Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

د روغتیا سازمان: په افغانستان کې مو د کوویډ-۱۹ لابراتورونو ته وسایل رسولي

0
افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د سختو ژمنیو شرایطو سربېره د ملګرو ملتونو دې ادارې په افغانستان د کوویډ-۱۹ لابراتورونو ته ضروري وسایل رسولي دي.


د روغتیا د نړیوال سازمان د افغانستان دفتر نن چهارشنبې(د مرغومې په ۱۵مه) پر خپل ټویټر ویلي چې په ټول افغانستان کې یې د دې سازمان ملاتړ لرونکو د کوویډ-۱۹ څلوېښت لابراتورونو ته ضروري تجهیزات سپارلي دي.


د روغتیا نړیوال سازمان وايي دا لابراتورونه دا مهال کولای شي چې په ورځ کې له نهه نیمو زرو زیات د کوویډ- ۱۹ معاینات ترسره کړي.


دا اقدام داسې مهال کیږي چې روغتیايي ادارو په افغانستان کې په روغتونونو کې د کوویډ- ۱۹ ناروغۍ د معایناتو او درملنې لپاره د امکاناتو د سخت کمښت خبرداری ورکړی.


له بلې خوا ویره ده، افغانستان چې خلک یې دا مهال له سخت اقتصادي بحران سره مخ دي، د کرونا ناروغۍ نوې بڼه اومیکرون ښايي په کې په چټکۍ خپره او ګڼ کسان پرې اخته شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса