Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

خوست کې زرګونه کیلو نشه يي توکي او الکولي مشروبات وسوځول شول

0
د جنوري په لومړۍ نېټه ناوخته مازدېګر په خوست کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ د منسوبینو له خوا نیول شوي زرګونه کیلو نشه يي توکي او الکولي مشروبات په عام محضر کې وسوځول شول.


د طالب چارواکو په وینا، یاد نشه يي توکي د درېیو میاشتو په موده کې په بېلابېلو عملیاتو کې د امنیتي موظفینو لاسته لوېدلي او په تور يې شااوخوا څلوېښت کسان هم نیول شوي دي.


د خوست امنیه قوماندان مولوي محبوب شاه قانت ازادي راډیو ته وویل، د دوی د منسوبینو د هڅو په پایله کې اتیا سلنه د نشه يي توکو کاروبار لږ شوی دی: "۵۴۴ کیلو چرس دي، ۲۳۴ بوتله او ۵۹ بوشکې الکولي مشروبات دي چې جمله ۱۷۲۱ لیتره کېږي، ۳۰ کارتنه ایتانویل چې ۱۱۰۰ لیتره کېږي، شل بوجۍ د بنګو دانې چې وزن يې ۸ کیلوګرامه کېږي، نیول شوي دي. "


د خوست امنیه قوماندان زیاتوي، له دې سربیره یوه اندازه تریاک، شیشه او د هیروینو پوډر هم نیول شوي چې دې ځای ته د سوځولو په خاطر راوړل شوي دي.


د خوست اوسیدونکي هم نشه يي توکي ټولنې ته په زیان بولي او له امنیتي موظفینو غواړي چې د مخنیوي لپاره دې خپلې هڅې چټکې کړي.


دیني عالم مولوي سیدجمال جمالي وايي، د ټولو خلکو غوښتنه دا ده چې نوی نسل او د ټولنې راتلونکې د نشه يي توکو له هر ډول زیانه په امن کې پاتې شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса