۲۰۲۱کال کې د ټېنس د ۱۰ غوره لوبغاړو نوملړ اعلان شول
نړیوالې ټولنې په ۲۰۲۱م زیږدیز کال کې د ټېنس د لسو غوره لوبغاړو نوملړ اعلان کړل.
د نارینه وو د مسلکي ټېنس نړیوالې ټولنې په ۲۰۲۱م زیږدیز کال کې د غوره ټېنس لوبغاړو نومونه اعلان کړل چې له مخې یې د سربیا نواک جاوکووېچ تر ټولو ډېرې نومرې ګټلي او لومړی ځای یې خپل کړی دی.
د ټېنس نړیوالې ټولنې له لوري په خپره شوې درجه بندۍ کې روسي دانیل مدودف دوهم او جرمني الکساندر زورف درېیم ځای خپل کړی دی.
په یاده درجه بندۍ کې په ترتیب سره یوناني استفانوس، روسي اندره روبلف، اسپانیایي رفایل ناډال، ايټالوي ماتو برتیني، ناروېژي کاسپر رود، پولندي هوبرت هورکاچ او ایټالوي بانیک سنیر له څلورمه تر لسم مقامونو پورې ګټلي دي.
یادو لوبغاړو ته دا مقامونه د مینه والو له لوري د ورکړل شوېو رایو او دغه راز د لوبغاړو له لوري د ډېرو لوبو ګټلو او مسلکي لوبو ته په کتلو سره ورکړل شوي دي.