Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

د اوکراییني الوتکې د یاد مراسم؛تروډو: د روڼتیا او عدالت مبارزې ته دوام ورکوو

0
د کاناډا صدراعظم جسټن تروډو د اوکراییني الوتکې د نسکورېدو د دویم کال د یادښت په مراسمو کې وویل چې حکومت به یې د روڼتیا او عدالت لپاره مبارزې ته دوام ورکوي. 


دوه کاله مخکې د مرغومي په ۱۸مه د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو یوه الوتکه په دوو توغندیو ووېشته او نسکوره یې کړه. 


ټوله ۱۷۶ سورلۍ یې ووژل شوې، په کې ګڼ ایراني، کاناډایان او د نورو هېوادونو اتباع وو.


د کاناډا صدراعظم بېګا د یادې پېښې د قربانیانو د یادښت مراسمو کې وویل چې الوتکه د ایراني چارواکو د غفلت او د انسانانو ژوند ته د بشپړۍ بې پامۍ له امله وېشتل شوې. 


جسټن ټروډو ټینګار وکړ چې کاناډا به له نورو هېوادونو سره د متحدې جبهې په توګه کار وکړي او تر هغو به ارام نه شي چې ایران ځواب نه وي ورکړی. 


په غونډه کې د قربانیانو د کورنیو غړو غوښتنه وکړه چې قضیه دې د جرمونو نړیوالې محکمې یا د کاناډا د جرمونو محکمې له لارې تعقیب شي. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса