Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

د طالبانو حکومت: په هلمند کې مو د ۵ سوه زره نیالګیو د روزلو لړۍ پیل کړه

0
د طالبانو د حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، په هلمند ولایت کې یې د ۵ سوه زره نیالګیو د روزلو لړۍ نن پیل کړه.  


د دې وزارت ویاند مستعین عمري نن دوشنبې( د مرغومې په ۲۰مه) ازادي راډيو ته وویل، دغه لړۍ د یو شمېر ملاتړو موسسو په همکارۍ د دې ولایت په بولان ولسوالۍ کې پیل شوې ده.  


د نوموړي په خبره، په یادو نیالګیو کې میوه لرونکي او بې میوې نیالګي شامل دي چې د قوریو جوړولو لپاره یې سیمه مشخص او چارې یې پیل شوې.  


د ښاغلي عمري په وینا، د دې پروژې په پیل سره به شااوخوا ۳۰۰ کسانو ته د کار زمېنه برابره شي.  


د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د چارواکو په خبره، ملاتړو موسسو ورسره ژمنه کړې چې د دې پیل شوې پروسې چارې به ډېر ژر په سنګین او کجکي ولسوالۍ کې هم پیل شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса