د ناټو ۳۰ غړي هېوادونه: اوکراین کې د روسیې پر وړاندې یوموټي یو
د ناټو پوځي تړون ۳۰ غړو هېوادونو ویلي، په اوکراین کې د روسیې د پوځي اقدام په وړاندې یوموټي دي.
په ناټو کې د امریکا ماموریت، پرون جمعه (د مرغومي ۱۷مه) د دغه تړون د بهرنیو چارو وزیرانو تر ویډیويي کنفرانس وروسته، د دې ګډې پرېکړې خبر ورکړ.
په دغه پیغام کې راغلي، د ناټو د ټولو غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو، په خپله پرونۍ غونډه کې بیا ډاډ ورکړ چې پر اوکراین د روسیې د هر ډول یرغل پر وړاندې به په ګډه لاس په کار کېږي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په پام کې ده د ناټو او روسیې شورا، د را روانې چهارشنبې په ورځ غونډه وکړي.
د اروپايي ټولنې او د امریکا د متحدو ایالاتونو په ګډون غربي هېوادونو ویلي، د اوکراین پر وړاندې د روسیې هر ډول پوځي اقدام به ناوړه پایلې ولري. دوی له کیف خپل ملاتړ اعلان کړی دی.
بل خوا روسیې ویلي، پر اوکراین د کومې حملې نیت نه لري، خو ټینګار یې کړی چې ناټو دې اوکراین او د پخواني شوروي اتحاد نورو جمهوریتونو ته په دغه پوځي تړون کې غړیتوب نه ورکوي.