Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

چین  په کندز کې پر ۱۵۰۰ بې وزله کورنیو بشري مرستې وېشي

0
د چین هېواد له لوري په کندز ولایت کې پر ۱۵۰۰ بې وزله کورنیو بشري مرستې وېشل کیږي.


په کندز کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د ریاست رئیس مولوي شفیع الله جواد نن پنجشنبې( د مرغومې په ۱۶مه)  ازادي راډيو ته وویل، د چين هېواد له لوري دغه ولایت ته د ۱۵۰۰ بې وزله کورنیو لپاره بشري مرستې را رسېدلې او د وېشلو بهېر یې پیل شوی دی.


د ښاغلي جواد په خبره چې په دغو پنځه قلمه مرستو کې خوراکي او ژمنې توکي شامل دي او پر مستحقو کورنیو یې د وېشلو لړۍ دوام لري.


د کندز سیمه ییز چارواکي په داسې حال کې د چین هېواد د مرستو د را رسېدو خبرو ورکوي چې اوس مهال په دغه ولایت کې زیات شمېر کورنۍ له سختو اقتصادي ستونزو او بې روزګارۍ سره مخامخ دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса