Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

دیني عالمان: شتمن او ملي سوداګر دې د بې وزلو لاس نیوی وکړي

0
دیني عالمان: شتمن او ملي سوداګر دې د بې وزلو لاس نیوی وکړي

په غزني کې ډېری دیني عالمان وايي، په اوسني بحراني حالت کې دي شتمن کسان او ملي سوداګر د غریبو او بې وزلو خلکو لاس نیوی وکړي. 

دوی وايي، یوې خوا ته ګرانۍ او بلې خوا ته سختې بې کارۍ او د روان ژمي زیاتې سړځګۍ ډېری خلک بې وزلي کړي دي چې له امله یې همدا د لاس نیوي وخت دی. 

د غزني د اندړو ولسوالۍ اوسیدونکی ۴۰ کلن قدرت الله وايي، ناروغ دی، خو د معاش په اخیستو پیسو یا خو به د ځان درملنه کوي او یا به د کورنۍ لپاره ورباندې ډوډۍ اخلي، ځکه په وینا یې پر دغو پیسو دواړه خواوې نه کېږي. 

نوموړی زیاتوي، که د ځان درملنه وکړي کورنۍ یې وږې پاتېږي، که کورنۍ ته پیسې لېږي نو په وینا یې دی بې درملنې پاتېږي. 

نورموړی وايي: "ناروغ یم، د مثانې تکلیف لرم، د ګولیو او درملو پیسې نه لرم، حیران یم هلته په کور کې مصرف راپسې ده، پنځه روپۍ چې پیداکړم د کور مصرف یې کړم، دلته مې پنځه نیم زره افغانۍ معاش دی، هغه هم د درېیو میاشتو پاتې دی، دغه ستونزې دي، څنګه وکړم، حیران پاتې یم." 

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د وروستي بدلون له امله ډېري خلک له سختو ستونزو سره مخ دي، کاروبارونه په ټپه درېدلي، ګراني یو په څلور زیاته شوې او خلک هم بې کاره شوي دي. 

خو د غزني ډېری دیني عالمان په هېواد کې له شتمنو او ملي سوداګرو غوښتنه کوي چې په اوسني بحراني حالت کې دې د بې وزلو او غریبو خلکو لاس نیوی وکړي. 

د شمس العارفین عالي لېسې مدیر مولوي ظهور احمد وايي: "پرته له شکه چې د نظام له بدلون سره د بې کارۍ کچه شپېته فیصده نوره زیاته شوې، ګراني او بې کاري هم داسې، خو څه چې اړتیا ده، هغه د بې وزلو لاسنیوی دی. نو په دې حساس وخت کې زموږ غږ پر ټولو سرمایدارانو او سوداګرو دا دی چې نه یوازې شیان مه ګرانوئ، بلکې د غریبانو لاس ونیسئ." 

مولوي ظهور احمد وايي، افغانان له وړاندې هم سخت ځورېدلي وو، خو په اوسني وخت کې یې اړتیاوې زیاتې شوي دي. 

د غزني په نواباد سیمه د یوه جومات ملا امام وايي شتمن او ملي سوداګر مکلف دي چې د بې وزلو لاسنیوی وکړي. 

دی زیاتوي: "په اوسني وخت کې رسنیو خپل رسالت ترسره کړی، د بې وزلو غږ یې پورته کړی دی، خو دغه شتمن او ملي سوداګر دې دغه غږ عملي کړي." 

د هېواد د ډېري نورو سیمو په څیر په غزني کې هم سختې ګرانۍ، بې کارۍ او د ژمي زیاتې سړځګۍ خلک له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Саснович вышла в третий раунд турнира WTA-1000 в Риме






Вступают в силу: май

В Москве прошла Премия Green Awards 23/24, которая объединила более 250 ведущих компаний и экспертов в ЗОЖ/ЭКО индустрии, инфлюенсеров

В Москв таксист опоздал на вызов к пожилому пассажиру и прострелил ему бедро

Годовой объем рынка легальных ставок на спорт в Японии в 2023 составил €48,4 млрд