Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

ګڼو هندو عبادت کوونکو له هند څخه پاکستان ته سفر کړی

0
ګڼو هندو عبادت کوونکو له هند څخه پاکستان ته سفر کړی چې دا د پاکستان په ۷۴ کلن تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د مذهبي تورېزم پیل ګڼل کېږي.  


د پاکستان د هندو شورا مشر رمېش کمار وانکواني د ازادي راډیو ځايي څانګې ته ویلي چې د جنورۍ له لومړۍ نېټې راهیسې ۱۵۹ هندو عبادت کوونکي له هند څخه پاکستان ته تللي.


دغو کسانو څلور ورځې پاکستان ته سفر کړی چې دا د حکومت په ملاتړ د مذهبي سیلانیانو زیاتولو د هڅو برخه ده.  


دا کسان د پاکستان په کرک سیمه کې هغه ځای ته تللي چې د ۲۰۲۰م  کال په ډسمبر کې قهرجنو کسانو د هندوانو پر یوه زیارت حمله کړې وه.  


د ۲۰۲۱م کال په مارچ میاشت کې مسلمانو دیني مشرانو دا پېښه غندلې او بښنه یې غوښتې وه.  


امریکا له ۲۰۱۹م کال راهیسې پاکستان د هغو هېوادونو په لېست کې شامل کړی چې په سیستماتیکه توګه له مذهبي ازادي څخه سرغړونه کوي. اسلام اباد د امریکا دا پرېکړه رد کړې ده.  


د پاکستان د ۲۰۸ میلیونه نفوس دوه فیصده برخه د پاکستان هندو وګړي جوړوي.  



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса