Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

طالبان اړوند ادارو ته: د ورښتونو له امله زیانمنو ته مرستې ورسوئ

0
د طالبانو له خوا ګومارل شوي له پېښو سره د مبارزې کمېسیون پرون چهارشنبه (د مرغومي ۱۵مه) ناوخته په خپله لومړنۍ غونډه کې چې مشري یې د رییس الوزرا لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخُند کوله، ټولو اړوندو وزارتونو او ادارو ته دنده وسپارل شوه چې د وروستیو ورښتونو له امله زیانمنو شوېو خلکو ته بېړنۍ مرستې ورسوي. 


د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د دغه کمېسیون مشر ملابرادر اخُند ټولو ارګانونو ته سپارښتنه وکړه چې په راتلونکي کې دې د طبیعي پېښو د رامنځته کېدو پر مهال هېوادوالو ته د مرستو رسولو لپاره پوره چمتووالی ونیسي. 


د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې وروستیو ورښتونو که له یوې خوا د وچکالۍ د کمولو لپاره د خلکو هیلې زیاتې کړي، په ډېرو سیمو کې یې خلکو ته ځاني او مالي زیانونه هم رسولي دي.


د راپورونو له مخې په یو شمېر سیمو کې د لارو د تړل کېدو له امله خلک د خوراکي موادو له کمښت سره هم مخ شوي دي. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса