Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

د افغانستان د هوا پېژندنې ریاست ۹ولایتونو کې د درنې واورې او باران اټکل کړی

0
د افغانستان د هوا پېژندنې ریاست ۹ولایتونو کې د درنې واورې او باران اټکل کړی

د افغانستان د هوا پیژندنې ریاست وایي، نن جمعه(د مرغومي ۱۷مه) او سبا شنبه(د مرغومي ۱۸مه) په نهو ولایتونو خوست، پکتیا، لوګر، ننګرهار، لغمان، پنجشیر، نورستان، کونړ او بدخشان کې د درنې واورې او باران احتمال شته.

دغه ریاست پرون پنجشنبه (د مرغومي ۱۶مه)په یوه خبرپاڼه کې د باران اندازه ۱۵ تر ۳۰ ملي مترو پورې ښودلې او په بېلابېلو سیمو کې یې د واورې کچه هم تر ۱۵ او ۳۰ سانتي مترو پورې اټکل کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې وروستیو ورښتونو خلکو ته د سر او مال زیان اړولی دی.

د باختر دولتي اژانس د راپور له مخې درې ورځې مخکې د شوې واورې او باران له کبله ۱۱ تنه مړه شوي او ۲۳ نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو حکومت وایي، هلمند، کندهار او ارزګان ولایتونو ته یې مرسته کوونکې ډلې لیږلي چې د سېلاب ځپلو لاسنیوی وکړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پرون ازادي راډيو ته وویل، هغه کسان چې اوبو کې ګیر پاتې وو، د هليکاپټرو پر مټ ژغورل شوي دي.

طالبانو له وروستیو ورښتونو وروسته طبیعي پیښو ته د رسیدو په هدف یو ځانګړی کمېسیون هم جوړ کړ.

دغه کمېسیون چې مشري يې د طالبانو د رییس الوزرا لومړی مرستیال ملا عبدالغني برادر کوي، اړوندو ادارو ته لارښوونه وکړه چې د طبیعي پېښو زیانمنو شوېو ته مرستې برابرې کړي.

د ژمي په را رسېدو خوراکې او سونګ توکو ته د بې وزله افغانانو اړتیا د پخوا پرتله ډېره شوې او ځینې یې دا شکایت هم کوي چې مرستې مستحقو کسانو ته نه رسېږي.

مرسته کوونکو سازمانونو له دې وړاندې خبرداری ورکړی و چې په افغانستان کې د پراخې بې وزلۍ له کبله به خلک سخت ژمی په مخ کې ولري.

په افغانستان کې له تېرو نژدې پنځو میاشتو راهیسې چې طالبان واکمن شوي، بې وزلي او بې کاري زیاته شوې، که څه هم بېلابېلې ادارې د بشري مرستو په رسولو بوختې دي، خو خلک او مسول چارواکي دا مرستې کافي نه بولي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Павлюченкова и Потапова не смогли выйти в финал турнира WTA в Мадриде в парном разряде






Андрей Воробьев поздравил верующих с Пасхой

BAZA: Москвич после восстановления пароля на Госуслугах узнал о регистрации по его адресу мигрантов

Загадочные места России, где происходят необъяснимые вещи

В пасхальных богослужениях в Москве приняли участие 2 млн верующих