Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

د بې پولې ډاکټرانو ډلې د پولنډ-بېلاروس له پولې لاړل

0
د بې پولې ډاکټرانو ټولنه وایي، د دوی ډلې وروسته تردې د پولنډ له پولې ولاړې چې د پولنډ چارواکو یې پناه غوښتونکو ته د لاسرسي مخه ونیوله. 


د پولنډ او لېتوانیا لپاره د 'اېم.اېس.اېف' د بیړنیو چارو همغږې کوونکې فراوک اوسیګ 'Frauke Ossig' په یوه بیان کې ویلي، دې سازمان درې میاشتې هڅه وکړه چې د بیړنۍ ځواب ورکونې ټیمونو ته سرحدي سیمه کې د ځنګه دننه د تګ اجازه واخلي. 


د راپورونو له مخې، دغې سیمه کې د ژمي په دې سړه هوا کې پناه غوښتونکي بند پاتې دي. 


اروپایي ټولنه د بېلاروس د واکمن الکساندر لوکاشینکا رژيم تورنوي چې دغه کډوال یې د پولنډ، لاتویا او لېتوانیا پولې ته راوستلي دي. 


پولنډ خپلې خاورې ته د کډوالو د مخنیوي لپاره اغزن سیم او کټاره درولې او زرګونه سرتیري یې هم ځای پر ځای کړي دي. 


دغې سیمې ته د ورتګ لپاره خبریالان او د بشري مرستو کارکوونکي ځانګړې اجازې ته اړتیا لري. 


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса