Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

د ټاپي پروژې پر چټکتیا خبرې؛ د ترکمنستان یو پلاوی کابل ته راغی

0
د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د یو تخنیکي پلاوي په مشرۍ د ټاپي پروژې د بحث لپاره لومړی هرات او نن کابل ته راغلی.


که څه هم په کابل کې د دغه پلاوي د لیدنو او خبرو جزییات تر اوسه نه دي خپاره شوي، خو د هرات د سوداګرۍ او صنایع خونې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې یاد پلاوي دوی سره د ټاپي پروژې د کار پر چټکتیا خبرې کړي دي.


په دغه خبرپاڼه کې چې تېره ورځ ناوخته خپره شوې په کې ویل شوي چې راغلي پلاوي سره د یاد هېواد ټاپي پروژې مشر هم مل دی.


د خبرځای په حواله، د ترکمنستان د بهرنیو چارو مرستیال ویلي، د دې پروژې لپاره مهم امنیت دی او اوس افغانستان کې امنیت شته، نو ترکمنستان کې د یادې پروژې کار بشپړ شوی افغانستان کې به هم پیل شي.


ترکمني پلاوي په افغانستان کې له پخوا د ښه امنیت په تړاو افغان مسوولینو ته د دې پروژې د ښه تطبیق ډاډ ورکړی.


افغان مسوولینو هم د تخنیکو چارو په برخه کې له ترکمنستانه د همکارۍ غوښتنه کړې او ویلي یې دي، هغه لوژیستکي شرکتونه چې غواړي دې برخه کې کار وکړي، د کار زمینه به ورته برابره شي.


د ټاپي پروژه په ۲۰۱۸م زیږدیز کال کې د افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هند مشرانو له خوا پرانیستل شوه.


د دغې پروژې له لارې به ګاز او برېښنا له ترکمنستانه افغانستان بیا پاکستان او له هغه هېواده، هندوستان ته انتقال شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса