د امریکا او روسیې پلاوو په جنوا کې سره وکتل
په پام کې ده چې دواړه لوري نن دوشنبې ( د مرغومې په ۲۰مه) د سټراتیژیک او امنیتي ډیالوګ په نوم د اروپا په درېیو ښارونو کې د غونډو په لړۍ کې د خپلو اختلافونو په اړه بحث وکړي.
د دې غونډې د جوړېدو غوښتنه داسې مهال شوې چې مسکو د یوه امنیتي تړون جوړېدل غواړي او د اوکراین د پولو په اوږدو کې یې سرتېري ځای پرځای کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیالې وینډي شېرمن چې د امریکايي پلاوي مشري کوي بېګا په جنوا کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سیرګي ریابکوف او روسي پلاوي سره د دوو ساعتونو لپاره خبرې وکړې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېد پرایس په یوه بیان کې وویل دوی د هغو دوه اړخېزو مسایلو په اړه خبرې وکړې چې نن به د اصلي مذاکراتو په ترڅ کې بحث پرې وشي.
د امریکا او روسیې ترمنځ د ستراتیژیک او امنیتي ډیالوګ په نوم ګروپ تېر کال رامنځته شو چې هدف یې د وسلو د کنټرول په اړه مذاکرات دي.
