Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

د معید یوسف په مشرۍ یو پاکستانی پلاوی کابل ته راځي

0
ټاکل شوې د پاکستان د صدراعظم د ملي امنیت د سلاکار معید یوسف په مشرۍ یو پلاوی کابل ته ولاړ شي. 


دا پرېکړه پرون پنجشنبه (د مرغومي ۱۶مه) د افغانستان لپاره د پاکستان د وزارتونو د همغږۍ څانګې په هغه غونډه کې وکړه چې مشري یې د ملي اسامبلۍ مشر اسد قیصر کوله. 


له غونډې وروسته د ملي اسامبلۍ پر وېب پاڼه په بیان کې راغلي چې معید یوسف چارواکي له افغانانو سره د بشري مرستو په برخه کې له اقداماتو خبر کړل. 


د بیان له مخې ښاغلي یوسف د اسامبلۍ مشر ته وویل چې د اسلام اباد له خوا له افغانستان سره د پنځه میلیارد روپیو په ارزښت په دې مرستو کې خواړه، درمل، د  تودوخي  وسایل او خیمې شاملې وې.


د دې مرستو اعلان د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په تېر اکتوبر میاشت کې کابل ته د سفر پرمهال کړی و.  


بیان زیاتوي چې د ملي امنیت د سلاکار په مشرۍ د حکومت یو جګ پوړی پلاوی به ډېر ژر افغانستان ته سفر وکړي، څو د طالبانو له حکومت سره د بشري مرستو پر موضوع وغږېږي.


په بیان کې د سفر نېټه نه ده ښودل شوې، خو یوه جګپوړي چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله بېګا د نوم نه ښودلو په شرط د ازادي راډیو مشال راډیو وویل، پلاوی ښايي د جنورۍ پر ۱۷مه نېټه کابل ته ولاړ شي. 


ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې مېلیونونه خلک په سخت ژمي کې د قحطۍ له ګواښ سره مخامخ دي. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса