Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

له امنیتي ستونزو او د سوداګرۍ برخه کې د خدماتو له نشتوالي د بلخ د سوداګرو شکایت

0
د بلخ ولایت ځیني سوداګر او پانګه وال په دغه ولایت کې له امنیتي ستونزو او د سوداګرۍ د ودې لپاره د خدمتونو له نشتوالي شکایت کوي.


په دې اړه د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی چې د بلخ ولایت سوداګرو او پانګه والو دا ستونزې د سوداګرۍ او پانګونې د خونې له مسؤلانو سره په بلخ کې د لیدنې پر مهال شریکې کړې دي.


په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ځمکو خړوبولو او د کرنې د ودې لپاره له امو سینده د دې ولایت شمال ته د اوبو رسول، په سرپل ولایت کې د عشقري سیمې د تېلو کان راویستو لپاره د یو سهامي شرکت جوړول، د سوداګرو امنیت او د ګمرکي تعرفو راکمول هغه وړانديزونه دي چې د بلخ سوداګرو او پانګوالو د یادې خونې مسؤلانو ته سپارلي دي.


د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مهمند په دې ناسته کې بلخي سوداګرو او پانګوالو ته ډاډ ورکړی چې د بلخ د سوداګرو او پانګه والو ستونزو ته به رسېدنه وشي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса