Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

اوچا: روان کال به افغانستان کې له ۲۲ میلیونو کسانو سره مرستې وکړو

0
اوچا: روان کال به افغانستان کې له ۲۲ میلیونو کسانو سره مرستې وکړو

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا 'اوچا' وايي، په افغانستان کې د دوی بشري مرستې د خلکو اړتیاوو او زیان­ګاللو ته په پام سره خلکو ته رسول کېږي، پرته له دې چې د چا قوميت، نژاد، جنسیت، مذهبي عقایدو یا هم سیاسي نظریاتو ته وکتل شي.

د دې ادارې مشرې ایزابیل موسارد کارلسن (Isabelle Moussard Carlsen) پرون جمعه (د مرغومي ۱۷مه) په ټویټر کې لیکلي: "د مرستندویو ادارو هدف دا دی څو په ۲۰۲۲م زیږدیز کال کې په افغانستان کې تر ۲۲ میلیونو له ډېرو کسانو سره مرسته وشي."

په داسې حال کې چې ژمی روان دی او ځینې سیمې د سېلابونو له کبله ځپل شوي، په افغانستان کې ګڼ کسان کافي خواړه نه لري.

د غزني یو اوسېدونکی شېرزی وايي، د دوی په څېر ګڼې بې وزلې کورنۍ تر اوسه له بشري مرستو نه دي برخمن شوي.

شیرزی زیاتوي: "کورنۍ مو په بد وضعیت کې ده. بې وزلي یو. له بده مرغه تر اوسه موږ ته بشري مرستې نه دي رسېدلي. که راځي هم، زموږ د کلي مشران او استازي موږ په لېست کې نه نیسي، راته وايي تاسې زموږ په جومات کې شریک نه یاست. تاسې حق نه لرئ. زموږ کارډونه خپلو کورنیو او ګاونډیانو ته ورکوي."

وروسته له هغې چې طالبانو د اګسټ په نیمايي کې پر کابل هم ولکه ټینګه کړه، په افغانستان کې په میلیونونو کسان له لوږې او بې وزلۍ سره مخامخ شوي دي.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام یا (WFP) ویاندې شېلې ټکرال (Shelley Thakral) له اسلام اباده د امریکا ملي ولسي راډیو یا (NPR) ته ویلي، په افغانستان کې شااوخوا ۲۳ میلیونه افغانان له هغه څه سره مخامخ دي چې د خوړو نړیوال پروګرام یې د لوږې تر ټولو لوړه سطحه بولي.

د NPR د راپور له مخې په افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر زیات شوی، د خوراکي موادو بیې لوړې شوي او د دغه هېواد ۹۸ فیصده وګړي کافي خواړه نه لري.

د طالبانو یو ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد هم مني، چې په افغانستان کې بشري مرستو ته د خلکو اړتیا زیاته شوې ده.

دی وايي: "د افغانستان وګړي تر بل هر وخت مرستو ته زیاته اړتیا لري. ځکه اوږده کلونه یې په جګړه کې تېر کړي دي، اوس چې له جګړې وتلي، شرایط هم سخت دي. د چکالۍ، کرونايي شرایطو او جګړې له امله د خلکو اقتصاد له وړاندې ځپل شوی دی، دوامداره مرستو ته اړتیا لري."

د طالبانو د رئیس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر هم پرون جمعه (د مرغومي ۱۷مه) په یوه ویډیويي پیغام کې له مرستندویو ادارو او هېوادونو غوښتنه وکړه چې افغانان په بشري مرستو کې له یاده ونه باسي.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، د دې لپاره چې روان کال وکړای شي له افغانانو سره د خوړو مرسته وکړي، په میاشت کې ۲۲۰ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Анастасия Потапова вышла во второй круг турнира WTA-1000 в Риме






Суд приговорил Бишимбаева к 24 годам тюрьмы по делу об убийстве супруги

Зоопарк Удмуртии передал Приамурью яйца с эмбрионами японских журавлей

Пьяный водитель автобуса пытался дать взятку ГИБДД в Бурятии

Харбинский политехнический университет – давняя история сотрудничества с Россией