Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

د قزاقستان ولسمشر معترضانو ته: پر دولتي او پوځي ودانیو حمله غیرقانوني ده

0
د قزاقستان ولسمشر، قاسم ژومرت توقایف پرون معترضانو  ته خبرداری ورکړ چې پر دولتي او پوځي ودانیو حمله غیرقانوني ده.  


ولسمشر توقایف ملت ته په یوه ویډیويي وینا کې دې ټکي ته داسې وخت اشاره وکړه چې د قزاقستان په ګڼو ښارونو کې اعتراضونه روان دي.  


هغه ټینګار وکړ چې حکومت به نه نسکورېږي، خو موږ د شخړې پرتله دوه اړخیز اعتماد او ډیالوګ غواړو.  


ولسمشر دا غوښتنه داسې مهال مطرح کوي چې تر دې مخکې په راپورونو کې وویل شول چې امنیتي ځواکونو د اعتراض کوونکو پر وړاندې بې سدوونکي لاسي بمونه کارولي دي.  


پرون ناوخته په سلګونو معترضانو هڅه وکړه چې په لوی ښار الماتې کې د ښاروال پر دفتر یرغل ور وړي.  


د بیو د لوړېدو له کبله د قزاقستان په لویدیځ کې دغه اعتراضونه تېره یکشنبه پیل شول چې وروسته یې لمن نورو ښارونو او ښارګوټو ته پراخه شوه.  



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса