Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

Новости за 20.01.2022

پنټاګون په کابل کې پر یوه کور د هوايي برید ویډیو خپره کړه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون په کابل کې د ملکي وګړو پر یوه کور د اګست میاشتې د هوايي برید ویډیو خپره کړه. دا برید د طالبانو له واکمنېدو څو ورځې وروسته او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د عملیاتو پرمهال د کابل هوايي ډګر ته نژدې وشوه چې په نتیجه کې یې د اوو ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ لس غړي ووژل شول. د امریکا حکومت هغه مهال ویلي و، چې د دې برید هدف د داعش ډلې وسله وال وو، خو وروسته یې ومنله چې د استوګنې یو کور سهوا په نشه شوی دی. په دې اړه نور تفصیل په دې راپور کې

طالبان د جنایي جرمونو د کمېدو خبره کوي، خو په دې اړه راپورونه څه وایي؟

Pa.azadiradio.com 

سره له دې چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ راورسته د طالبانو حکومت په دې هېواد کې د جنايي جرمونو د کمېدو خبره کوي خو د ځینو راپورونو پر بنسټ اوس هم د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې جنايي جرمونه په ځانګړي ډول د انسان تښتونې پېښې ترسره کېږي.  په هرات کې  د یوه ۱۱ کلن ماشوم نیکه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وايي چې نږدې یوه میاشت وړاندې یې لمسی ښوونځي ته په لاره و چې وتښتول شو، وروسته ېې له انسان تښتونکو د ډېرو پیسو په بدل کې راخوشې کړ. هغه د نوم نه خپرېدو په شرط ازادي راډيو ته وویل:" اوس همدومره... Читать дальше...

د باچا خان او ولي خان اوونۍ لمانځل کېږي

Mashaalradio.com 

باچا خان مرکز پېښور د جنورۍ له ۲۰ تر ۲۶مې روانه اوونۍ د نیمې وچې د ازادۍ ستر مبارز خان عبدالغفار خان او په پاکستان کې د جمهوریت، اییني بالادستۍ او په دغه هېواد کې د میشتو قامونو ترمینځ د برابرۍ پر بنیاد د وسایلو د وېش او د سیاسي او بشري حقونو لپاره د جهدوجهد کوونکي خان عبدالولي خان د تلینونو لمانځلو ته ځانګړې شوې ده. نور حال په دې ویډیويي راپور کې

حمزه بنګش: په سوله او امن کې د ځوانانو ذهنونونه وده کوي

Mashaalradio.com 

د مشال مرکه کې په پيښور پوهنتون کې د صحافت څانګې ښوونکي امير حمزه بنګش مېلمه دی. بنګش له انګلېنډه په صحافت کې لوړې زده کړي (پي ايچ ډي ډګری) کړي دي. دی وايي، په هېواد کې د زده کړو معيار هغه شان نه دي چې څه رنګه په بهر هېوادونه کې دي. د ده په خبره په پاکستان کې د ماشومانو ذهن محدود کړل شوي دي او همدغه وجه ده چې د زده کونکي صلاحيت ضايع کېږي. بنګش زياتوي چې بايد ځوانانو ته د تنقيدي سوچ موقع ورکړل شي او په قبايلي سيمو کې له امن سره د ځوانانو صلاحيتونه لا پراحېدای شي. د خپروني کوربه ګل اياز دی.

شمع وزیر: زما سندرې د ولس د هیلو ترجمانې دي

Mashaalradio.com 

دا اوونۍ په مشال راډیويي مجله کې، د بنو بکاخېلو د یو ځوان هنرمند شفیع الله شمع وزیر سره د هغه پر ژوند او کار خبرې شوې دي. نوموړی دا مهال په ابوظهبۍ کې د مساپرۍ شبې سبا کوي خو وايي، هنري فعالیتونه یې جاري ساتلي دي. په خپرونه کې د شمع وزیر ځینې خوږې سندرې هم اورېدلی شئ.

کرکټ؛ د افغانستان له ۱۹ کلونو کشرې لوبډلې له پاکستان سره لوبه پیل کړه

Pa.azadiradio.com 

تر نولس کلونو د کشرو لوبډلو په نړیوال جام سیالیو کې د پاکستان لوبډلې وروسته له دې چې پچه وګټله بیټینګ پیل کړ.  د دې خبر د خپرېدو تر شېبې افغان باولران توانېدلي چې یو پاکستانی لوبغاړی وسوځوي.  افغانستان تر دې وړاندې وړمه ورځ خپله لومړۍ سیالي له پاپو نیوګیني څخه په ۱۳۳ منډو وګټله. د پاکستان ټیم خپله لومړۍ مسابقه ګتلې ده.  افغانستان په سي ګروپ کې له پاکستان، زیمبابوې او نیوګیني سره یوځای دی.

لاهور کې بمي چاودنې دوه تنه وژلي ګڼ ژوبل

Mashaalradio.com 

د پنجاب په مرکز لاهور کې د جنورۍ پر ۲۰مه نېټه په یوه بمي چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او تر ۲۰ زیات یې ژوبل کړي دي. د لاهور پولیس چارواکي وايي، چاودنه نن په انار کلي بازار کې د دوکانونو مخې ته په یو موټر سایکل کې د چاوونکو توکو له وجې شوې. د انار کلي بازار د لاهور یو په مصروفو بازارونو کې دی چې په سلګونو دکانونه دي او هر وخت پکې ګڼه ګوڼه وي.بلخوا د بلوچستان نېشنلسټ ارمي په نوم یوې ډلې د دې حملې ذمه واري منلې خو د لاهور پولیس چارواکي وایي چې دوی پلټنې پېل کړي دي او دا لا نه ده واضحه شوې چې د دغه برید ترشا څوک دي. Читать дальше...

د پاکستان په لاهور کې چاودنه؛ دوه کسان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د پنجاب ایالت د مرکز لاهور ښار په یوه ګڼه ګوڼه مېنه کې چاودنې لږترلږه ۲ تنه وژلي او ګڼ نور ژوبل کړي دي.  د راپورونو له مخې، چاودنه په یوه موټرسایکل کې د اېښودل شوي بم په نتیجه کې په انارکلي سیمه کې شوې چې د لاهور تر ټولو له ګڼې ګوڼې ډکه سیمه ده.  د جرمني د ډي پي اې خبري اژانس د راپور له مخې، یوه سیمه ییز چارواکي محمدعثمان یونس وویل چې روغتون ته د ماشومانو په شمول ۲۶ ټپیان رسول شوي دي. خو د لاهور د پولیسو یوه چارواکي د ټپیانو شمېر ۲۲ تنه وښود.  د بلوچ ملتپال پوځ په نوم بېلتون غوښتونکي... Читать дальше...



سېف د چېلډرن: د خوارځواکو ماشومانو شمېر دوه برابره او یوه میاشت کې ۴۰ یې مړه شوي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې اقتصادي بحران، د فقر او بې کاري د کچې لوړېدو دغه هېواد کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر څو چنده کړی دی. د ماشومانو د ساتنې سازمان"سېف د چېلډرن" د چهارشنپې په ناوخته د یو راپور په خپرولو سره ویلي چې د طالبانو له حاکمیت وروسته په افغانستان کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر دوه برابره شوی دی. د دغه سازمان په راپور کې راغلي دي چې یوازې په ډسمبر میاشت کې ۴۰ افغان ماشومان چې په خوارځواکۍ اخته شوي وو، دافغانستان په شمال کې روغتونونو ته په لاره مړه شوي دي. له ماشومانو د ساتنې... Читать дальше...

د نړۍ دویم له خښتو جوړ منار 'منار جام' د ړنګېدو له ګواښ سره مخ دی

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ دویم له خښتو جوړ منار د ړنګېدو له ګواښ سره مخ دی. په غور ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوی عبدالحی زعیم وايي، د افغانستان په لوېدیځ کې ورستۍ زلزلې چې مرکز یې د بادغیس ولایت ښودل شوی و د دغه هېواد یوه لرغونې اثار چې د منار جام دی له پخوا زیات ړنګېدو ته نږدې کړی. هغه له ازادي راډيو سره په خبر وکې وویل، وروستۍ زلزلې د دې منار د یوې برخې اصلي او هغه خښتې چې د دې منار د ساتنې لپاره اېښودل شوې وې غورځولي او اوبه ددې منار لاندنې برخې ته تللي. زعیم وایي:" د منار جام د ساتنې لپاره... Читать дальше...

افغانستان کې له نیمايي زیات وګړي له لوږې سره مخامخ دي

Mashaalradio.com 

په افغانستان کې زیاتېدونکي بشري ناورين د هغو زرګونو بېکوره شویو لپاره ژمۍ نورهم سخت کړی دی چې دا مهال په خېمو کې ژوند کوي. خلک د سونګ مواد او د ماشومانو لپاره تودې جامې او پېزار نه لري. د ملګرو ملتونو په وينا، د دې هېواد تر نيميايي زیات وګړي له لوږې سره مخامخ دي. په دې اړه د اشوشييټېډ اژانس ويډيويي رپورټ عبدالحي کاکړ پښتو کړی دی.

د افغانو معترضو مېرمنو د څار او نیولو ادعاوې؛ طالبان دا تورونه ردوي 

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر افغانې اعتراض کوونکې مېرمنې ادعا کوي چې د طالبانو له لوري له لوړو امنیتي ګواښونو سره مخ او ځینې یې طالبانو بندیانې کړې هم دي. ‎د افغان اعتراض کوونکو مېرمنو له ډلې د پروانې ابراهیم خېل په اړه ادعا شوې چې طالبانو نیولې او اوس بندي ده. ‎هڅه مو وکړه د پروانې له کورنۍ سره هم خبرې وکړو خو ونه توانېدو. ‎ځینو افغان رسنیو راپور ورکړی چې له پرون راهیسې طالبانو شااوخوا لس اعتراض کوونکې مېرمنې څارلي او تر کورونو یې ورغلي دی.  دا ادعاوې په خپلواکه توګه نه دي تائید شوي. ‎د دغو اعتراض کوونکو... Читать дальше...

خدايي خدمتګار تحریک کې د ښځو رول

Mashaalradio.com 

سږکال د جنورۍ پر ۲۰مه د خدایي خدمتګار تحریک د بنیاد ایښودنکي او په پښتنه ټولنه کې د عدم تشدد فلسفې د باني خان عبدالغفار خان (باچا خان) ۳۴ تلین لمانځل کېږي. نوموړي په پښتنه ټولنه کې د ښځو د کردار او د نجونو تعلیم لپاره یوه لویه مبارزه کړې ده. خبرونه دې غږ پر ځای کې اورېدای شئ.

ایا د پاکستان د ملي امنیت تګلاره اقتصادي امنیت باوري کولای شي؟

Mashaalradio.com 

شنونکي وايي، د پاکستان چارواکو په بیا بیا ویلي چې حکومت او پوځ د امنیتي او بهرنیو چارو تګلارو په اړه "همنظره" دي، نو ځکه داسې برېښې چې د امنیتي تګلارې د سمت بدلولو په اړه ملکي او پوځي ادارې همغږي دي.

د کندهار د احمد شاه بابا هوايي ډګر کارکوونکو اعتصاب کړی

Pa.azadiradio.com 

د کندهار د احمد شاه بابا هوايي ډګر د ملکي امنیت کار کوونکو د معاشاتو د نه ورکړې له امله کاري اعتصاب کړی دی. یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي ازادي راډیو ته وویل، د احمدشاه بابا هوايي ډګر د ملکي ترمینل د امنیت ۱۱۰ کسانو د تېرو پنځو میاشتو معاشات نه دي تر لاسه کړي، نو ځکه اړ شوي چې کاري اعتصاب وکړي. یادو امنیتي کارکوونکو ته له تېر یوه کال راهیسې د 'Hart' په نوم یوه عربي کمپنۍ معاشات ورکول چې واک ته د طالبانو د رسېدو راهیسې یې معاشات نه دي ورکړل شوي. د سرچیني په حواله تر څو چې د معاشاتو نوي... Читать дальше...

ننګرهار کې پر لس زرو بزګرو کیمیاوي سره ووېشل شوه

Pa.azadiradio.com 

په ننګرهار ولایت کې پر څه باندې لس زرو بزګرو کیمیاوي سره ووېشل شوه. د طالبانو حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مصباح الدین مستعین ازادي راډیو ته وویل، د ننګرهار ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوراک ادارې په مرسته د ننګرهار په شېرزادو، خوګیاڼو، ګوشتې، کوز کونړ، کوټ، بټي کوټ، لعلپورې او اچین ولسوالیو کې پر ۱۱ زره بزګرو چې په وروستیو کلونو کې یې کرنه د وچکالۍ او کرونا له امله اغېزمنه شوې وه، کیمیاوي سره وویشله. د ښاغلي مستعین په خبره هر بزګر ته به پنځوس کیلوګرامه کیمیاوي... Читать дальше...

انتوني بلېنکن اروپايي متحدانو سره د خبرو لپاره برلین ته ورسېد 

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن له خپلو اروپايي متحدانو سره د بل پړاو خبرو لپاره برلین ته ورسېد.  بلېنکن په داسې حال کې له خپلو اروپايي متحدانو سره خبرې کوي چې د اوکراین او روسیې په پوله کې د روسي ځواکونو د ځای پر ځای کېدو له کبله رامنځته شوی دی.  بلېنکن به نن مخکې تر دې چې جنیوا ته روان شي او هلته د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره خبرې وکړي، په برلین کې د جرمني، بریتانیا او فرانسې له بهرنیو چارو وزیرانو سره وویني.

د بلوچستان پوهنتون د دوو ورکو زده کوونکو د زغرده موندلو لپاره لاریون

Mashaalradio.com 

پروسږکال په نومبر میاشت کې له بلوچستان پوهنتونه د تری تمو دوه زده کوونکو فصیع بلوڅ او سهېل بلوڅ د زغرده موندنې لپاره د زده کوونکو اتحادیې د جنورۍ پر ۱۹مه نېټه په کوټه ښار کې یو لاریون وکړ او په پای کې د پرېس کلب مخې ته یې مظاهره وکړه. د ایوب ترین راپور

Новости России
Москва

Юные керамисты школы №2120 выиграли три Гран-при конкурса «Мир дому твоему!»


افغانستان بانک: کابل او ولایتونو کې د 'اې ټي اېم' ۳۶ ماشینونه فعال شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان بانک وايي، تراوسه پورې یې په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې د اې ټي اېم ۳۶ ماشینونه فعاله کړي دي.  د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک ویاند صابر مومند په دې اړه وویل:"په تدریج به په پلازمېنه او ولایتونو کې د اې ټي ایم نور ماشینونه یا د صرافۍ اتومات ماشینونه په کار پیل وکړي. دا لړۍ پیل شوې او دوام کوي." د افغانستان د جمهوري دولت له نسکورېدو او د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د افغانستان بانکي سیستم له جدي خنډونو سره مخامخ شو.  اوس هم د افغانستان بانکونه خپل مشتریانو... Читать дальше...

ترکیه: ۷۰۰ ټنه خوراکي مواد، جامې او درمل به افغانستان ته ولېږو

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون چهارشنبه (د مرغومي ۲۹مه)  اعلان وکړ چې هېواد یې افغانستان ته بشري مرسته استوي.  اردوغان چې په انقره کې د کابینې په غونډه کې خبرې کولې وویل، په یوه رېلګاډي کې به ۷۰۰ ټنه خوراکي مواد، جامې او درمل افغانستان ته ولېږي.  تېره اوونۍ ملګروملتو په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره د څلور ملیارده او څلور سوه ملیون ډالره بسپنې غوښتنه وکړه.

له افغانستانه د امریکایي ځواکونو ایستل؛ بایډن: په دې تړاو بښنه نه غواړم

Pa.azadiradio.com 

دامریکا دفاع وزارت یا 'پنټاګون' د تخلیې بهیر پرمهال کابل کې پر یوه کور د هوايي برید ویډیو خپره کړې ده. په دې ویډیو کې لیدل کېږي چې د امریکا بې پیلوته الوتکه د څو دقیقو لپاره د کابل هوایي ډګر ته څېرمه یو کور څاري. هدف یو کرولا موټر دی، له څو دقیقو مکس او څېړلو وروسته بې پیلوته الوتکه بمب ګوځاروي او یو لوی اور او لمبه بلېږي. نیویارک ټایمز دا ويډیو د امریکا مرکزي قوماندانۍ ته تر شکایت وروسته ترلاسه کړې او هغه یې چهارشنبه د مرغومي پر ۲۹ په خپله پاڼه کې خپره کړې ده. دې برید کې د اوو ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ لس غړي ووژل شول. Читать дальше...

د خوست رسنۍ د بندېدو په درشل کې دي

Mashaalradio.com 

په خوست کې د رسنیو استازي او خبریالان وايي، د رسنیو د مالي سرچینو کموالۍ، د رسنیو لپاره د واضحې خپرنیزې تګلارې نشتون او پر وخت مالوماتو ته، نه لاسرسۍ د دوی له ستونزو څخه دي. دوی زیاتوي، که مسوولې ملي او نړیوالې ادارې ورته پام ونه کړي، ممکن یو شمېر رسنۍ وتړل شي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.

د خوست د سپیرې ولسوالۍ اوسیدونکي: د سپېرې سړک دې اساسي جوړ شي

Pa.azadiradio.com 

د خوست د سپیرې ولسوالۍ اوسیدونکي غوښتنه کوي چې یادې ولسوالۍ ته غځېدلی سړک چې خوست او پکتیکا ولایتونه هم سره نښلوي،  په اساسي ډول ورغول شي. دوی زیاتوي، وروستیو ورښتونو د دې سړک ځینې برخې ویجاړې کړي او که ژر جوړ نه شي، نو د موټرونو د تګ او راتګ په مخ به وتړل شي. د سپیرې ولسوالۍ اوسیدونکی نور محمد ازادي راډیو ته وویل، په تېرو شلو کالونو کې نه یوازې د یادې ولسوالۍ بیارغونې ته پام نه دی شوی، بلکې اساسي سړک يې هم تر ډېره خام پاتې شوی دی. دی زیاتوي: "د سپيرې د تنګي اوسېدونکو دې سړک ته په تیرو شلو... Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Свёнтек разгромила Кырстю и вышла в 1/8 финала турнира WTA-1000 в Мадриде






Юрьев день: когда празднуется, истории и традиции

Все 12 вузов, экзаменующие мигрантов, расторгли договоры с коммерческими партнерами

В московском парке обнаружили тело мужчины с колото-резаными ранениями

Тело мужчины нашли в лесопарковой зоне в районе Сокольники