Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

لغمان کې د یوه کور چت پرېوتی، یوه ماشومه یې مړه کړې او ۵ یې ژوبل کړي

0
د لغمان ولایت په مرکز مهترلام کې د یوه کور د چت پرېوتو پېښه کې یوه ماشومه مړه او ۵ تنه ټپیان شوي دي.


د لغمان د والي ویاند صلاح الدین ذاهد نن شنبه (د مرغومې په ۱۸مه نېټه) ازادي راډیو ته وویل، تېره شپه دغه ولایت د مرکز مهترلام په ګلدار اباد سیمه کې د یوه کور د کوټې چت پریوتی چې له امله یې یوه ۵ کلنه نجلۍ مړه شوې او د کورنۍ ۵تنه نور غړي چې ښځې او نارینه په کې شامل دي، ټپیان شوي دي.


صلاح الدین ذاهد د دې پېښې لامل موسمي بارانونه بولي، کوم چې له تېرو پنځو ورځو راهیسې اوري او لا هم دوام لري.


د لغمان د چارواکو په خبره، د پېښې ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته انتقال شوي او روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.


پر دې سربېره د لغمان د ګاونډ ننګرهار په سرخ رود او شینوارو ولسوالیو کې هم د دوو کورونو د کوټو د چتونو د پرېوتو خبرونه ورکړل شوي، خو د ځایي خلکو په خبره، ځاني زیان نه لري.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса