ملا برادر د پخواني ولسمشر غني ادعا رد کړه چې که کابل کې پاتې وای وژل کېده
د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر د پخواني ولسمشر اشرف غني هغه ادعا رد کړه چې که کابل کې پاتې وای وژل کېده.
ملا برادر بېګا له ملي ټلوېزیون سره په یوه مفصله مرکه کې دا خبره وکړه.
نوموړي وویل: "که هغه باچا و که ګدا وو که هر څوک په دغې اداره کې زموږ له طرفه ورته عفوه وه. نو موږ به څنګه یا اشرف غني وژلی یا به مو بل وژلی؟ موږ عفوې ته ژمن یو. موږ د خپل مشرتابه چې کوم هدایت موږ ته شوی وو هغه ته ټول مجاهدین ژمن وو."
پرځول شوي ولسمشر محمد اشرف غني څو ورځې مخکې د بریتانیا د پوځ له پخواني لوی درستیز نیک کارتر سره په یوه ځانګړې مرکه کې چې له بي بي سي فور راډیو خپره شوه وویل، که کابل کې پاتې وای وژل کېده.
ښاغلي غني زیاته کړه: "د ملي امنیت سلاکار ډاکټر محب او د PPS مشر ښاغلی کوچی راغلل، وې ویل، PPS سقوط کړی. که زه په خپل موقف ودرېږم، ټول وژل کېږو."
ښاغلي غني وویل چې حمدالله محب سخت وارخطا شوی و او له دوه دقیقو ډېر وختيې نهو ورکړی.
د افغانستان پرځول شوی ولسمشر محمد اشرف غني وایي د کابل د سقوط پر مهال خبر نهو چې چېرې ځي، خو د الوتکې له پورته کېدو وروسته پوه شو چې افغانستان پرېږدي.