Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

د ننګرهار په لعلپورې کې چاودنه؛ د ۶ ماشومانو په ګډون ۷ تنه وژل شوي

0
د ننګرهار په لعلپورې ولسوالۍ کې چاودنې د ۶ ماشومانو په ګډون ۷ تنه وژلي او ۴ نور ټپیان دي.


د لعلپورې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي او عیني شاهد عثمان نن دوشنبه( د مرغومې په ۲۰مه)  ازادي راډیو ته وویل چې چاودنه د خاص لعلپورې سیمې مربوط ورسک ابتدایه ښوونځي مخې ته د جوارو د پولۍ د پلورلو په یوه کراچې کې شوې ده.


د سرچینې په خبره، چاودنه د یاد ښوونځي د رخصتۍ پرمهال کله چې زده کوونکي ماشومان د پولیو د اخیستلو په خاطر د کراچۍ شااوخوا راټول وو، شوې چې په کې د یاد ښوونځي ۶ زده کوونکي او یو تن چې پولۍ پلورونکی دی، ووژل شول او ۴ تنه ټپیان شول.


د ننګرهار چارواکي هم پېښه تائیدوي او لامل یې د هاوان د یوې ناچاودې مرمۍ چاودنه بولي.


د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست رسنیو ته په استول شویو معلوماتو کې ویلي چې پېښه نن دوشنبه شااوخوا ۱۰نیمې بجې د بیګانانو سیمه کې د پولیو پلورنکي له خوا په څټک د هاوان د یوې ناچاودې مرمۍ د ټکولو له امله رامنځته شوې ده.


د مسؤلانو د معلوماتو له مخې، د پېښې ټپیان روغتون ته استول شوي او تر درملنې لاندې دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса