Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

افغانستان سره د وارداتي برېښنا موافقه یو کال نوره هم تمدید شوه

0
د افغانستان برېښنا شرکت چارواکي وايي، له هغو هېوادونو سره چې افغانستان ته برېښنا صادروي، د وارداتي برېښنا موافقه یو کال نوره هم تمدید شوه.  


د دې شرکت ویاند حکمت الله میوندي وايي: "له ازبیکستان، ترکمنستان، ایران او تاجکستان سره چې موږ ورڅخه وارداتي برېښنا واردوو، د ۲۰۲۲م  زیږدیز کال تر پایه پورې د وارداتي برېښنا موافقه لاسلیک شوې ده."  


د ښاغلي میوندي په وینا د لاسلیک شوېو تړونونو ټول ارزښت ۲۶۰ میلیونه ډالره دی او د دغو موافقو په نتیجه کې ترلاسه شوې برېښنا به پر ۲۶ ولایتونو ووېشل شي.  


د برېښنا شرکت اوس مهال د طالبانو په واک کې دی.  


افغانستان د خپلې اړتیا ۷۰ سلنه برېښنا له ګاونډیو هېوادونو واردوي. 


مخکې د دې شرکت سرپرست صفی الله احمدزي ازادي راډیو ته ویلي و چې برېښنا شرکت د وارداتو په برخه کې شااوخوا ۶۲ میلیونه ډالره پوروړی دی او د بانکي وضعیت په ښه کېدو سره به دا پور بېرته پرې شي.  



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса