خو لا هم پر څو مسئلو خبرو ته ځای شته.  هماغسې چې تمه کېده د امریکا متحدو ایالاتونو او ناټو د چهارشنبې په ورځ د مسکو دا غوښتنه رد کړه چې اوکراین ته به په ناټو کې د غړیتوب نه ورکولو تضمین ورکوي. دوی وویل چې ختیځي اروپا ته د ځواکونو او وسلو د لېږلو پر موضوع خبرې نه کوي.  امریکا او د ناټو متحدانو یې مسکو ته په یوه لیک کې د اوکراین د کړکېچ د حل کولو په اړه د جدي دیپلوماتیکي لارې... Читать дальше...

توماس وېسټ: د خپلو ټولو اندېښنو په اړه مو له طالبانو سره پرېکنده خبرې وکړې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د امریکا متحده‌ایالاتو ځانګړي استازي توماس وېسټ له طالب چارواکو سره د خپلو وروستیو لیدونو او بحثونو نچوړ خپور کړی. ښاغلي وېسټ په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، دې کتنو کې په راتلونکي وري یا حمل میاشت کې د ښوونځیو د بیا پیل په چمتووالي، امنیتي وضعیت، له داعش سره د مبارزې او د خپل‌سرو نېونو د درېدو په ګډون په پراخو موضوعاتو بحثونه شوي. د افغانستان لپاره د متحده‌ایالاتو دا لوړ پوړی چارواکي وايي، طالبانو سره یې خبرې پرېکنده وې او یو څرګند پیغام یې اورېدلی چې نړیواله ټولنه باید افغانستان کې ښکېله پاتې شي. Читать дальше...

هند د منځنۍاسیا ځینو هېوادونو سره یو ځای د طالبانو په رسمیت پېژندلو لپاره کار کوي

Mashaalradio.com 

هند د منځني اسیا د پنځو هیوادونو سره یو ځای د افغانستان د بشري بحران د ختمولو او د طالبانو د حکومت په رسمیت د پېژندلو لپاره په ګډه کار پیل کړی.   اسوشیېټېدپرېس خبري اژانس د یوه هندي چارواکي له قوله د جنورۍ پر ۲۷مه نېټه خبر ورکوي چې د هند وزیراعظم نریندرا مودي، د قازقستان، قرغیزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان له ولسمشرانو سره، په همدې اړوند د یوې غونډې کوربه وو. اژانس د دغه هندي چارواکي له قوله لیکي، په دې انلاین غونډه کې پرېکړه وشوه چې د افغانستان د بشري بحران د ختمولو لپاره، له افغانانو... Читать дальше...

د تاجکستان او قرغزستان سرحدي سیمو کې په اوربند هوکړه وشوه

Pa.azadiradio.com 

د تاجکستان او قرغزستان چارواکو په سرحدي سیمو کې تر یوې جګړې وروسته په اوربند موافقه وکړه.  په نښتو کې لږ تر لږه دوه تنه وژل شوي او له شلو تنو زیات ټپیان دي.  د پنجشنبې ورځې نښتې د تېر کال راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ تر ټولو سخت تاوتریخوالی و.   تېر کال هم په ورته نښتو کې لسګونه کسان وژل شوي وو.  دواړو خواوو پر یو بل تور ولګاوه چې پولې ته غځېدلې لارې یې بندې کړې او ډزې یې پیل کړې.

روسیه: د امنیتي اندېښنو په اړه مو د امریکا "مثبت ځواب" نه دی ترلاسه کړی

Pa.azadiradio.com 

روسیه وايي، د اوکراین پر سر د خپلو امنیتي اندېښنو په اړه یې د امریکا له لوري "مثبت ځواب" نه دی ترلاسه کړی.  خو وايي چې په یو شمیر مسئلو د خبرو د دوام امکان شته.  لکه څنګه چې تمه کېده، متحده ایالاتو او ناټو د چهارشنبې په ورځ په ناټو کې د اوکراین د غړیتوب په مخ د دروازو د تړلو لپاره د مسکو غوښتنه رد کړه او ویې ویل چې په ختیځه اروپا کې د متحدو ځواکونو او پوځي تجهیزاتو په اړه خبرې نه کوي.  مسکو ته په یوه لیک کې متحده ایالاتو هغه څه تشریح کړل چې د اوکراین کړکیچ د حل لپاره "جدي ډیپلوماتیکه لاره" بولي. Читать дальше...

سوات کې خلک د واورې نندارې ته روان دي

Mashaalradio.com 

د خېبر پښتونخوا په سوات کې د واوري تر اورېدو وروسته له سېلانيانو سره ځايي خلک هم د واورې نندارې لپاره سيمې ته ورځي. په مينګوره کې د يوه ښوونځي استاد خپل شاګردان د ملم جبې سپيني اوبو سيمې ته بیولي او هغوی ته پر واورو او غرونو د تلو او ختو چل ښيي. نور حال په دې ویډیو راپور کې.

Новости России
Москва

“Вилла Ливадия” - последние 6 апартаментов в уникальном комплексе у моря


د طالبانو حکومت له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړې محکمه اعلان کړه 

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د لويې څارنوالۍ له خوا له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز سرپرست مشر تر ټاکل کېدو وروسته، اوس د سترې محکمې په تشکیلاتو کې د نشه يي موادو اړوند قضيو لپاره ځانګړې محکمه اعلان کړې ده. له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړې محکمې په تشکيلاتو کې مولوي خان محمد د قاضي، عبدالله تايب د مفتي او مولوي الفت د محرر په توګه ټاکل شوي دي. د طالبانو د حکومت مرستيال وياند بلال کريمي ازادۍ راډيو ته وويل چې د دې محکمې تشکیلات به په راتلونکې وخت کې پراخه شي او د نشه يي موادو اړوند ټولو اړخونو ته به پاملرنه وشي. Читать дальше...

د تېر نظام ځیني کارکوونکي: طالبان موږ له دندو لیرې او ځان ته نږدې کسان یې وګمارل

Pa.azadiradio.com 

طالبانو افغانستان کې د حاکمیت ترلاسه کولو وروسته د دولتي بنسټونو یو شمېر مخکېني کارکوونکي له دندو لیرې کړي او پر ځای یې نوي کسان ګمارلي دي. د ولایتونو د دولتي بنسټونو یو شمېر کارکوونکي وایي چې طالبانو ډېر نارینه او ښځینه کارکوونکي له بېلابېلو دولتي بستونو ګوښه کړي. دغه کسان ادعا کوي چې طالبانو له کوم موثق او یا قانوني دلیل پرته هغوی له دندو ګوښه کړي او پر ځای یې طالبانو پورې تړلي ډېر غیر مسلکي او بې سواده کسان په دندو ګمارلي دي. مرسل په اداره او پالېسۍ کې ماسټري لري، په تېر نظام کې د کابل ښاروالۍ د دویمې ناحیې مرستیاله وه. Читать дальше...

انډیپنډنټ: د ملګرو ملتونو سرمنشي افغانستان کنګل شوي دوزخ ته ورته وباله

Pa.azadiradio.com 

انډیپنډنټ انډیپنډنټ ورځپاڼې د ملګرو ملتونو د سرمنشي خبرې رااخیستې دي چې امنیت شورا ته یې د خبرو پرمهال افغانستان کنګل شوي دوزخ ته ورته وباله او پر نړیوالو یې غږ وکړ چې له میلونونو افغانانو سره دې خپلې بشري مرستې زیاتې کړي. انتونیو ګوتیرېش له نړیوالې ټولنې دا غوښتنه هم وکړه چې د افغانستان په میلیارډونو ډالر کنګل شوې شتمني ورپرېږدي څو د دغه هېواد اقتصاد له ماتېدو راوګرځي او ګڼ خلک مجبوره نه شي چې دا هېواد پریږدي. انډپنډنټ لیکي، د امنیت شورا په غونډه کې د چهارشنبې په ورځ چین او روسیې په لوېدیځ... Читать дальше...

د هلمند په ګرشک کې د هاوان مرمۍ چاودنې ۱ ماشوم وژلی او ۲ نور یې ټپیان کړي 

Pa.azadiradio.com 

د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د هاوان د یوې زړې مرمۍ چاودنې، یو ماشوم وژلی او دوه نور یې ټپیان کړي دي.  په هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس حافظ راشد هلمندي ازادۍ رادیو ته وویل پېښه هغه مهال وشوه چې یوه ماشوم د ګرشک ولسوالۍ په سربند سیمه کې د هاوان له ناچاودې مرمۍ سره لوبې کولې. هلمندی وایي:" پېښه په ګرشک ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده. متاسفانه دولس- دولس نیمې بجې شااوخوا د ګرشک ولسوالۍ په سربند سیمه کې ماشومانو د هاوان یوه زړه مرمۍ موندلې وه، رااخیستې یې وه او په ډبرو یې ټکولې وه... Читать дальше...

ایران: د امریکا د بندیزونو له امله د افغان کډوالو د ساتنې توان له لاسه ورکوو

Pa.azadiradio.com 

ایران وايي چې د افغان کډوالو د ساتنې توان پردې هېواد د امریکا د بندیزونو له کبله له لاسه ورکوي.  ایراني رسنیو پرون په ملګروملتونو کې د ایران د سفیر او دایمي استازي مجید تخت روانچي له قوله خبر ورکړ چې نوموړي د امنیت شورا غونډې ته ویلي، ایران له زرګونه افغان کډوالو سره چې هره ورځ د دې هېواد قلمرو ته ننوځي لازمې مرستې کوي خو دی زیاتوي چې د متحدوایالاتونو د بندیزونو په نتیجه کې د ایران مالي سرچینې محدودېږي.  د فارس خبري اژانس د راپور له مخې تخت روانچي ویلي، که نړیواله ټولنه په ایران کې له ډېره افغان... Читать дальше...

د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله نیمه پایلوبې ته ووته 

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره لوبغاړو د کرکټ د دې کتګورۍ د نړیوال جام په کوارتر فاینل لوبه کې سرېلانکا ته ماتې ورکړه او نیمه پایلوبې ته ووتل.  پرونۍ لوبه افغان لوبډلو پیل کړه او په ۴۸ اوورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۴ منډې جوړې کړې. د سرېلانکا لوبډلې ټول لوبغاړي په ۴۶ اوورونو کې وسوځېدل او ۱۳۰ منډې یې جوړې کړې. په دې توګه افغانستان سرېلانکا ته د څلورو منډو په توپیر ماتې ورکړه. افغانستان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک بېګا په دې اړه ازادۍ راډیو ته وویل:" افغان له نولس کلنو کم عمره... Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Потапова проиграла Фернандес во втором круге турнира WTA в Мадриде






Эстафета поколений и победителей. В Ульяновске отметили юбилейный праздник спорта

В Якутске обсудили вопросы диагностики и лечения гепатитов В, С и Д

Генеральный секретарь ПКР, 5-кратный чемпион Паралимпийских игр А.А. Строкин принял участие в церемониях награждения и закрытия ежегодного фестиваля футбола для людей с инвалидностью и ОВЗ «FONB...

Школу в селе Александровский Завод в Забайкалье хотят сдать в конце 2024 года