Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

چارواکي: ۲۰۲۱ کې ۹ زره متر مربع غالۍ له افغانستانه بهر صادر شوي

0
د افغانستان د غالۍ اوبدونکو ټولنه د بانکي خدمتونو له پڅوالي او ناسم مالي سیسټم څخه شکایت کوي.


د دغی ټولنې رییس نور احمد نوری نن پنجشنبه (د مرغومي ۱۶مه) ازادي راډیو ته وویل، د یو کارنده مالي سیستم نشتوالی او د بانکي خدمتونو په برخه کې د ستونزو دوام د دوی کار له ګڼو ستونزو سره مخ کړی.


پر افغانستان د طالبانو د دوهم ځل واکمنۍ له پیل راهیسې د افغانستان بانکونه له اقتصادي ستونزو سره مخ او د خلکو بې شمېره پیسې په کې بندې پاتې دي.


د غالۍ اوبدونکو د ټولنې رییس نور احمد نوري وایي، په ۲۰۲۱ کال کې یې وکړای شول چې ۹ زره متر مربع غالۍ له افغانستانه بهر صادر کړي، خو د مالي عاید په باب یې جزئیات ورنه کړل.


دا په داسې حال کې دی چې افغانستان په ۲۰۲۰ کال کې ۷ زره متر مربع غالۍ صادرې کړې وې.


ښاغلی نوری وايي چې سږ کال د غالۍ اوبدلو لومړنیو توکو بیې د تېرکال پرتله څه باندې ۸۰ سلنه لوړې شوي، ځکه د هغه په وینا، د افغانستان ۳۰ سلنه وړۍ ګاونډیو هېوادونو ته قاچاقېږي.


د افغانستان د غالۍ اوبدونکو اتحادیه د طالبانو له حکومته غواړي چې د دغو وړیو د قاچاق مخه دې ونیسي او د افغاني غالیو د صادرولو لپاره دې هوایي سوداګریز دهلیز بیرته فعاله کړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса