کندز کې د وران شوېو پلونو او پلچکونو د جوړول چارې پیل شوي
که څه هم په کندز کې جګړه پای رسېدلې، خو لا هم د جګړو نښې د دې ولایت په هره سیمه کې له ورایه ښکاري.
د جګړو پر مهال پر مرکز سربېره د دې ولایت ۹ ولسوالیو کې زیات شمېر پلونه، پلچکونه او سړکونه پر بمونو الوځول شوي وو، خو اوس د کندز سیمه ییزو چارواکو په دې ولایت کې د وران شوېو پلونو او پلچکونو د بیارغونۍ چارې پیل کړي او دغه کار د خلکو له تود هرکلي سره مخ شوی دی.
د امام صاحب ولسوالۍ د باسوس سیمې د شمس الدین په نوم یو اوسېدونکی وايي، د جګړو پر مهال پلونه ویجاړ شوي وو، خو په وینا یې طالبانو یو شمېر پلچکونه بېرته رغولي دي.
نوموړی له دوی غوښتنه کوي چې نور وران شوي پلونه هم بېرته ورغوي، څو د خلکو ستونزې هوارې شي.
د دې ولسوالۍ بل اوسېدونکی ۵۰ کلن نورالحق بیا غوښتنه کوي چې د پلونو د رغولو کیفیت ته دې جدي پاملرنه وشي.
دوی زیاتوي د پلچکونو جوړېدو سره به د خلکو ټرانسپورټي ستونزې هوارې شي.
هاخوا په کندز کې سیمه ییز طالب چارواکي ټېنګار کوي چې دوی هڅې کوي، څو په دې ولایت کې ټول ویجاړ شوي، سړکونه، پلونه او پلچکونه بېرته ورغوي او پر دې سربېره یې له مرسته کوونکو موسساتو سره خبرې پیل کړي، څو دغه ولایت کې د نیمګړو پروژو کارونه بېرته پیل او په وینا یې سلګونه وزګار کسان به د کار او روزګار خاوندان شي.