Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

جرمني کې ځینو افغانانو ته د پاتې کېدو چانس زیات شوی

0
جرمني کې د یوې مهمې تګلارې په بدلون سره هغو افغانانو ته د پاتې کېدو چانس زیات شوی چې تازه یې دغه هېواد کې د پناه غوښتنه کړې ده. 


د جرمني 'ډي.پي.اې' اژانس د پنجشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۶مه) وویل، له دې اقدام سره به هغه افغانان هم ټولنه کې د یوځای کېدو په روزنیزو پروګرامونو کې شامل شي چې لا یې د پناه ورکولو په اړه پرېکړه نه ده شوې. 


د دغو روزنیزو کورسونو پیسې د جرمني د دولت له بودجې ورکول کېږي. 


جرمني دا تګلاره داسې مهال بدلوي چې تازه یې نوي ایتلافي حکومت د کډوالۍ په سیاست کې د "نوي پېل" ژمنه کړې وه. 


د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فیسر ویلي، هغه افغانان چې د طالبانو تر بیا واکمنيدو وروسته دغه هېواد ته ورغلي دي، اوس نه شي کولای بېرته افغانستان ته ولاړ شي. 


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса