Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

قزاقستان کې اعتراضونه؛ ناټو او اروپايي ټولنې هلته بشري وضعیت ته اندېښنه وښوده

0
قزاقستان کې اعتراضونه؛ ناټو او اروپايي ټولنې هلته بشري وضعیت ته اندېښنه وښوده

په قزاقستان کې د اعتراضونو یوه اوونۍ کېږي، خو دغه هېواد کې لاهم روان وضعیت د اندېښنې وړ ښوول کېږي.

ولسمشر قاسم جومارت توقایف امر کړی چې امنیتي ځواکونه کولی شي پر اعتراض کوونکو ډزې وکړي. هغه اقدام چې اندېښنې یې ولاړې کړي دي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ پرون جمعه (د مرغومي ۱۷مه) مازېګر وویل چې په قزاقستان کې روان وضعیت ته اندېښمن دی: "ناټو او متحدان یې په قزاقستان کې روان وضعیت په دقت څاري. موږ اندېښمن یو، دا چې ځینې کسان مړه شوي خوابدي یو. له شک پرته، مهمه ده چې تاوتریخوالی پای­ ته ورسول شي او د سوله ییزو اعتراضونو او بیان د ازادۍ په ګډون بشري حقونو ته درناوی وشي."

له بلې خوا د اروپايي کمېسیون مشرې، اورزلا وان دیرلین پرون جمعه په پاریس کې وویل، په قزاقستان کې د خلکو د بشري او امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه لري.

هغې زیاته کړه چې اروپايي ټولنې تر خپله وسه هر ډول همکارۍ ته چمتو ده.

د دې تر څنګ د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون چې د وان دیرلین کوربه و له هغې سره په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د اندېښنې تر څنګ دوی د وضعیت څارونکي دي.

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایف د جمعې پر ماښام په یوه ټلوېزیوني وینا کې وویل چې د دوی امنیتي ځواکونه به د هر ډول جنایت پر وړاندې اقدام وکړي.

هغه زیاته کړه چې د حکومت مبارزه به تر پایه دوام لري.

ولسمشر توقایف د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین مننه وکړه چې د ده غوښتنه یې ومنله او قزاقستان ته یې مرستندوی او سوله ساتي ځواکونه ولېږل.

دا مهال د روسیې په رهبرۍ دغه ځواکونه د قزاقستان د پلازمېنې نورسلطان په ځینو برخو کې ځای پر ځای شوي دي.

د تېلو او ګازو د بیو لوړېدو په عکس العمل کې د خلکو اعتراضونه د شنبې په ورځ پیل شول چې د سترګو په رپ کې خلک د نورو ښارونو او ښارګوټو لارو سړکونو ته هم راووتل او د بې کارۍ او اداري فساد پرضد یې شعارونه پیل کړل.

د الماتا ښار وضعیت تر ټولو ناوړه بلل شوی چې د قزاقستان پخوانۍ پلازمېنه ده.

دغه هېواد د منځنۍ اسیا تر ټولو شتمن هېواد بلل کېږي.

د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د قزاقستان څانګې خبریالان وايي چې د جمعې تر مازیګره د اعتراضونو په نتیجه کې د وژل شوېو کسانو شمېر ۱۸ ته رسېده.

د قزاقستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د الماتا ښار ازادۍ میدان د هغو کسانو له موجودیته پاک شوی چې حکومت د جنایتکارو ډلې بللي دي، خو په دغه میدان کې هم د سختو شخړو راپورونه ورکړل شوي دي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Новак Джокович

Кто транслирует бой Табило против Джоковича на турнире Rome Masters 1000?






Прогрессивные методы предсказания роста криптовалют на Бинанс — ИИ в действии

Патриотическую акцию «Синий платочек» провели в Нижнем Новгороде в день прибытия «Поезда Победы»

Государственный Кремлёвский оркестр наградили Орденом «Святых Равноапостольных Кирилла и Мефодия»

Новые городские проекты в сотрудничестве с парком Юрия Лужкова готовит Фонд Юрия Лужкова