Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

یونېسف: سږ کال به افغانستان کې له ګرځنده مرستندویه ټیمونو بشپړ ملاتړ کوو

0
د یونېسف جنوبي اسیا څانګې مشر وايي چې سږ کال به په ټول توان په افغانستان کې له ګرځنده مرستندویه ټیمونو ملاتړ کوي څو اړمنو ته مرستې ورسوي.


جورج لاریا اجې په خپل ټویټر باندې دا خبره کړې ده.


د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق دغه مسؤل زیاته کړې چې سیار ټيمونه په کلیوالو او ليرو پرتو سیمو کې فوق‌العاده مؤثره تمام شوي او د ګڼو خلکو په تېره بیا میندو او ماشومانو لپاره‌یې اړین او ژوند ژغورونکي صحي او نور خدمتونه وړاندې کړي.


د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې افغانستان کې ۲۳ ملیونه خلک له لوږې سره مخ دي چې له دې ډلې شااوخوا ۳ نیم ملیونه ماشومان په سخت خطر کې دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса