Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

والسټریټ ژورنال: افغان جګړه کې خصوصي قرادادیانو ډېره ګټه وکړه

0
والسټریټ ژورنال


له امریکا خپریدونکې والسټریټ ژورنال ورځپاڼې یوه لیکنه خپره کړې چې سرلیک یې دی"افغانستان کې چا ګټه وکړه؟ "


د لیکوال په باور د افغانستان له جګړې خصوصي قرادادیانو ډیره ګټه پورته کړه.


په لیکنه کې وړاندې راغلي، هغه کسانو کې چې افغانستان ته یې د امریکا د دولت د پیسو د بهېر له ورماتېدو ګټه وټه ترلاسه کړه، د وسلو له لویو تولیدونکو نېولی تر سوداګرو پورې کسان شامل وو.


والسټریټ ژورنال لیکلي:


د کلفورنیا یو سوداګر چې په قرغزستان کې یوه میخانه لري، د سونګ د موادو د کاروبار له درکه یې میلیاردونه ډالر عواید ترلاسه کړي.


لیکنه وړاندې وايي، یو ځوان افغان ترجمان، نړیوالو ځواکونو ته د سرتختي د چمتو کولو له قرارداده د سوداګرۍ په یو امپراتور بدل شو او یوه ټلوېزیوني شبکه او یو داخلي هوايي شرکت یې جوړ کړل.


همدارنګه د امریکا د پوځ د ملي ګارډ د دوو سرتیرو په اړه لیکي چې له اوهایو څخه یې یې یو وړوکی کاروبار پیل کړ.


دوی د امریکا په پوځ کې د کار لپاره افغان ترجمانان استخدامول او په دې سره د امریکا د پوځ په مهمو قراردادیانو بدل شول.


ورځپاڼه د موجودو اسنادو پر بنسټ وايي، د فډرال د قراردانونو له دې کاروباره څلور میلیارده ډالر ترلاسه شوي دي.


والسټریټ ژورنال په دې لیکنه کې وړاندې وايي، د امریکا متحده ایالاتونه له افغانستانه د خپلو ځواکونو د بشپړې وتنې څلور میاشتې وروسته د هغو درسونو په ارزونه بوخت دي چې باید له دې جګړې زده شي.


یو شمېر چارواکي او څارونکې ډلې وايي، په دې منځ کې یوه موضوع، د جګړې په ډګر کې پر قراردادیانو اتکا او د جګړې د لګښت د لوړېدو څرنګوالی دی.


د امریکا متحده ایالاتونو د ۲۰۲۱ م زیږدیز کال د اګسټ د میاشتې په پای کې په افغانستان کې خپله شل کلنه جګړه پای ته ورسوله او خپل ټول ځواکونه یې له دې هېواد څخه وویستل.


تېره اوونۍ راپور ورکړل شوی چې د امریکا د جمهوري غوښتونکو او ډموکراټانو یوه ځانګړې ۱۶ کسېز کمېسیون د افغانستان د جګړې ارزونه کوي.



هندو


له هندوستان خپریدونکې هندو ورځپاڼې په یو راپور کې لیکلي چې هند نوی میلادي کال پرون افغانستان ته د پنځه سوه زره ډوزه کرونا ضد واکسینونو په ورکولو پیل کړ.


د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي، د بشري مرستې دا بسته د هغو یو میلیون ډوزه واکسینو نیمايي دي چې هند یې افغانستان ته د مرستې په توګه ورکوي.


دې وزارت همدارنګه ویلي دي چې هند د افغانستان خلکو سره د بشري مرستو دوام ته ژمن دی.


په لیکنه کې وړاندې ویل شوي، دا له افغانستان سره د هند د بشري مرستو یوه له لویو پروژو څخه ده چې په کې به درمل او غنم هم شامل وي او د ملګرو ملتونو له بنسټونو سره په همغږۍ به تنظیمیږي.


هندوستان تر دې مخکې د ۲۰۲۱ م کال د فبروري په میاشت کې افغانستان ته د کرونا ضد واکسینونو یوه بسته استولې وه، خو پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو راهېسې دا افغانستان ته د هند له خوا د کرونا ضد واکسینو لومړنۍ مرسته ده.


افغانستان کې د طالبانو د حکومت د روغتیا وزارت د شنبې په ورځ وویل چې د دې هېواد روغتیايې سیستم له ستونزمن وضعیت سره مخ دی.


د دې وزارت په وینا پخواني حکومت کې د روغتیا سکتور تر ډېره په بهرنیو مرستو تکیه و او د بهرنیو مرستو له بندېدو سره د افغانستان روغتیايي سیستم له ستونزو سره مخ دی.


نړیوال روغتیايي سیستم د سېپټمبر میاشت کې خبرداری ورکړی و چې افغانستان کې روغتیايي سیستم د نړېدو په حال کې دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса