په کندهار کې یوې 'MD'ډوله الوتکې سقوط کړی
په کندهار کې یوې MD ډوله الوتکې سقوط کړی خو چاته یې زیان نه دی اړولی.
په کندهار کې د طالبانو یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل چې دغې الوتکې چې امریکا په تېر حکومت کې څو دانې د افغانستان وسله والو ځواکونو ته ورکړې وې، پرون دوشنبه د کندهار هوايي ډګر ته نژدې د تخنیکي ستونزو له امله سقوط کړی.
د سرچینې په وینا الوتکه تخریب شوې، خو ځاني زیان یې نه دی پېښ کړی.