Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

اسرائیلي جنګي الوتکو په غزه کې د یاغیانو مرکزونه په نښه کړل

0
د اسرائیلو جنګي الوتکو تېره ورځ په غزه تړانګه کې د یاغیانو مرکزونه په نښه کړل.


پوځي او امنیتي سرچینو ویلي، دا بریدونه وروسته له هغه وشول چې له غزې څو راکټونه وتوغول شول.


د اسرائیلو پوځ نن په یوه ټویټ کې ویلي چې وروسته له هغه د حماس تر کنټرول لاندې‌ سیمه د سخت درېځو پر هدفونو هوایي بریدونه وشول چې وسله والو له غزې تړانګې دوه راکټونه وتوغول.


په ټویټ کې زیاته شوې چې دا راکټونه د تل ابیب له سواحلو ورهاخوا د مدیترانې په سمندر کې ولګېدل.


د غزې تړانګه د فلسطیني ډلې حماس تر کنټرول لاندې ده.


د اسرائیلو پوځ ویلي چې په ځوابي ډزو کې یې د راکټونو یوه فابریکه او د حماس یوه پوځي اډه په نښه کړي دي.


د دې پېښې په نتیجه کې د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса