Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

د کندهار د سوداګرۍ خونه: سوداګریزه راکړه ورکړه ۷۰ سلنه کمه شوې

0
د کندهار ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، په دې ولایت سوداګریزه راکړه ورکړه ۷۰ سلنه کمه شوې ده.


د دې خونې مرستیال فضل الحق مشکاني نن چهارشنبه (د مرغومي ۱۵مه) ازادي راډیو ته وویل چې د بانکونو د فعالېتونو کمېدلو او د سوداګریزو توکو په پېر او پلور کې ستونزو سوداګرو سوداګریزي چارې له خنډونو سره مخ کړي دي.


ښاغلی مشکاني وايي، د تېر جمهوري حکومت پرمهال د کندهار ډېر صادرات وچه مېوه، تازه مېوه او قیمتي کاڼي وو او سوداګرو به خوراکي توکي، برقي وسایل او د کارخونو خام مواد واردول.


خو په خبره یې، اوس د په بانکي سیسټمونو کې د ستونزو او د پیسو د نشتوالي له امله سوداګر نه شي کولی دا توکي په بهر کې واخلي او بیا یې هېواد ته وارد کړي.


دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته تر اوسه د بانکونو فعالېتونو عادي حالت ته نه دي راګرځېدلي او اوس هم سوداګر له دې امله ګڼو ستونزو سره مخ دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса