طالبان: هره ورځ د کابل له هوایي ډګره ۲۰ الوتنې کېږي،۳ یې کورني دي
د طالبانو حکومت د ملکي هوایي چلند اداره وایي، هره ورځ د کابل له هوایي ډګره ۲۰ الوتنې ترسره کېږي چې له دې شمېر درې هغه یې کورني او پاتې نور یې بهرنۍ الوتنې دي.
د ملکي هوایي چلند د ادارې ویاند امام الدین احمدي ازادي راډیو ته وویل چې په دې وروستیو کې بهر ته الوتنې عادي حالت ته ګرځیدلي او ډېرې الوتنې چین، پاکستان، ترکیې او دوبۍ ته کېږي چې له هرې بهرنۍ الوتنې څخه له ۶ تر ۷ زرو امریکایي ډالر عاید ترلاسه کېږي.
که څه هم چې ښاغلی احمدي د دغو عوایدو ټولیزه کچه نه یادوي، خو ټینګار کوي چې په راتلونکو ورځو کې به دا الوتنې ډېرې او عواید به یې هم زیات شي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت سره قطر او ترکیې خبرې روانې کړي دي، څو د کابل هوایي ډګر د چارو مسوولیت دوی ته وسپارل شي.