د افغانستان سوداګرۍ وزارت د سیلو ګانو او د اوړو د فابریکو د ارزونې پلاوي ټاکلي
د دې وزارت ویاند مولانا زهیر نن دوشنبه (د مرغومې په ۱۳مه) ازادي راډيو ته وویل، یاد پلاوي به ټولو ولایتونو کې د اوړو له فابریکو او سیلو ګانو لیدنه کوي او د دوی ستونزې به له نږدې اوري.
د ښاغلي زهیر په خبره، د اوړو د فابریکو او سیلو ګانو ټولنې مسؤلینو هم تېره ورځ د وزارت له چارواکو سره په لیدنه کې خپلې ستونزې له دوی سره شریکې کړې دي چې د بانکي سیستم او سوداګریزو لارو په برخه کې دي.
مولانا زهیر وايي، د اوړو د فابریکو او سیلو ګانو د ارزونې یو هدف هم په دې وروستیو کې په افغانستان کې د اوړو د بیو پورته کېدل دي چې دوی غواړي په دې توګه دې ستونزې ته یوه حل لاره ولټوي.
د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د ډالرو د بیې په پورته کېدو سره د خوراکي توکو په ځانګړي ډول د اوړو په بیه کې هم د پام وړ لوړوالی راغلی او د یوې بورۍ اوړو بیه له ۱۶۰۰ افغانیو څخه ۲،۵۰۰ افغانيو ته پورته شوه.
