Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

امیرخان متقي وايي افغانستان یې له اقتصادي سقوطه ژغورلی دی

0
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وايي، دوی افغانستان له اقتصادي سقوطه ژغورلی دی. 


امیرخان متقي پرون پنجشنبه (د مرغومي ۱۶مه) د یو شمېر وزارتونو ویاندویانو ته په وینا کې چې رسنیو ته هم استول شوي، وویل، په کور دننه مالي سرچینې سمبالې شوې دي. 


ده وویل، حکومت یې دولتي مامورانو ته د درېیو میاشتو معاشونه ورکړي او په خبره یې ژر به د څلورمې میاشتې هم حواله کړي. 


ښاغلي متقي وویل، ورځ تر بلې پر بانکي چارو فشارونه کمېږي او د نړیوالې ټولنې له خوا ورسره څو ځله نغدي مرستې هم شوي دي. 


نوموړی دا ډاډ داسې مهال ورکوي چې ځینو نړیوالو بنسټونو د ژمي پر مهال افغانستان کې د بشري ناورین د احتمال خبرداری ورکړی دی. 


ملګري ملتونه وایي، دا مهال د افغانستان شااوخوا ۲۴ میلیونه وګړي چې د نفوس څه باندې نیمایي برخه یې کېږي، د خوړو خوندیتوب نه لري. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса