Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

په غزني کې د سکي ورزشي کلپ پرانیستل شو

0
په غزني ولایت کې د سکي ورزشي کلپ پرانیستل شو.


غزني له کابل، بامیان او پنجشېر وروسته د افغانستان څلورم ولایت دی چې د سکي کلپ په کې فعالېږي.


د غزني د سکي د کلپ مسوول محمدعلي وايي، ده له بامیانو وروسته په غزني ولایت کې هم د سکي کلپ پرانیست چې اوس دولس غړي لري.


محمدعلي زیاته کړه چې په غزني کې د سکي فدراسیون د ولایتي څانګې د پرانیستو لپاره به هم هڅه وکړي.


نوموړی وایي:" لومړی ځل دی چې په غزني کې دا لوبه ترسره کېږي او ۱۲ لوبغاړو برخه په کې اخیستې وه. موږ تمه لرو چې په راتلونکي کې د دې لوبې ګډونوال زیات شي. هڅه کوو چې د سکي لوبې فدراسیون هم په غزني کې جوړ کړو."


د یادونې وړ ده چې د غزني د سکي کلپ غړو د جمعې په ورځ په غزني ښار کې د دولتي پوهنتون شاته د کلای جوز په غرونو کې د سکي لوبه هم وکړه چې ګڼ ښاریان یې نندارې ته ورغلي وو.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса