Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

د کندهار وېش بازار؛ سوداګر: د موټرونو کاروبار په ټپه درېدلی

0
د کندهار وېش بازار؛ سوداګر: د موټرونو کاروبار په ټپه درېدلی

په کندهار کې د سوارلي موټرو کاروبار کمرنګه شوی دی. د دې ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ د وېش بازار سوداګر يې په اړه وايي، دې وروستیو میاشتو کې یې د موټرو کاروبار په ټپه درېدلی دی.

له پاکستان سره پر کرښه د سپين بولدک وېش بازار چې په مارکېټونو کې یې هر ډول بهرني کارول شوي توکي پيدا کېږي، خو د موټرو پلور په کې تر ټولو ډېر وو.

له دې بازاره د افغانستان او پاکستان ډېرو سیمو ته موټر لېږدول کېږي، خو د نورې سوداګرۍ ترڅنګ دا بازار هم اوس د پخوا په څېر پېرودونکي نه لري.

د رفیع الله په نوم یو سوداګر وايي، د موټرو د پلور پرمخ د پاکستان لارې سختې شوي دي: "د موټرو کاروبار ډېر کمزوری دی، موږ د پاکستان لاس موټرو کاروبار کوو، د پاکستان لارې بندې دي ځکه نو ټول موټران ولاړ او خلک یې نه اخلي، دا دوې-درې اوونۍ کېږي موږ خپل په شورمانو کې کوم شی نه دی خرڅ کړی."

د موټرو د پېر او پلور دغه سوداګر د طالبانو له حکومته غواړي چې افغانستان کې د اقتصادي ناورين د مخنيوي لپاره دې مثبت ګامونه پورته کړي.

صدیق الله کندهار ښار کې د موټرو پلورنځی لري، نوموړي ازادي راډیو ته وويل، په هېواد کې د سياسي بدلون له رامنځته کېدو وروسته يې سوداګري زيانمنه شوې ده.

همداراز صدیق الله یادونه کوي چې په بانکونو کې پر پيسو محدوديت، په بازار کې د فزيکي پيسو کموالى او همدا راز د خلکو بې وزلي د دې لامل شوې چې د موټرو پېر او پلور د پخوا پرتله ټکنی شي.

دی زیاتوي: "د موټرو کاروبار په سلو کې لس فیصده هم نشته ځکه چې کاروبارونه ولاړ دي، پېر او پلور نشته، کاروبار نشته، خلک راځي ګرځي خو سودا نه کوي."

په عین وخت کې د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوول حاجي نصرالله زهیر د سوداګرۍ د کمرنګه کېدو اصلي لاملونه د افغانستان د پانګې کنګل کېدل او د نړیوالو له لوري د طالبانو د حکومت په رسمیت نه پېژندل بولي.

زهیر زیاتوي: "کاروبار په څه شي وکړي چې د سوداګر لاسونه وتړل شول د ټولو عامو خلکو لاسونه وتړل شول، که د سوداګر پیسې ایله شي، حکومت ته هم پیسې پیدا کېږي، دوکاندار ته هم پیسې پیدا کېږي، ریړۍ والا ته هم پیدا کېږي په یو کار باندې به اخته شي، تر هغو چې حکومت نړیوال په رسمیت ونه پېژني دا ستونزې به وي."

له هغه وروسته چې طالبان پر افغانستان واکمن شول امریکا د افغانستان څه باندې نهه میلیارده امریکايي ډالر شتمني کنګل کړه چې ورسره سم په افغانستان کې سوداګرۍ پیکه شوه.

امریکايي چارواکو ویلي چې د طالبانو حکومت ته د دغه پیسو د ورکولو لپاره کوم پلان نه لري.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Павлюченкова не смогла выйти в третий круг турнира WTA 1000 в Риме






Натали Орли обещает: «Разорву»

Врио губернатора Тульской области стал Дмитрий Миляев: кто он

В Красноярске обсудили вопросы развития студенческого туризма

Астрахань готовится принять Международный литературный фестиваль