Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

ائتلاف: سوریه کې به د داعش د ګواښ پرضد هوايي حملې وکړو

0
ائتلاف: سوریه کې به د داعش د ګواښ پرضد هوايي حملې وکړو

د امریکا د متحدو ایالاتونو په رهبرۍ ائتلاف چې په سوریه کې د داعش ډلې پرخلاف جنګېږي، وايي پرون یې د داعش د قریب الوقوع ګواښ پرضد هوايي حملې وکړې.  

د سوریې په شمال کې دا حملې داسې وخت کېږي چې د ایراني جنرال قاسم سلیماني د وژل کېدو دوه کاله پوره شول.

امریکايي چارواکو خبرداری ورکړی و، په دې مناسبت ښايي په عراق او سوریه کې پر امریکايي ځواکونو احتمالي حملې زیاتې شي.

سلیماني دوه کاله مخکې د عراق د پلازمېنې بغداد هوايي ډګر ته نږدې د امریکا د بې پېلوټه الوتکې په حمله کې ووژل شو.  

د ائتلافي ځواکونو یوه چارواکي په اعلامیه کې ویلي، د سوریې په شمال کې دا تازه حملې وروسته تر دې وشوې چې د توغندیو د توغولو ګڼې ساحې تثبیتې شوې چې یو قریب الوقوع ګواښ ګڼل کېدې.  

ګومان کېږي، په پام کې وو په دغو توغندیو په فرات دره کې د امریکايي ځواکونو پوځي اډه په نښه شي.  

په دې ساحه کې لا هم د داعش جنګیالي فعال دي او امریکايي ځواکونه په کې د سوریې له ډموکراټیکو ځواکونو سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکوي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Павлюченкова и Потапова не смогли выйти в финал турнира WTA в Мадриде в парном разряде






«Мода на магию VS Пасха»: Светские новости Якутии

Жители губернской столицы спасают летучих мышей и выпускают их в естественную среду

Синоптики спрогнозировали небольшой дождь и порывистый ветер в Москве 5 мая

Мужское имя Андрей: характер, судьба, отношения и совместимость