Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

شمالي کوریا یو لیرې واټن ویشتونکی مشکوک توغندی سمندر ته توغولی

0
شمالي کوریا یو لیرې واټن ویشتونکی مشکوک توغندی نن له خپلو ختیځو سواحلو سمندر ته توغولی دی.


دا خبره د جنوبي کوریا پوځي چارواکو کړې.


د جاپان د دفاع وزارت ویلي، هغه څه چې شمالي کوریا توغولي، امکان لري یو میزایل واوسي، خو ډېر جزئیات‌یې نه‌دي خپاره کړي.


لومړی د جاپان ساحلي ګارد د دې توغونې په اړه راپور ورکړ او ویې‌ویل ممکن یو بالیستیک توغندی وي.


دا وروسته له هغې ده چې د جنوبي کوریا مشر کیم جونګ اون د خپل هېواد د پوځي وړتیاوو د پیاوړتیا ژمنه کړې.


نوموړي تیره اوونۍ د خپل حاکم ګوند په غونډه کې په ځانګړې توګه د توغندیو یا اتومي وسلې یادونه ونه کړه ، خو ویې ویل ملي دفاع باید پیاوړې شي.


د ملګرو ملتونو د ملي امنیت د شورا پرېکړه لیک پر شمالي کوریا د هر ډول لرې واټن ویشتونکو توغندیو ازمویل بند کړي او دې شورا د پیونګ یانګ د اتومي پروګرام په خاطر په شمالي کوریا بندیزونه لګولي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса