د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر اوکراین ته سفر پیلوي
ټاکل شوې ده چې د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیپ بورېل نن 'جنوري ۴مه' اوکراین ته سفر پیل کړي.
د اوکراین څخه د اروپايي ټولنې د ملاتړ ښودلو په خاطر دا درې ورځنی سفر په داسې مهال کېږي چې روسیې د اوکراین پولو ته زیات پوځي ځواک ورټول کړی دی.
بورېل به د دې سفر په ترڅ کې د اوکراین ختیځ ته هم ولاړ شي چېرې چې د دې هېواد ځواکونه له روس پلوو بیلتونپالو سره په جګړه بوخت دي.
اروپايي کمېسیون د دوشنبې په ورځ وویل، جورېپ بورېل به د اوکراین ختیځ ته له سفر وروسته د دې هېواد له چارواکو سره په پلازمېنه کیېف کې وګوري.
اروپايي کمېسیون او لویدیځ هېوادونه اندېښمن دي چې روسیه د اوکراین پر پولو د شااوخوا سل زره سرتیرو د ځای پرځای کولو سره احتمالا پر دې هېواد د برید چمتوالی نیسي.
روسیې بیا دا ادعا رد کړې او وايي، ناټو باید اوکراین او د پخواني شوروي اتحاد نور غړي هېوادونه په دې نظامي تړون کې شامل نه کړي او همدارنګه دې د اروپا په ختیځ کې د خپل حضور له پراختیا ډډه وکړي.