Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

د افغانستان د صنعت کارانو ټولنه:۵۰ سلنه تولیدي فابریکو خپل فعالیتونه کم کړي

0
د افغانستان د صنعت کارانو ټولنه:۵۰ سلنه تولیدي فابریکو خپل فعالیتونه کم کړي

د ٰپرمختلولو مېرمنو' د تولیدي شرکت چې له کلونو راهیسې یې د صابون د تولید برخه کې فعال و اوس یې فعالیت په ټپه دریدلی دی.

د دې شرکت مشره اغلې مرغوبه صافۍ د جمعې په ورځ (د مرغومي ۱۷مه) ازادي راډيو ته وویل، د طالبانو له حاکمیت وروسته یې د پانګونې پر وړاندې زیاتې ستونزې رامنځته شوې.

اغلې صافۍ زیاتوي: "موږ له زیاتو ستونزو سره لاس او ګریوان یو، په لومړي قدم کې موږ مارکیټ نه لرو، زموږ فابریکه چې د صابون تولید کوي خلک یې د پیرلو توان نه لري، دوهمه ستونزه د خامو مواد نشتون دی او که وي هم بیې یې لوړې دي، له وروستیو بدلونونو څخه وروسته زموږ شرکت وتړل شو او کار کوونکي مو بې کاره شول."

د یو بل تولیدي شرکت مشره حسینا ضعیفي چې د کرنې برخه کې فعالیت کوي له ورته ستونزو سر ټکوي: "د پېسو ستونزې له بده مرغه د ډېرو کارونه پر وړاندې خنډونه جوړ کړي، په ځانګړي ډول هغه کسان چې له بهرنیو هېوادونو سره راکړه-ورکړه لري دې برخه کې له جدي ستونزې سره مخ دي."

له بلې خوا بیا د افغانستان صنعت کارانو ټولنه د ورته ستونزو په تایید سره وايي، که هر کله د یادو ستونزو لپاره د حل لاره ولټول شي ډېر پانګه وال دي چې غواړي افغانستان کې پانګونه وکړي.

د دې ټولنې مشر عبدالجبار صافۍ وايي: "اوس مهال هغه فابریکو چې پخوا به یې په عادي ډول خپل فعالیت کاوه، اوس مهال یې شااوخوا ۵۰ سلنه خپل فعالیتونه درولي دي او دلیل هم ناسم مارکیټ او خامو موادو لوړه بیه ده."

ښاغلی صافۍ وايي، پانګه وال اوس مهال د امنیت او اداري فساد برخه کې ستونزې نه لري یوازینی لامل چې کارونه یې له خنډ سره مخ دي د ښه بازار نشتون او د خامو موادو لوړه بیه ده.

له بلې خوا بیا د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د پانګه والو د ستونزو د حل په برخه کې ژمنې کوي.

د دې وزارت ویاند مولانا زهیر وايي: "د کارونو د ښه والي لپاره یو شمېر هېوادونو لکه ازبیکستان او پاکستان ته په دې وروستیو کې سفرونه شوي دي، د پانګونې بیا جلبول، د فابریکو بېرته فعالول او د بانکي نظام بېرته رغول هغه موارد دي چې پرې کار روان دی."

نوموړي ژمنه وکړه، هغه پانګه وال چې سترې پانګونې یې کړي د ستونزو د حل برخه کې ورسره وزارت ولاړ دی.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په تازه څرګندونو کې په تېرو څلورو میاشتو کې د اقتصادي او سوداګریزو لاسته راوړنو خبره کړې او ویلي یې دي چې اوس په افغانستان امنیت خوندي دی او دغه هېواد د ټرانزیټ په یو مرکز بدل شوی.

هغه د پنجشنبې په ورځ د حکومت له یو شمېر ویاندویانو سره په لیدنه کې ویلي چې پانګه وال دې پرته له کومې ویرې په خپل هېواد کې پانګونه وکړي.

د افغانستان د صنعت کارانو ټولنې د معلوماتو پر بنسټ، ۴ زره تولیدي فابریکو په ټول افغانستان کې فعالیت کاوه چې له ۱۰۰ زرو ډېر کسان په‌کې په کار مصروف وو چې اوس ډېرې یې تړل شوي دي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Карен Хачанов

Хачанов проиграл Табило в 1/8 финала «Мастерса» в Риме






Куклачев поблагодарил врачей за выздоровление после инфаркта

Футболист Никоноров призвал главу Минспорта Дегтярева развивать массовый спорт

Названо, на сколько подешевели отели "Все включено" в Турции на это лето

Пушкинские карты: как отметят юбилей поэта