Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

ناروغان: خوست کې د 'کووېډ-۱۹' د درملنې روغتون درمل، اکسیجن او تجهیزات نه‌لري

0
په خوست کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د درملنې روغتون ګڼې ستونزې لري.


دوی وايي، په یاد کې روغتون نه د کرونا د نوې څپې د تشخیص ټکنالوژي شته او نه هم د اړتیا وړ اکسیجن او درمل موجود دي.


مولوي محمدامین چې له څو ورځو راهیسې خپل ناروغ سره د کرونا د درملنې په روغتون کې دی ازادي راډیو ته وویل، په دې ځای کې لازم لابراتواري معاینات نه کیږي او اکسیجن هم کله نا کله لږ وي.


نوموړی زیاتوي: "په شفاخانه کې مشکلات دا دي، یو خو که همدلته روغتون کې لابراتواري معاینات وشي، ځکه خلک بې وزله دي او په بیدیا کې د ټیسټونو وس نه لري، بل په روغتون کې اکسیجن کم وي، چې دا پوره شي او هر وخت ناروغ ته په روغتون کې موجود وي. "




ناروغ لرونکي د 'کووېډ-۱۹' د تداوۍ روغتون د ډاکټرانو له چلنده خوښ دي خو وايي، په دې روغتون کې د ناروغانو لپاره د اړتیا وړ درمل نشته.


یو بل ناروغ لرونکی شاه محمد وايي، که چیرې دا روغتون د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د درملو له اړخه اکمال شي، نو د دې ځای درملنه به لا نوره ښه شي.


دوی له طالبانو غواړي چې ژر تر ژره د دې روغتون ستونزې حل کړي.


په خوست کې د کرونا ناروغانو د تداوۍ او تجرید د ۲۰ بستریز روغتون د ناروغ لرونکو په شان د دې ځای ډاکټران او روغتیايي کارکوونکي هم ستونزې لري او د دوی په وینا چې د ۶ میاشتو تنخواوې يې نه دي اخیستي.




د روغتون یو معالج ډاکټر عنایت الله همدرد وویل، قراردادي موسسې ډاکټرانو ته له څو میاشتو راهیسې تنخواوې نه دي ورکړي او د کرونا د نوې څپې د تشخیص لپاره ټکنالوژي او درمل هم نه لري.


بل لور ته د خوست روغتیايي مسوولین وايي چې په دې ولایت کې د کرونا د درملنې د روغتون د ستونزو او نیمګړتیاوو د حل کولو په لټه کې دي او ډېر ژر به شته نیمګړتیاوې رفع شي.


د ولایتي او تخصصي روغتون سرطبیب ډاکټر سخي سردار په روغتون کې ستونزې مني او وايي چې دوی يې د حل کېدو په لټه کې دي:" اکسیجن خو یو څه شته او له هغې کار اخیستل کیږي، دا دوه ورځې لږه وقفه په کې راغلي او ان شاء الله دا ستونزه په حل کېدو ده، د ډاکټرانو معاشونه بند پاتي دي او د معاشونو مشکل يې هم حل کیدونکی دی. "


د روغتیايي سرچینو د مالوماتو پر بنسټ په خوست کې یو ځل بیا په دې وروستیو ورځو کې د کرونا وبا پېښې ډېرې شوې او په یوه ورځ کې چې ۲۱ ټیسټونه شوي د ۱۸ کسانو یې مثبت دي، خو د هغوی په وینا د تېرو وختونو پرتله د مړینې پېښې لږ دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса